د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۹

د چين دوه ورځنۍ غونډه؛ افغانستان کې روان وضعیت ته د حل‌لارې پر موندلو تمرکز کېږي


د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي او د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي
د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي او د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي

چین به نن او سبا د افغانستان په اړه د یوې سیمه‌ییزې غونډې کوربه وي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، په دې غونډه کې به د سیمې د هېوادونو استازي پر دې تمرکز وکړي چې په څه ډول کولای شي په افغانستان کې روان وضعیت ته حل‌لارې ومومي.

دې غونډې ته د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران یا استازي او د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي بلل شوي دي.

د چین د بهرنیو چارو د وزیر وانګ یي په کوربه‌توب دې غونډه کې به د پاکستان، ایران، روسیې، تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیران یا استازي ګډون کوي.

د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاند وانګ وینبین پرون په یوه خبري غونډه کې وویل چې په دې غونډه کې به په افغانستان کې روان وضعیت وارزول شي او ورته حل‌لارې ولټول شي.

دی زياتوي: "تمه لرو چې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو په درېیمه غونډه کې به د افغانستان د مسئلې د ټولو خواوو د اجماع د ټینګښت لپاره د یوه ګډ اقدام لپاره ځواب ترلاسه شي. همدارنګه به نړیواله ټولنه تشویق کړو چې د یوه سوله‌ییز افغانستان لپاره د رغونې هڅې زیاتې کړي. هیله‌من یو چې افغانستان ډېر ژر سولې، ثبات او پرمختګ ته ورسېږي."

د وانګ وينبين په خبره د افغانستان وګړي په اوس وخت کې له سختو کورنیو او بهرنیو ننګونو سره مخامخ دي او د نړیوالو ملاتړ ته اړتیا لري.

په دې غونډه کې به د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي هم ګډون وکړي او د قطر او اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیران هم د ځانګړو مېلمنو په توګه دې غونډې ته وربلل شوي دي.

د روېټرز خبري اژانس د راپور له مخې دغه‌راز به د دغې دوه ورځنۍ غونډې په ترڅ کې د افغانستان لپاره د امریکا، روسیې، پاکستان او چین ځانګړي استازي هم په یوه غونډه کې ګډون وکړي، خو امریکایي چارواکو او په چین کې د امریکا سفارت په دې غونډه کې د ټام وېسټ د ګډون مسئله تر اوسه نه‌ده تأیید کړې.

له چین مخکې تېر کال پاکستان او ایران هم د افغانستان په اړه د دوو دا ډول غونډو کوربانه وو.

چین چې د طالبانو له سرپرست حکومت سره ښې اړیکې لري، یوه اندېښنه‌یې په اویغور مسلمانانو پورې تړلې چې پر ضد یې د افغانستان له خاورې څوک ملاتړ ونه‌کړي، خو طالب چارواکو د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي ته چې تېره اوونۍ یې له کابل څخه کتنه ترسره کړه، ډاډ ورکړ چې د افغانستان له خاورې به چین ته هېڅ ګواښ متوجې نه‌شي.

XS
SM
MD
LG