د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۳

د نوبل سولې جايزې د ناستې ګډونوال: طالبانو سره له خبرو پرته بله چاره نه‌شته


انځور - ارشيف
انځور - ارشيف

د ناروې د بهرنیو چارو وزیرې اناکین هویتفیلت Anniken Huitfeldt وویل په خپله خبره ولاړه ده چې، طالبان به د هغوی د کړنو په اساس قضاوت کوي.

مېرمن هوتلیفلت وویل طالبانو که څه هم خپلې ژمنې ماتې کړي او ناروې ترې سخته خواشینې ده خو د اړمنو افغانانو د لاس‌نیوي لپاره تعامل ته ورسره دوام ورکوي.

نوموړې ويلي: "طالبان په خپلو ژمنو عمل نه‌دی کړی. د نجونو ښوونځي یې نه‌دي پرانیستي، د یوه استازي حکومت خواته نه‌دي ورغلي، بشري حقونو درناوی یې نه‌دی کړی لکه څنګه چې دا اوونۍ په عام محضر کې د اعدام یوه پېښه ولیدل شوه. خو بیا هم موږ د طالبانو له استازیو سره په افغانستان او نورو ځایونو کې لیدنو ته دوام ورکړی. خپله نارضایتي او تمې مو په ډېره واضح توګه هغوی ته ور رسولې دي."

د ناروې د بهرنیو چارو وزیره اناکین هویتفیلت
د ناروې د بهرنیو چارو وزیره اناکین هویتفیلت

ناروې د روان کال په جنوري کې د طالبانو د حکومت استازي او ځينې افغان فعالان دغه هېواد ته د یوې ناستې لپاره ورغوښتي و.

هلته د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست امیرخان متقي په مشرۍ طالب پلاوي له افغانانو او نړیوالې ټولنې سره د حکومت د جوړښت، د بشري حقونو او د نجونو د تعلیم په برخه کې ځينې ژمنې وکړې.

"همدا سهار مې یو خبر ولوست چې یوه ښځه خپل وړوکی ماشوم په دریو زرو افغانیو خرڅوي.

په اوسلو کې د نوبل د کمېټې له‌خوا پرونۍ ناستې ته افغان فعاله ظریفه غفاري هم وغږېده.

اغلې غفاري وويل: "همدا سهار مې یو خبر ولوست چې یوه ښځه خپل وړوکی ماشوم په دریو زرو افغانیو خرڅوي. دا مسله هره ورځ افغانستان کې پېښېږي. عام محضر کې سزاوې، د خلکو تښتول، ځورونې، وژنې، لسګونه مېرمنې ورکې دي، لسګونه نورې یې زندانو کې دي. اوس خو تازه عام محضر کې د شریعت په نوم ښځې په عام محضر کې په دُرو وهل کېږي."

اغلې غفاري وویل چې د ګڼو بشري ناخوالو شاهده پاتې شوې خو بیا هم له طالبانو سره باید خبرې وشي.

ظريفه غفاري
ظريفه غفاري

د طالبانو حکومت بیا په عام محضر کې د ښځو په شمول د محکومینو سزا اکثر دُرې وهل د شرعي احکامو پلي کول بولي.

په اوسلو کې د افغانستان په اړه دې غونډې ته د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنر فلیپو ګرندي چې د UNHCR مشر دی ټینګار وکړ چې، بشرپاله سازمانونه له طالبانو سره له ښکلېتیا پرته بله چاره نه‌لري.

نوموړي ويلي: "دا زما په څېر ګڼو خلکو ته چندان ښه نه برېښي چې هم د ښځو او نجونو د حقونو د لا ډېر محدودیت په اړه د طالبانو پرېکړې په اخلاقي لحاظ د کرکې وړ او په عملي لحاظ غیر منطقي بولو خو له هغوی سره له ښکېلتیا پرته بله چاره نه‌لرو. ځکه چې د تعامل د نشتوالي پایلې به حتی تر دې ډېرې خواشینوونکې وي."

هغه وویل د افغانستان شپږ میلیونه کسان بهر دي او لکونه نور په کور دننه بې ځایه او مرستو ته اړتیا لري په دې سربېره چې نجونې او ښځې له سختو محدودیتونو سره مخامخې دي.

طالبان چې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې واک ته ورسېدل، تر اوسه پورې د نړۍ هيڅ هېواد د دوی حکومت په رسمیت نه‌دی پېژندلی.

د نجونو تعلیم، د بشري حقونو درناوی، د ښځو کار او حقونه، ټول‌ګډونه او استازی حکومت هغه غوښتنې دي چې نړیوالو ورته شرط اېښې دي.

له دې سره سره که څه هم کافي نه بلل کېږي خو هره اوونۍ لسګونه میلیونه ډالره نغدې پيسې د بشري مرستو لپاره افغانستان ته رسیږي.

XS
SM
MD
LG