د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۴

د اندونیزیا غونډه؛ د افغانانو ترمنځ دې خبرې پیل او د نجونو ښوونځي دې پرانیستل شي


په اندونیزیا کې د افغانستان د نجونو او ښځو د زده‌کړو په اړه د جوړ شوي کنفرانس انځور
په اندونیزیا کې د افغانستان د نجونو او ښځو د زده‌کړو په اړه د جوړ شوي کنفرانس انځور

یو ځل بیا په یوه نړیواله غونډه کې د طالبانو له‌خوا پر افغان نجونو او ښځو د لګول شویو بندیزونو او محدویتونو د لیرې کولو غوښتنه!

د افغان ښځو د تعلیم په اړه نړیوال کنفرانس کې چې پرون د اندونیزیا او قطر په ګډه مشرۍ په بالي کې جوړ شوی و، په دې ټینګار شوی چې په افغانستان کې یوې‌ تلپاتې سولې، ثبات او سوکالۍ لپاره باید د افغانانو ترمنځ خبرې پیل شي.

خو د دې کنفرانس په ګډه اعلامیه کې چې پرون ناوخته د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزارت خپره کړه، د افغانستان د سولې او ثبات په برخه کې د نجونو او ښځو ونډه کلیدي بلل شوې او زیاتوي، په ټولنه کې د دوی د بشپړ، مساوي او معنی لرونکي ګډون سره به افغانستان وکولای شي خپل بشپړ ظرفیت ته ورسېږي.

په دې کنفرانس چې د امریکا، نیوزیلنډ، ناروې، متحده عربي اماراتو او پاکستان په ګډون د شااوخوا ۲۰ هېوادونو او يو شمېر نړیوالو سازمانونو استازو ګډون کړی و او دا یې منلې چې اوس‌مهال په افغانستان کې ښځې او نجونې زده‌کړو، روغتیايي اسانتیاوو، سفر او کاري فرصتونو په برخه کې له ننګونو سره مخ دي.

د دې کنفرانس ګډو‌ن‌والو ویلي، د طالبانو له‌خوا په افغان نجونو او ښځو وروستیو لګول شویو محدویتونو او بندیزونو افغان نجونې او ښځې اغېزمنې کړي.

د افغان ښځو د تعلیم په اړه نړیوال کنفرانس کې ګډون کوونکو هېوادونو خپله اعلامیه کې له طالبانو غوښتي چې د افغان ښځو او نجونو د ژوند د ښه‌والي او د زده‌کړې د حق په ګډون د هغوی د بنسټیزو حقونو د خوندیتوب په برخه اړین ګامونه پورته کړي.

تر خوا یې د افغان ښځو او نجونو لپاره د کاري فرصتونو د پراخولو او لاسرسي لپاره باید جدي هڅې او کوټلي ګامونه واخیستل شي.

د دې کنفرانس د غوښتنو په اړه د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل:
"د هغوی غوښتنې د افغانستان له اوسني حالت سره د تطبیق وړ نه‌وي. مثلاً دوی د ډیالوګ خبره کوي، موږ دلته ډیالوګ لرو، خو په هغه بڼه نه چې دوی یې وړاندیز کوي، بلکې په هغې بڼه چې موږ او افغانان یې حس کوو. د ځینو نورو مسایلو د حل په چارو هم بوخت یوو."

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد
د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد

واک ته د طالبانو له بیا ځلي رسېدو وروسته، دوی له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي وتړل، د روغتیا او پوهنې وزارت پرته یې په ټولو دولتي ادارو کې یې ښځې له کار منع کړې، په نجونو او ښځو یې مخ پټول اجباري کړل، له محرم پرته یې د ښځو په سفر بندیز ولګاوه، له سیاسي او ټولنیز مشارکت یې محرومه کړې، تفریحي پارکونو، ښاري ښځینه حمامونو او سرپټو لوبغالو ته یې هم د ښځو د ورتلو مخه ونیوله.

د دغو محدودیتونو وروسته د طالبانو دغو کړنو په کور دننه او بهر پراخ غبرګونونه راوپارول، خو طالبان لا هم له خپلو دې پرېکړو په شا شوي نه‌دي.

د افغان ښځو د تعلیم په نړیوال کنفرانس کې د افغان نجونو او ښځو په وضعیت داسې مهال بحث کېږي چې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان عالي کمېشنرۍ هم په افغانستان کې د ښځو او نجونو په اوسني حال ژوره اندېښنه ښودلې.

د دې ادارې د اسټرالیا څانګې نن سهار په خپله رسمي ټوېټرپاڼه لیکلي، په افغانستان کې د ښځو په سفر د محدودیتونو په ګډون، کار او زده‌کړو ته د دوی لاسرسی له لوړ ګواښ سره مخ دي، هغه څه چې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ له قوله، د افغان نجونو او ښځو په خوندیتوب او هوساینې اغېزه کوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG