د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۵

د اسلامي همکاریو سازمان غونډه کې د طالبانو حکومت استازي کومې لاسته راوړنې درلودې؟


د اسلامي همکاریو د سازمان غونډه کې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي
د اسلامي همکاریو د سازمان غونډه کې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت وایي د دغه وزارت سرپرست امیر خان متقي د افغانستان په اړه د اسلامي همکاریو سازمان د ناستې په څنډه کې د یو شمېر اروپایي هېوادونو، نړیوالو سازمانونو او د اففانستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي سره لیده کاته کړي او د افغانستان لپاره‌یې د بشري مرستو په راټولولو ټینګار کړی دی.

امیر خان متقي د یو پلاوي په مشرۍ له تېرو دوو ورځو راهیسې د اسلامي همکاریو سازمان په نړیوال کنفرانس کې د ګډون لپاره اسلام‌اباد ته تللی و چې نن دوشنبه بېرته کابل ته ستون شو.

د طالبانو حکومت د بهرنيو چارو وزارت د ستراتېژيکو مطالعاتو د مرکز مشر ولي‌الله شاهین چې له ښاغلي متقي سره په دې سفر کې و کابل ته د بېرته راستنېدو پر مهال ازادي راډیو ته وویل چې د دې لیدو کتو په ډېرو برخو کې د بشري مرستو په اړه خبرې شوې دي.

شاهین وویل: "متعدد لیده کاته ترسره شول چې په هغه کې د اروپایي هېوادونو ځینو استازو، د اسلامي هېوادونو ځینو چارواکو سره خصوصي مجلسونه ترسره شول په ټوله کې د بهرنیو چارو د وزیر دغه سفر له لاسته راوړنو ډک و، نړیوال په ځانګړې توګه د اسلامي هېوادونو ځیني چارواکي دې ته لېواله شول چې له افغانستان سره بېړنۍ بشري مرستې وشي."

ولي الله شاهین وویل چې د دې لېدو کتو په ډېرو برخو کې د بشري مرستو په اړه خبرې شوې
ولي الله شاهین وویل چې د دې لېدو کتو په ډېرو برخو کې د بشري مرستو په اړه خبرې شوې

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي هم په خپله ټویټرپاڼه په څو پرله‌پسې ټویټونو کې لیکلي چې امیر خان متقي د ملګرو ملتونو سازمان د بشري مرستو لپاره د سرمنشي مرستیال مارتین ګریفيټس، د افغانستان لپاره د امريکا د ځانګړي استازي ټام وېسټ، د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان، د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال حاجي وفا، افغانستان لپاره د او ای سي ځانګړي استازي او په کابل کې د ياد سازمان نوي ټاکل شوي سفير طارق علي بخيت، د افغانستان د چارو لپاره د سعودي عربستان کاري ځواک مشر د پالېسۍ او پلان جوړونې مرستيال عبدالله خالد السعود او مل هيئت سره وکتل.

ښاغلي بلخي لیکلي چې له یاد چارواکو او استازو سره په لیدو کتو کې د افغانستان لپاره د بشري مرستو پر راټولولو، سیاسي او سوداګریزو اړیکو، د طالبانو پر حکومت د نړیړالو د بندیزونو لیرې کولو او د افغانستان د کنګل شویو پیسو د خلاصون په اړه بحثونه شوي دي.

نوموړي لیکلي چې په ټولو دغو لیدو کتو کې له ښاغلي متقي سره د همکاریو او بشري مرستو د رسولو ژمنې شوې دي.

په ورته وخت کې د نړیوالو اړیکو ځیني افغان کارپوهان په دې باور دي چې د افغانستان اوسنیو شرایطو ته په کتو به دغه ډول ناستې مؤثره تمامې شي.

له دې ډلې د افغانستان د ستراتېژیکو مطالعاتو مرکز د نړیوالو اړیکو مشر هاتف مختار ازادي راډیو ته په دې اړه وویل: "امیر خان متقي سفر پاکستان ته داسې مهال وشو چې دا مهال هېواد کې اقتصادي ناورین موجود دی او خلک د معيشت له سختو ستونزو سره مخ دي، که څه هم اسلامي امارت هڅه وکړه چې ښه پیغام وړاندې کړي، خو وبه لیدل شي چې په راتلونکي کې د «OIC» غړي هېوادونه خپلې ژمنې څومره پر ځای کوي."

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر او د نړیوالو سازمانونو او هېوادونو د استازو ترمنځ داسې مهال افغانستان ته پر بشري مرستو رسولو، سیاسي او اقتصادي اړیکو خبرې او اترې شوي چې د روان کال د اګسټ میاشتې له ۱۵مې نېټې له کله چې پر افغانستان طالبانو واکمن شوي په دغه هېواد کې اقتصادي کړکېڅ رامنځته او د نړیوالو مرستې بندې او اقتصادي اړیکې زیانمنې شوې دي.

خو وروستۍ یوه میاشت د ملګرو ملتونو ترڅنګ یو شمېر هېوادونو د افغانستان له خلکو سر په بېلابېل ډول بشردوستانه مرستې کړي چې ویل کېږي پر یو شمېر اړمنو وېشل شوي هم دي.

XS
SM
MD
LG