د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۹

د افغانستان امنیتي او اقتصادي وضعیت؛ وېسټ پرې د اماراتو او هند چارواکو سره غږېږي


د افغانستان لپاره د امریکا د متحده‌ایالاتو ځانګړی استازی ټوماس وېسټ
د افغانستان لپاره د امریکا د متحده‌ایالاتو ځانګړی استازی ټوماس وېسټ

سیمې ته د خپل سفر په دوام، د افغانستان لپاره د امریکا د متحده‌ایالاتو ځانګړی استازی ټوماس وېسټ روانه اوونۍ هند او بیا متحده‌عربي اماراتو ته ځي، چېرته چې له وړاندې پخوانی جمهور رییس حامد کرزی او د طالبانو حکومت د دفاع وزیر ملا یعقوب هم تللي دي.

سبا دوشنبه د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټوماس وېسټ په نوې ډیلي کې د افغانستان په چارو کې د هند د بهرنیو چارو وزارت له‌خوا ټاکل شوي استازي جي‌پي سېنګ او د ملي امنیت سلاکار د مرستیال ویکرام مصري سره ګوري.

د هندو ورځپاڼې پرون ناوخته لیکلي، وېسټ به له هندي چارواکو سره د افغانستان په بشري او اقتصادي ناورین، د افغانانو د حقونو په خوندیتوب او د امنیتي اندېښنو په اړه خبرې اترې وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تېره اوونۍ د سیمې هېوادونو ته د ټوماس وېسټ سفر اعلان کړ او ویې ویل، هغه به په خپل دې سفر کې د بېلابېلو هېوادونو له چارواکو سره د افغان کډوالو د بشري حقونو، سوداګرۍ، د بیان ازادۍ او نورو ننګونو د حل په څرنګوالي خبرې اترې وکړي.

وېسټ جاپان ته هم تللی او پرون یې وویل، په افغانستان کې له خپلو متحدانو سره په ګډ کار کې د هر ډول ننګونو په وړاندې پیاوړي دي.

د هندو ورځپاڼه لیکي، د وېسټ له سفر وروسته به د پنجشنبې په ورځ د افغانستان او پاکستان لپاره د انګلستان ځانګړی استازی نیګل کاسي هم نوې ډیلي ته سفر وکړي، خو په دې اړه ډېر جزییات نه‌دي ورکړل شوي.

راپورونه وايي، ټوماس وېسټ به له هند وروسته متحده‌ عربي اماراتو ته هم ولاړ شي او هلته به له یو شمېر افغان سیاسیونو او پخوانیو چارواکو سره وګوري.

د هندو ورځپاڼې هم دا خبر را اخیستی او لیکي، د افغانستان اوسنی سیاسي، امنیتي، اقتصادي او بشري ناورین به د دې کتنو محتوا وي.

وېسټ داسې مهال هند او متحده‌عربي اماراتو ته د سفر تکل کړی چې له وړاندې د افغانستان پخوانی جمهور رییس حامد کرزی، پخواني وزيران او افغان سياسيون عمر زاخېلوال، کریم خرم او اوس د طالبانو حکومت د دفاع وزیر اماراتو ته تللي دي.

متحده‌ عربي اماراتو ته د طالبانو حکومت د دفاع وزیر ملا محمد یعقوب د سفر په اړه د طالبانو دفاع وزارت په خپله رسمي ټویټرپاڼه لیکلي، د دې سفر هدف د عربي متحده اماراتو له مشرانو او په دې هېواد کې مېشتو افغانانو سره لیدل کتل او د خبر ځاى په د حواله له خلیجي هېوادونو سره د طالبانو د اړیکو پیاوړي کول دي.

د ازادي راډیو خبریال هڅه وکړه چې د کرزي د سفر په اړه د هغه له مطبوعاتي ټیم سره خبرې وکړي، خو بریالی نه‌شو.

خو د هندو ورځپاڼې ته د افغانستان د بهرنیو چارو پخواني وزیر رنګین دادفر سپنتا ویلي، له څو میاشتو نظر بندۍ وروسته، د ښاغلي کرزي سفر د افغانستان خلکو ته یوه هیله ورکړې ده.

د افغانستان مخکېنی جمهور رییس محمد اشرف غني هم د متحده‌‌عربي اماراتو په ابوظبۍ کې ژوند کوي، چېرته چې تمه ده وېسټ هم ولاړ شي.

د افغانستان مخکېنی جمهور رییس محمد اشرف غني
د افغانستان مخکېنی جمهور رییس محمد اشرف غني

وېسټ تېره اوونۍ د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبه کې هم د هرات امنیتي کنفرانس په څنډه کې له یو شمېر افغان سیاسیونو او ځینو پخوانیو چارواکو سره وکتل، خو د دې لیدونو منځپانګه هم معلومه نه‌شوه.

دا سفرونه داسې مهال کېږي چې لا هم په افغانستان کې د ټولشموله حکومت د جوړېدو په اړه د اروپايي ټولنې او امریکا هڅو پایله نه‌ده ورکړې.

طالبانو ویلي،هغه ټولشموله حکومت نه‌ جوړوي چې نړیواله ټولنه یې غواړي، ځکه د دوی له قوله، دا د افغانستان کورنۍ مسئله ده.

خو نړیواله ټولنه بیا طالبان تورنوي چې د دوحې د هوکړې په خلاف یې نه یوازې دا چې قدرت انحصار کړی، بلکې د افغانو په ځانګړي ډول د ښځو حقونه يې هم تر پښو لاندې کړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG