د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۰

ملګرو ملتونو افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه ځانګړی راپور ورکوونکی وټاکه


د بشري حقونو د څرنګوالي او څارنې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی یا راپور ورکوونکی ریچارد بنیټ
د بشري حقونو د څرنګوالي او څارنې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی یا راپور ورکوونکی ریچارد بنیټ

داسې مهال چې په افغانستان کې د طالبانو اوسنۍ واکمني، د بشري حقونو په نقض او تر خوا یې پر ښځو د بې‌مسؤلیته محدویتونو له امله تر سختو نیوکو لاندې ده، ملګرو ملتونو په دې هېواد کې د بشري حقونو د څرنګوالي او څارنې لپاره ځانګړی استازی ټاکلی دی.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په خپله ۴۹مه کلنۍ غونډه کې ریچارډ بنیټ ګمارلی، څو په افغانستان کې بشري حقونه وڅېړي، ترې څارنه وکړي او د اوسني وضعیت په اړه‌یې راپور ورکړي.

ریچارډ بنیټ هم پر دې دنده خوښي ښودلې او پر خپله ټویټرپاڼه‌یې لیکلي: "زه به د افغان ښځو، ماشومانو او نارینه‌وو د انساني حقونو د خوندیتوب لپاره غږ پورته کړم او له ټولو شریکانو سره به په ګډه او په پوره ژمنتیا کار وکړم."

واک ته د طالبانو له دوهم ځلي رسېدو وروسته، په افغانستان کې نږدې هره ورځ د بشري حقونو د نقض راپورونه خپرېږي.

په راپورونو کې د دې نقض لویې بېلګې، پر ښځو محدودیت، له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو بندول، د خلکو خصوصي حریم ته سپکاوی او ان د پخوانیو نظاميانو شکنجه او وژل ښودل کېږي.

خو له دې ټولو سره سره، طالبان وايي حکومت‌یې د بشري حقونو خوندیتوب ته ژمن دی.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد
د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د ځانګړي راپور ورکوونکي په توګه د ریچارډ بنیټ ګمارنې ته په اشارې ازادي راډیو ته وویل: "په افغانستان کې بشري حقونه تر هغه حده تأمین دي چې د اسلام دین کې منل شوي. هغه ټولو خلکو ته ورکړل شوي. البته که څوک‌یې د څار لپاره هم وي، موږ ستونزه نه‌لرو."

اوس‌مهال د ملګرو ملتونو له‌خوا په افغانستان کې د بشري حقونو د خوندیتوب لپاره د ځانګړي راپور ورکوونکي په توګه د ریچارډ بنیټ ګمارنه لوی ګام یادېږي، خو اندېښنه له دې ده چې ایا ښاغلی بنیټ به وشي کولای د طالبانو په شتون کې د افغانانو د انساني حقونو اوسنی وضعیت مستند کړي؟

داسې هیلې هم شته چې د بشري حقونو په برخه کې د ښاغلي بنیټ ۳۰ کلنه کاري تجربه به مرسته وکړي چې هغه وشي کولای د افغانانو غږ پورته کړي.

د ریچارډ بنیټ ګمارنې ته په افغانستان کې د ښځو، نجونو او بشري حقونو په برخه کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړې استازې رینا امیري هم خوښي ښودلې.

مېرمن امیري په خپله ټویټرپاڼه لیکلي: "دا ګمارنه په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت او ترې د څارنې او مستند جوړونې لپاره حیاتي ده. اړینه ده چې ریچارډ ټول هېواد او ټولو افغانانو ته نامحدوده لاسرسی ولري."

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د معلوماتو پر بنسټ، د بشري حقونو د وضعیت په اړه ځانګړي راپور ورکوونکي د دې سازمان خپلواکه متخصصین دي چې د یوه هېواد یا یوې مشخصې موضوع په اړه د راپور ورکولو او مشورې واک لري.

دا راپور ورکوونکي بې له کوم امتیازه د درې کلونو لپاره ټاکل کېږي او د دندې د بیا تمدید امکان‌یې هم شته.

XS
SM
MD
LG