د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۰

ټام وېسټ: په افغانستان کې د هر ډول ننګونو پر وړاندې پیاوړي یو


د افغان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازي ټام وېسټ
د افغان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازي ټام وېسټ

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام وېسټ ویلي، په افغانستان کې له خپلو متحدانو سره په ګډ کار کې د هر ډول ننګونو په وړاندې پیاوړي دي.

ټام وېسټ جاپان ته خپل دوه ورځنی سفر ګټور بللی او ویلي یې دي چې په دې سفر کې یې د جاپان له چارواکو سره په افغانستان کې د بشري مرستو، بشري حقونو او سیاسي ډيالوګ په اړه خبرې کړې دي.

ټام وېسټ نن د ډېسمبر ۳مه پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي دي چې د جاپان له مرسته کوونکې ادارې جایکا سره‌یې هم په افغانستان کې د مرستو رسولو په اړه خبرې کړې دي.

وېسټ ډاډ ورکړی چې په افغانستان کې له خپلو متحدانو سره په ګډ کار کې د هر ډول ننګونو په وړاندې پیاوړي دي.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي تر دې مخکې ویلي و چې د ډسمبر له لومړۍ تر اتمې نېټې پورې به جاپان، هند او متحده عرب اماراتو ته سفر وکړي او هلته به د کوربه هېوادونو له چارواکو سره په افغانستان کې د بشري مرستو، د نجونو او ښځو له زده‌کړو او بشري حقونو څخه د ملاتړ او د سیاسي ډیالوګ د رامنځته کېدو په برخه کې همغږي رامنځته کړي.

شنونکی اسحاق اتمر وايي، جاپان، هند او متحده عرب اماراتو ته د نورو سیاسي مسایلو ترڅنګ به د ټام وېسټ د سفر ډېر تمرکز په افغانستان کې د بشري بحران د مخنیوي لپاره د دې هېوادونو د مرستو په راجلبولو وي.

سیاسي شنونکی اسحاق اتمر
سیاسي شنونکی اسحاق اتمر

اتمر ازادي راډيو ته وویل: "د افغانستان په مسایلو کې جاپان هم شامل دی او ټام وېسټ به په دې سفر کې جاپاني مقاماتو ته تازه او وروستي معلومات ورکړي وي. هند او متحده عرب امارت هم هغه هېوادونه دي چې هلته افغانان په‌کې ډېر زیات دي او په دې خاطر چې ټام وېسټ د هغوی نظر واوري، سفر به‌یې د افغانستان په وضعیت بې‌تاثیره نه‌وي."

که څه هم معلومه نه‌ده چې ټام وېسټ به په دې سفرونو کې له افغانانو سره هم وګوري که نه، خو اتمر زیاتوي، دا چې جاپان، هند او متحده عرب اماراتو مخکې هم له افغانستان سره ښې اړیکې درلودې او ډېرې مرستې یې کولې، په دې خاطر د امریکا متحده ایالات غواړي چې دوی خپلو مخکېنیو مرستو ته دوام ورکړي.

ټام وېسټ داسې مهال دې درېیو هېوادونو ته سفرونه کوي چې دننه په افغانستان کې طالبانو پر ښځو او رسنیو خپل محدودیتونه لا ډېر کړي دي، هغه څه چې نړیواله ټولنه‌یې د لرې کېدو غوښتنه کوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG