د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۵

امريکا: د سوله‌ييز راتلونکي لپاره بايد افغانان خپلو کې مذاکرات وکړي


د امريکا بيرغ
د امريکا بيرغ

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت وايي د افغانانو د سوله‌يیز راتلونکي لپاره خبرې اترې تر ټولو غوره فرصت دی خو د دې وزارت په خبره د خبرو څرنګوالی باید خپله افغانان وټاکي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو ویاند ازادي راډیو ته برېښنالیک کې د یوې پوښتنې په ځواب کې لیکلي: "ډیالوګ یا خبرې اترې تر ټولو ښه فرصت دی چې له لارې یې افغانان یو سوله‌يیز راتلونکی ولري، د دې خبرو څرنګوالی به د افغانانو له لوري ټاکل کېږي خو د امریکا متحده ایالات ټول افغانان چې په افغانستان کې دننه یا بهر دي، هڅوي چې د خپل هېواد د مسایلو او ننګونو په اړه، یو بل سره سخت بحثونه وکړي."

"ډیالوګ یا خبرې اترې تر ټولو ښه فرصت دی چې له لارې یې افغانان یو سوله‌يیز راتلونکی ولري"

د بهرنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړه، شاژادفیره ډېکر او ټیم به یې له هغو افغانانو سره چې مدني فعالان، خبریالان، د خصوصي سکتور، د بشري حقونو فعالان او د عامه خدماتو کار کوونکي په‌کې شامل دي او په تېرو ۲۰ کلونو کې د متحده ایالاتو د حکومت متحدین وو، هم وغږېږي.

کرن ډېکر
کرن ډېکر

د نوموړي په وینا مېرمن ډېکر ژمنه ده چې په افغانستان کې دننه له افغانانو سره هم د هغو مسایلو په اړه وغږېږي چې د افغانانو او امریکا لپاره مهم دي او هغه ټول نظریات واوري چې یو سوله‌يیز افغانستان ملاتړ کوي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې د افغانستان لپاره د متحده ایالاتو سرپرسته سفیره کرن ډیکر ترکیې ته تللې وه او هلته يې د افغانستان په اړه له بېلابېلو لوریو سره خبرې وکړې.

اغلې ډيکر پر خپل ټویټر لیکلي وو، ترکیې ته دې لپاره تللې چې په هغه هېواد کې له مېشتو افغان سیاستوالو، مېرمنو، خبریالانو، مدني فعالانو، د بېلابېلو قومونو استازو او نورو اړخونو سره د افغانستان د روان وضعیت په اړه خبرې وکړي.

هڅه مو وکړه چې په دې اړه د طالبانو د حکومت نظر هم ولرو خو ویاند يې ذبیح الله مجاهد د دې راپور تر خپرېدو زموږ پوښتني نه‌دي ځواب کړي.

د تېر جمهوري نظام له یو شمېر چارواکو او سیاستوالو سره هم په اړیکو نیولو ونه توانېدو خو تېر حکومت د بهرنیو چارو وروستي وزیر محمد حنیف اتمر درې ورځې وړاندې ABN په نوم د یو ټلوېزیوني شبکې سره په ځانګړې مرکه کې ویلي وو، که طالبان بین‌الافغاني خبرو ته غاړه کښېنږدي، هېواد به نور هم د بربادۍ پر لور لاړ شي.

ښاغلي اتمر په دې مرکه کې د طالبانو تېرې واکمنۍ ته په اشارې سره وویل، که طالبان د یوه توافق له لارې د افغانستان او نړۍ ګټې خوندي نه‌کړي، بدمرغي افغانستان ته راتلونکې ده.

حنيف اتمر
حنيف اتمر

له دې وړاندې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام وېسټ د افغانستان له پخواني جمهور رئیس حامد کرزي سره په ټلیفوني خبرو کې ویلي وو، د خپل هېواد د راتلونکي په اړه د افغانانو ترمنځ د یوه رښتیني ملي ډیالوګ د پیل لپاره بېړنۍ اړتیا ده.

پر افغانستان د طالبانو د بیاځلي واکمنۍ نږدې څوارلس میاشتې تېریږي خو د دوی حکومت تر اوسه د هیڅ هېواد له‌خوا په رسمیت نه‌دی پېژندل شوی.

د یو ټولشموله حکومت جوړول، ښځو ته په واک کې ونډه او بشرحقونو ته درناوی د نړیوالو غوښتني دي.

خو د طالبانو حکومت ویلي دي چې حکومت يې ټولشموله دی، د بشر حقونو ته درناوی لري او د خوندي چاپیريال له رامنځته کېدو وروسته به مېرمنو ته د کار کولو اجازه هم ورکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبان د ښځو د حقونو په برخه کې د ژمنو په نه عملي کولو هم تورن دي.

XS
SM
MD
LG