د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۰ وږی ۱۴۰۵ کابل ۱۰:۳۷

امریکايي او طالب استخباراتي چارواکو له ترهګرۍ سره په مبارزې بحث کړی

د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې مرستیال ډېوېډ کوهن
د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې مرستیال ډېوېډ کوهن

له اوږده ځنډ وروسته، د امریکا او طالبانو استخباراتي چارواکو دوحه کې سره لیدلي دي.

له دوه میاشتو د زیاتې مودې تېرېدلو وروسته، د امریکا متحده‌ایالاتو او طالب چارواکو سره بیا رسمي خبري کړي.

د القاعده شبکې د مشر ایمن‌الظواهري له وژل کېدو وروسته، د دواړو لوریو رسمي بحث دی چې په دوحه کې شوی.

ایمن‌الظواهري
ایمن‌الظواهري

سي‌ان‌ان نن راپور ورکړی دا خبرې چې د شنبې په ورځ شوي، په کې د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې مرستیال ډېوېډ کوهن او د طالبانو د استخباراتو رییس عبدالحق وثیق هم ګډون کړی و.

د دې خبرو اترو ټول رسمي جزییات لا نه‌دي معلوم، خو سي‌ان‌ان د دوو باخبره سرچینو له قوله لیکي، دواړو خواوو له ترهګرۍ سره په مبارزې بحث کړی.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازی توماس ویسټ
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازی توماس ویسټ

سرچینه وايي، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازی توماس ویسټ او د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت استازو هم دې خبرو کې ګډون درلود.

په دې اړه مو په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین او د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وپوښتل خو ځواب مو تر لاسه نه کړ.

له کله چې په کابل کې د القاعده شبکې مشر ایمن‌الظواهري ووژل شو او امریکايي چارواکو ادعا وکړه چې د نوموړي د مېشت ځای په اړه د حقاني شبکې معلومات درلودل، دې عملیاتو طالبان غوسه کړل.

طالب چارواکو د پلازمینې کابل په شېرپور سیمه کې د القاعده شبکې د مشر د وژل کېدو په اړه بې‌خبرې ښودلې او په دې اړه یې د څېړنو له پیل خبر ورکړی، خو داسې مهال چې له هغې پېښې څه د پاسه دوه میاشتې تېرېږي، لا هم د طالبانو د څېړنو جزییات رسنیز شوي نه‌دي.

بایډن: الظواهري له خپلې کورنۍ سره د یوځای کېدو لپاره کابل ته تللی و
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:04 0:00

که څه هم امریکايي او طالب چارواکو د جولای له۳۱مې راهیسې تر پرونه نه‌و لیدلي، خو بیا هم په دې لړ کې د امریکايي مارک فریرکس او حاجي بشر نورزی تبادله وشوه.

او دغه شان سپینې ماڼۍ هم تېره میاشت له طالبانو سره د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې په برخه کې همکاري "د پرمختګ په حال کې" بللې وه.

په دوحه کې امریکايي او طالب چارواکي داسې مهال د ترهګرۍ ضد مبارزه بحث کوي چې روانه اوونۍ د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت سرپرستې کارین دیکر وویل، هېڅکله به افغانستان کې نظامي مداخله ونه کړي.

امریکايي چارواکو دا هم ویلي، چې په افغانستان کې به د القاعده او داعش خراسان څانګې ضد عملیات روان ساتي، خو طالبان بیا دا ډول عملیات د افغانستان په خاوره یرغل تعریفوي.

امریکا په افغانستان کې له القاعده وروسته، د داعش خراسان څانګې د فعالیت په اړه هم اندېښمنه ده، او داسې مهال چې دې ډلې خپل بریدونه روان ساتلي، طالبان یې لا هم جدي ګواښ نه ګڼي.

راپور له دې برخې دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG