د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۹:۰۳

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي ماموریت تمدید شو

د ملګروملتونو د بشری حقونو شورا
د ملګروملتونو د بشری حقونو شورا

د ملګرو ملتونو د بشری حقونو شورا په افغانستان کې د دې شورا د ځانګړي راپور ورکوونکي ماموریت د یوه بل کال لپاره تمدید کړ.

په افغانستان کې د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بینیت ماموریت د یوه بل کال لپاره تمدید شو.

د ملګرو ملتونو د بشری حقونو د شورا په غونډه کې چې بیګا په ژنیو کې جوړه شوه، د ښاغلي بینیت په ماموریت کې دوه نوي مسوولیتونه چې یو د ماشومانو د حقونو لپاره کار او بل په افغانستان کې له بشري حقونو د سرغړونو ثبتول او د بشري حقونو نړیوالې شورا ته د هغو وړاندې کول هم ورزیات شول.

په افغانستان کې د بشري حقونو په چارو کې د ملګروملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارد بینیت
په افغانستان کې د بشري حقونو په چارو کې د ملګروملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارد بینیت

په افغانستان کې د بشري حقونو د اندېښنې وړ وضعیت په اړه د بېګانۍ غونډې د پرېکړه لیک مسوده اروپايي ټولنې جوړه کړې وه چې امریکا، بریتانیا، جاپان او د اروپايي ټولنې د غړو په ګډون نورو هېوادونو یې ملاتړ وکړ.

په دې غونډه کې د بشري حقونو په شورا کې د افغانستان استازي نصیراحمد اندېشه وویل چې د افغانستان وضعیت د اندېښنې وړ دی.

هغه پر نړیوالو غږ وکړ چې دې موضوع ته پاملرنه وکړي.

د بشري حقونو په شورا کې د افغانستان استازی نصیراحمد اندېشه
د بشري حقونو په شورا کې د افغانستان استازی نصیراحمد اندېشه

اندېشه زیاته کړه: "د طالبانو له خوا په پوځي زور د افغانستان د نیولو له کبله مو هېواد د ورانیو له یوه نوي پړاو سره مخامخ شوی. نه یوازې هغه بنسټونه له منځه ولاړل چې د ډیموکراسۍ ملاتړ یې کاوه بلکې د ښځو، نجونو او اقلیتونو حقوق، حتی زموږ قومي تنوع او ملي وحدت له ناورین سره مخامخ شول."

د ملګروملتونو د بشري حقونو شورا اوسمهال ۴۷ غړي لري چې له دې ډلې ۲۹ هېوادونو د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ځانګړي استازي د ماموریت د تمدید په پلوي مثبتي رایې ورکړې، خو د افغانستان دوو ګاونډیو پاکستان او چین د ریچارډ بینیت د ماموریت د تمدید طرح رد کړه.

د چین استازي استدلال وکړ چې باید د طالبانو حکومت خپل کار ته پرېښودل شي.

د چین د استازي په وینا د طالبانو له حکومت سره د ځینو هېوادونو مخالفت په افغانستان کې د بحران باعث شوی.

چین همداراز د افغانستان بانک د کنګل شویو شتمنیو د آزادیدو غوښتنه هم وکړه.

د بشري حقونو په شورا کې د پاکستان استازي وویل چې په افغانستان کې لاهم د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره فرصت شته.

د دې پاکستاني ډيپلومات په وینا د بینیت د ماموریت تمدید د افغانستان ستونزې نه شي حل کولای.

خو بریتانیا د بینیت د ماموریت د تمدید هرکلی وکړ او استازي یې وویل چې په افغانستان کې روان بشري وضعیت د اندېښنې وړ دی ځکه نجونې، ښځې او اقلیتونه په تېره هزاره ګان له جدي ستونزو سره مخامخ دي.

د بشري حقونو په شورا کې د امریکا استازې میشتل ټایلر له طالبانو وغوښتل چې نجونو او ښځو ته د درناوي پر ژمنه عمل وکړي.

ټایلر وویل: "موږ له نړیوالې ټولنې سره په ګډه له طالبانو غواړو چې د ټولو افغانانو بشري حقونو ته د درناوي لپاره پر خپلو ژمنو عمل وکړي او ټول لګېدلي محدودیتونه لیرې کړي."

بشري حقونو ته درناوی او د یوه ټولشموله حکومت جوړول له طالبانو سره د تعامل لپاره د نړیوالو مهمې غوښتنې دي خو د طالبانو پر سرپرست حکومت په پرله پسې ډول انتقاد کېږي چې په دې دوو برخو کې یې هېڅ اقدام نه دی کړی.

This item is part of

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG