د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۶

سي بي سي: د تېر کال له اګست وروسته کاناډايي چارواکو طالبانو سره ۱۳ ليدنې کړي


د طالبانو او کاناډايي چارواکو ترمنځ دا ليدنې په دوحه کې شوې دي. انځور - ارشيف
د طالبانو او کاناډايي چارواکو ترمنځ دا ليدنې په دوحه کې شوې دي. انځور - ارشيف

د کاناډا نشریاتي اداره یا سي بي سي وايي، داسې اسناد یې ترلاسه کړي چې ښيي، کاناډايي چارواکو د ۲۰۲۱ په اګست کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته له طالبانو سره په قطر کې لږ تر لږه ۱۳ ځلي کتلي دي.

د دې ادارې پر اساس، په دې اړه اسناد یې معلوماتو ته د لاس‌رسي د قانون پر اساس ترلاسه کړي او په هغو کې ښودل شوي چې د افغانستان لپاره د کاناډا جګپوړي استازي ډیویډ سپرول له یو شمېر نورو کاناډايي چارواکو او همدا راز د کاناډا د متحدو هېوادونو له استازو سره یو ځای له طالبانو سره په کتنو کې پر هغوی فشار راوستی چې د نجونو د زده کړو حق ورکړي، له تروریزم سره مبارزه وکړي او هغو افغانانو ته د وتلو خوندي لار یقیني کړي چې غواړي له خپل هېواده ووځي.

په راپور کې ویل شوي چې، کاناډا د امریکا او ځینو نورو هېوادونو د بهرنیو چارو وزارتونو خلاف په منظم ډول په افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره د خبرو په اړه معلومات نه شریکوي.

د کاناډا د نړیوالو چارو وزارت یوه وياند له سپرول سره د مرکې غوښتنه رد کړه، خو دغه وزارت تأیید کړه چې جګپوړي چارواکي یې له طالبانو سره په غیر رسمي تعامل بوخت دي او دې ډول خبرو ته به د دې لپاره دوام ورکړي چې د بشري حقونو د مسلو په خاطر پرې فشار راوړي.

سي بي سي ته په لاس ورغلیو اسنادو کې هغه موضوعات هم افشا شوي چې کاناډايي چارواکو له طالبانو سره پرې خبرې کړي دي.

ارشيف
ارشيف

د یوه سند پر اساس، سپرول ویلي چې، طالبانو وړاندیز وکړ چې بهرني حکومتونه له ښځو سره مرستې ته لېواله دي نو دوی دې ۲ سوه زره ښځینه ښوونکو ته، چې ۲۸ زره یې په کابل کې دي معاش ورکړي.

ده دا هم ویلي، طالبانو په کابینه کې د ښځو نه‌شتون ستونزه بللې خو هغه یې وړه ستونزه ګڼلې ده.

له طالب مشرانو سره د کاناډا د حکومتي چارواکو د کتنو موضوع له دې کبله د پام وړ ده چې د دغه هېواد د بشري مرستو مؤسسو په ځلونو له حکومت څخه غوښتي چې په هغه قانون کې بدلون راوړي چې له افغانانو سره د دوی د بشري مرستو مخه نیسي.

د دوی په وینا د کاناډا قوانین له افغانانو سره د مرستو مخه نیسي او باید په دغو قوانینو کې د یو شمېر نورو لوېدیځو هېوادونو په شان بدلون راوړل شي.

د کاناډا د سور صلیب او امینسټي انترنشنل په ګډون ۱۸ خیریه مؤسسو ویلي، د کاناډا حکومت چې د طالبانو رژیم منزوي کوي، د بشري مرستو لپاره د لارو په موندلو کې تر خپلو سیالانو شاته پاتې شوی دی.

دوی همدا راز ویلي چې د کاناډا له لوري بندیزونه په افغانستان کې د بشري ناورین د مخنیوي لپاره د هڅو خنډ کېږي.

د ملګروملتو په شان د نړیوالو ټولنو له اټکلونو سره سم ۲۳ میلیونه افغانان د خوراکي موادو له کمښت سره مخامخ دي او روغتیايي خدمات او اقتصاد د سقوط په درشل کې دي.

XS
SM
MD
LG