د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۵

کارين ديکر: امريکا به په هيڅ صورت افغانستان کې لاسوهنه ونه‌کړي


د امريکا بيرغ
د امريکا بيرغ

د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافېرې کارین دیکر په زغرده وویل چې هېواد به یې په هیڅ صورت په افغانستان کې پوځي مداخله ونه‌کړي.

نوموړې وويل: "د دې هیڅ امکان نه‌شته چې امریکا په افغانستان کې پوځي مداخله وکړي. هیڅوک باید د داسې اقدام تمه ونه‌لري. موږ به دیپلوماتیکو هلوځلو ته دوام ورکړو. موږ ټولو دیپلوماتیکو هلوځلو ته دوام ورکوو چې طالبان د خلکو ژوند ته د درناوي، انساني کرامت او بشري حقونو په اړه پر خپلو ژمنو عمل وکړي."

خو دې په عین حال کې وویل چې، له طالبانو سره دیپلوماتیکو تماسونو ته د دې لپاره دوام ورکوي چې هغوی بشري حقونه رعایت کړي.

کارین دیکر وویل، هڅه کوي چې له طالبانو سره خبرو ته دوام ورکړي څو هغوی د ټولو افغانانو ساتنه وکړي او د افغانستان د ټولو وګړو امنیت خوندي کړي.

اغلې دیکر تأیید کړه چې ښوونځیو ته د ټولو نجونو تګ او د ټولو افغانانو لپاره د امنیت ټینګښت هغه دوې مسلې دي چې له طالبانو سره پرې خبرې کېږي.

د امریکا شارژدافېرې، چې د قطر له دوحې څخه کار ته دوام ورکوي، همدا راز وویل، هېواد یې هره ډله یا څوک چې د قدرت ادعا وکړي، په رسمیت نه پېژني.

د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافېره کارين دیکر
د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافېره کارين دیکر

نوموړې وويل: "رسمیت پېژندل باید ترلاسه شي. دا داسې شی نه‌دی چې امریکا یې چا ته ورکړي. داسې نه‌ده چې هره ډله یا تنظیم چې ادعا وکړي د یوه هېواد حکومت دی، په رسمیت وپېژندل شي. طالبانو ته مو واضح کړې چې اعتبار او مشروعیت ترلاسه کړي او د رسمیت پېژندلو لپاره بشري حقونو او د ټولو افغانانو اساسي ازادیو ته درناوی وکړي."

"رسمیت پېژندل باید ترلاسه شي. دا داسې شی نه‌دی چې امریکا یې چا ته ورکړي."

څه باندې ۱۳ میاشتې پخوا طالبان په افغانستان کې واک ته ورسېدل خو تر اوسه هیڅ هېواد د دوی حکومت په رسمیت نه‌دی پېژندلی.

د امریکا د سفارت شارژدافیرې په افغانستان کې د تروریستي ډلو حضور د نه منلو وباله، ویې ویل په کابل کې د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري ته د پناه ورکړه په حقیقت کې د دوحې د موافقې سرغړونه وه.

له بلې خوا طالبانو ویلي چې د افغانستان پر خاوره د امریکا برید د دوحې د موافقې سرغړونه وه.

XS
SM
MD
LG