د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۳

ټام وېسټ: طالبانو سره د اړيکو لپاره د درېيم ګړي هېواد منځګړيتوب ته اړتيا نه‌لرو


د افغانستان لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو ځانګړی استازی ټام ویسټ
د افغانستان لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو ځانګړی استازی ټام ویسټ

د افغانستان لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو ځانګړی استازی ټام وېسټ وايي، امریکا د طالبانو سره د اړیکو د اسانتیا د برابرو لپاره د کوم درېیم هېواد منځګړيتوب ته اړتیا نه‌لري.

نوموړي امریکا غږ راډيو سره په یوې تازه مرکه کې ویلي: "زه د طالبانو سره په منظمه توګه تماس کې یم او د امریکا په حکومت کې زما نور همکارن او چارواکي هم له دوی سره په اړیکه کې دي."

ټام وېسټ په دې مرکه کې د طالبانو سره د امریکا پر مستقیم ډیالوګ ټینکار کړی او ویلي يې دي فکر نه‌کوي چې په دې برخه کې دې کوم درېیم هېواد ته اړتیا وي.

نوموړی دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې یو شمېر شنونکي په افغانستان کې د طالبانو پر چارواکو د پاکستان اغېز ته ګوته نیسي.

خپله ټام وېسټ څه باندې دوه اوونۍ مخکې پاکستان ته تللی و او د امریکا غږ سره یې په دې مرکه کې ویلي چې، هلته یې د دوه ورځو زیاته موده کې د پاکستان له پوځي او ملکي چارواکو سره په افغانستان کې پر ګډو ګټو خبرې کړې دي.

ټام ويسټ د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت له مرستيالې حنا رباني کهر سره
ټام ويسټ د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت له مرستيالې حنا رباني کهر سره

د افغانستان لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو ځانګړي استازي په کابل کې د ایمن الظواهري وژل کېدو ته په اشارې یو ځل بیا طالبان د القاعده شبکې دې رهبر ته په پناه ورکولو د دوحې له تړون څخه په سرغړاوي تورن کړي دي.

طالبانو د دوحې په تړون کې د امریکا سره ژمنه کړې چې افغانستان کې به ترهګرو ته ځای نه ورکوي.

ټام وېسټ ویلي چې له دې پېښې وروسته شا او خوا دوه اوونۍ مخکې امریکايي چارواکو او طالب استازو په دوحه کې د لومړي ځل لپاره مخامخ خبرې کړي.

طالبانو د دوحې په تړون کې د امریکا سره ژمنه کړې چې افغانستان کې به ترهګرو ته ځای نه ورکوي.

نوموړي ويلي، چې فکر کوي دوی د " طالبانو سره د باور رامنځته کولو په لاره دي "خو ټینګار یې کړی چې دا وخت افغانستان کې د امریکا لویې ملي ګټې دا دي چې ډاډمنه کړي افغانستان بیا د ترهګرو په پټڼځای بدل نه‌شي او په دې موضوع یې له طالبانو سره "عملي خبرې روانې دي."

په دې مرکه کې د افغانستان لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو ځانګړي استازي ټام ویسټ د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د بشري حقونو په ځانګړې توګه د نجونو او ښځو د حقونو د وضعيت په اړه اندېښنه ښودلې او ويلي يې دي، له طالب چارواکو سره یې په هره لیدنه کې په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړاویو موضوع راپورته کړې ده.

طالبانو په بېلابېلو برخو کې پر افغان مېرمنو سخت محدوديتونه لګولي دي، چې د نړيوالو پراخ غبرګونونه يې راپارولي دي. انځور - يو شمېر مېرمنې کابل کې د لاريون پر مهال
طالبانو په بېلابېلو برخو کې پر افغان مېرمنو سخت محدوديتونه لګولي دي، چې د نړيوالو پراخ غبرګونونه يې راپارولي دي. انځور - يو شمېر مېرمنې کابل کې د لاريون پر مهال

ټام وېسټ امریکا غږ ته په دې مرکه کې زیاته کړې، په کور دننه او بهر تر هغې د طالبانو دریځ نه‌شي بهتره کېدلی څو چې دوی " تر یو میلون زیاتو نجونو ته د ثانوي او لېسې د دورې د زده‌کړو اجازه نه وي ورکړی چې د نجونو اساسي حق دی او یا ښځو ته یې له کوره بهر د کارکولو اجازه نه‌وي ورکړې."

د افغانستان لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو ځانګړي استازي په دې مرکه کې په افغانستان کې د داعش پر ضد جګړه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د شریکې هڅې احتمال رد کړی او په وینا یې فکر نه‌کوې چې د طالبانو او امریکا ترمنځ دې په عملي توګه په کومه برخه کې شراکت رامنځته شي.

د هغه په وینا طالبان د دوحې د تړون له مخې ژمن دي څو ډاډمنه کړي چې د افغانستان څخه به امریکا یا د امریکا متحدانو ته ګواښ نه پېښیږي.

XS
SM
MD
LG