د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۴

طالبان: امریکا سره 'هوکړې' ته ژمن یو، خو د افغانستان امنیت شورا یې اغېزمن نه ګڼي


په دوحه کې د طالب استازو او امریکا ترمنځ شوی تړون
په دوحه کې د طالب استازو او امریکا ترمنځ شوی تړون

طالبانو له امریکا سره د کب يا حوت د لسمې د فبرورۍ د ۲۹ مې هوکړې د لومړۍ کلیزې په مناسبت اعلامیه کې ویلي چې د ځیني عملي نیمګړتیاوو سره-سره هوکړه مثبت لوري ته روانه ده، هغه هوکړه چې د افغانستان شورا ډېر مؤثره نه ګڼي.

د طالبانو له لوري د یکشنبې(د کب ۱۰مه) په ورځ په خپره شوې، اعلامیه کې راغلي چې د توافقنامې د عملي کېدو په وسیله باید د وضعیت د ښه والي لپاره کار وشي.

د طالبانو سیاسي مرستیال ملا برادر اخند
د طالبانو سیاسي مرستیال ملا برادر اخند

د طالبانو سیاسي مرستیال او د سیاسي دفتر د مشر ملا برادر اخند هم د هوکړې د لومړۍ کلیزې په مناسبت رسنیو ته په استولي پيغام کې ویلي: "د افغانستان اسلامي امارت لکه څنګه چې د توافقنامې د لاسلیکولو پر مهال د هغې د محتویاتو د عملي کولو تعهد کړی، تر پایه خپل تعهد ته ژمن او له مقابل لوري هم د ورته عمل غوښتنه لري، که د توافقنامې دواړه لوري په خپل وخت له دې فرصته استفاده وکړي، تمه ده چې مثبتې پایلې به ولري."

د دوحې د هوکړې د يوکلنۍ په تړاو د طالبانو له خوا په خپره شوې اعلاميه کې یادونه شوې چې د قطر، امنیت شورا او ټول هغه هېوادونه او بین المللي څارونکي چې د دوحې د هوکړې د لاسلیک په مراسمو کې برخه وال وو،د یادې توافقنامې د بشپړ عملي کېدو مسؤلیت لري چې باید ترسره یې کړي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند رحمت الله اندړ
د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند رحمت الله اندړ

خو د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند رحمت الله اندر رسنیو ته په استولي ویډیويي پیغام کې ویلي چې د دوحې په تړون کې د افغانانو د هیله مندي لپاره څه نشته.

ښاغلي اندړ زیاته کړه: "افغانانو چې د دوحې له تړونه د سولې او امنیت اړوند کوم توقعات لرل، نه دي ترلاسه کړي، دغه تړون تر اوسه یوازې له امریکا سره اوربند یقیني کړی، له افغانانو سره اوس هم یوازې د طالب رابطه یوازې تر قتله محدوده ده، په تمه وخت ضایع شوی، افغانانو ته درانه ځاني او مالي تلفات اوښتي او په ټوله کې افغانستان تخریب شوی دی."

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا بیا وايي چې د دوحې تړون د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ مخامخ مذاکراتو ته زمینه برابره کړه.

د دغې شورا ویاند فریدون خوځون ازادي راډیو ته په استولي ویډیويي پیغام کې وايي، چې له یوه کال وروسته اوس هم هیله مند یو چې د سولې لپاره رامنځته شوی فرصت ضایع نه شي، مذاکرات جدي تعقیب شي، څو په خبره یې افغانستان کې ټول منلی سیاسي جوړ جاړی رامنځته شي.

فریدن خوځون وايي،د دوحې تړون د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ مخامخ مذاکراتو ته زمینه برابره کړه.
فریدن خوځون وايي،د دوحې تړون د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ مخامخ مذاکراتو ته زمینه برابره کړه.

طالبان په داسې حال کې د دوحې د هوکړې پر بشپړ عملي کېدو ټینګار کوي چې دغې ډلې په دې اړه انتقادونه کېږي چې د یادې هوکړې پر بنسټ یې په تاوتریخوالي کې کمی نه دی راوستی.

افغان حکومت او د امریکا په ګډون نړیوالې ټولنې په افغانستان کې د تاوتریخوالي په زیاتېدو تل اندېښنه ښودلې، خو طالبانو تازه یو ځل بیا ويلي چې د یادې هوکړې پر بنسټ دوی په خپلو عملیاتو کې د پام وړ کموالی راوستی دی.

د طالبانو په اعلامیه کې ټینګار شوی چې د بین الافغاني مذاکراتو د روانې پروسې د چټکتیا لپاره باید عملي ګامونه واخېستل شي او پاتې ځواکونه هم باید له ټاکلي وخت سره سم له هېواده ووځي.

دا په داسې حال کې ده چې جوبایډن په مشرۍ د امريکا نوي حکومت دا خبره هم کړې چې طالبانو سره د سولې په هوکړه به بيا کتنه کوي.

د يادونې وړ ده چې د جنورۍ مياشتې په شپږمه نېټه په قطر کې دوهم پړاو بین الافغاني مذاکرات پیل شول، خو د دواړو پلاو ترمنځ ناستې پڅې، ټکنۍ او د لنډ مهالي لپاره په ټپه ولاړې وې، خو یوه اوونۍ وړاندې یو ځل بیا د دواړو لوريو مرکچي پلاوو په خپلو کې په دې توافق وکړ چې خبرو ته به دوام ورکوي.

XS
SM
MD
LG