د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۶

توماست وېسټ او کرزي د افغانانو ترمنځ د ملي ډيالوګ پر بېړنۍ اړتيا خبرې کړي


ښې لور ته د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړی استاز توماس وېسټ او کيڼ لور ته پخوانی ولسمشر حامدکرزی
ښې لور ته د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړی استاز توماس وېسټ او کيڼ لور ته پخوانی ولسمشر حامدکرزی

په ترکیه کې د افغاني ډیالوګ لپاره د امریکا د پیل شویو هڅو په دوام، د افغانستان لپاره د متحده‌ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی توماس وېسټ له پخواني جمهور رئیس حامد کرزي سره غږېدلی.

وېسټ تېره شپه په خپله ټویټرپاڼه د دې ټیلفوني اړیکې جزییات خپاره کړي او لیکي، دوی د افغانانو ترمنځ د خپل هېواد د راتلونکي په اړه د رښتیني ملي ډیالوګ په بېړنۍ اړتیا خبرې کړي.

ټام وېسټ زیاته کړې، حامد کرزي ورسره د افغانستان د اقتصاد او د افغان ځوانانو د راتلونکې په اړه خپله ژوره اندېښنه شریکه کړې ده.

د افغانستان لپاره د امریکا دغه لوړ پوړی استازی زیاتوي، د طالبانو له‌خوا د نجونو د ثانوي ښوونځیو بندولو له امله افغانستان شا تګ کوي، له همدې امله ده او کرزي سملاسي د نجونو د ښوونځیو په پرانستو ټینګار کړی دی.

د افغانستان پخواني جمهور رئیس حامدکرزي هم په خپله رسمي فېسبوک‌پاڼه لیکلي، له ټام وېسټ سره یې په خبرو کې یې د افغانستان پر روانو حالاتو، اقتصادي وضعیت او د تل پاتې سولې او ثبات د ټینگښت لپاره د بین الافغاني مذاکراتو پر اړتیا نظر شریک کړی دی.

هغه لیکلي: "دواړو لورو د افغانستان د پرمختګ لپاره د نجونو د متوسطه او لېسه ښوونځیو په ژر تر ژره پرانیستو ټینگار کړی."

"دواړو لورو د افغانستان د پرمختګ لپاره د نجونو د متوسطه او لېسه ښوونځیو په ژر تر ژره پرانیستو ټینگار کړی."

په ورته وخت کې ټام وېسټ وايي، که څه هم نړیوالې ټولنې مټې بډ وهلي چې افغانانو سره بشري مرستي وکړي، خو طالبان باید خپل مسؤلیت مخته یوسي او نه یوازې دا چې په مرستو کې لاسوهنه کمه کړي، بلکې داسې حکومت وکړي چې پانګه‌وال را جذب او مسلکي او د لوړو زده‌کړو خاوندان بېرته کار ته را وغواړي.

ټام وېسټ د افغانستان اوسني وضعیت، ثبات او د خلکو ستونزو ته په اشارې لیکي، لا اوږده لار پاتې ده.

هاخوا د افغانستان لپاره د امریکا سرپرسته سفیره کرن ډیګر چې اوونۍ وړاندې له یو شمېر افغانانو سره د خبرو لپاره ترکیې ته تللې وايي، هلته یې د افغانستان د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې له ځینو غړو سره کتلي.

مېرمن ډیګر نن سهار په خپله ټویټرپانه لیکلي، دې لیدونو کې یې د افغانستان د اقتصادي ننګونو او فرصتونو په اړه ډېر معلومات تر لاسه کړي، خو زیاتوي: "داسې ښکاري چې د فرصتونو په پرتله ننګونې ډېرې دي."

خو طالبان بیا د افغانستان لپاره د دې نوې پیل شوي پړاو په اړه څه نه وايي، هغه پړاو چې ښکاري د یوه داسې حکومت د جوړېدو لپاره هڅې وي چې افغانان یې ومني او نړیوال مشروعیت هم پیدا کړي.

"داسې ښکاري چې د فرصتونو په پرتله ننګونې ډېرې دي."

د امریکا په ګډون نړیواله ټولنه اوس‌مهال د افغانستان د اقتصادي او سیاسي سقوط په اړه خورا اندېښمنه ده.

له همدې امله یې د افغانستان لپاره ټاکل شویو استازو د د دې هېواد په مسایلو کې ښکېلو لوریو سره کتنو او اړیکو نیولو ته زور ورکړی.

خو په دې برخه کې تر ټولو مهم بحث طالبان دي، هغوی چې لا یې د امریکا په ګډون د نړیوالې ټولنې باور نه‌دی خپل کړی.

د افغانانو د بشري حقونو خوندیتوب بله لویه مسله ده چې د طالبانو اوسنی رژیم یې تر پوښتنې لاندې راوستی.

طالبانو تر ډېره پر افغان مېرمنو بېلابېلو برخو کې بنديزونه لګولي دي، چې د نړيوالو پراخ غبرګونونه يې پارولي دي.
طالبانو تر ډېره پر افغان مېرمنو بېلابېلو برخو کې بنديزونه لګولي دي، چې د نړيوالو پراخ غبرګونونه يې پارولي دي.

تازه د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکلاسن یو ځل بیا ویلي، طالبانو په پراخه کچه د افغانانو بشري حقونه نقض کړي دي.

خو طالبان یې نه مني او وايي، د دوی له راتګ وروسته، د ټولو افغانانو حقونه خوندي دي او دا ډول څرګندونې د ځان پر وړاندې پروپاګند بولي.

خو توماس نیکلاسن بیا د افغانستان د بشري حقونو په اړه د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي کارونو ته په اشارې وايي، د طالبانو له‌خوا د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون له لغوه کولو او په ازادو رسنیو د محدودیت له وضع کولو وروسته، د دوی چارې لا مهمې شوي دي.

XS
SM
MD
LG