د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۴

ټام ويسټ او حنا رباني کهر د افغانستان پر وضعيت خبرې کړي


د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړی استازی ټام ويسټ
د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړی استازی ټام ويسټ

د پاکستان د بهرنیو چارو مرستیال وزیرې حنا رباني کهر د افغانستان په اړه د امریکا له ځانګړي استازي ټام ویسټ سره په داسې حال کې خبرې کړي، چې د دغه هېواد لوی درستیز په واشنګټن کې له امریکايي چارواکو سره په خبرو بوخت دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پر خپله ټویټرپاڼه د رباني کهر او ټام ویسټ د کتنې په اړه لیکلي چې اغلې کهر له ښاغلي ویسټ سره په کتنه کې د سوله‌ییز، سوکال او باثبات افغانستان لپاره د پاکستان ژمنه تکرار کړه او په عین حال کې یې د افغانستان د اقتصادي وضعیت د ښه کېدو غوښتنه وکړه.

له دې سره په یو وخت د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه په واشنګټن کې له امریکايي چارواکو سره د افغانستان په شمول پر دوه اړخیزو مسلو خبرې کړي دي.

جنرال قمر باجوه
جنرال قمر باجوه

د سیمې د چارو شنونکی او ژورنالېست سمیع یوسفری وايي چې، د عمران خان د حکومت په مهال د امریکا او پاکستان اړیکې ښې نه وې خو د عمران خان له لېرې کېدو وروسته د دواړو هېوادونو اړیکې د ښه کېدو لور ته روانې دي.

نوموړی وايي: "دا سفر ډېر مهم دی. پاکستان هڅه کوي چې له امریکا سره اړیکې ښې کړي. د باجوه او امریکايي چارواکو په خبرو کې به افغانستان د بحث تر ټولو مهمه موضوع وي."

"پاکستان هڅه کوي چې له امریکا سره اړیکې ښې کړي. "

د پاکستان اقتصاد په اوس وخت کې له سختو ستونزو سره مخامخ دی او د امریکا مرستو ته ډېره اړتیا لري.

په همدې حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، لا یې پرېکړه نه‌ده کړې چې پاکستان ته دفاعي مرستې بیا پیل کړي خو د دغه هېواد ملي امنیت له پاکستان سره د دوه اړخیزو دفاعي همکاریو پر پیلولو غور کوي.

باجوه په واشنګټن کې د امریکا د دفاع وزیر لویډ اسټن په ګډون له یو شمېر امریکايي چارواکو سره لیدلي دي.

XS
SM
MD
LG