د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانې چې دا مهال په افغانستان کې دي وايي، ورځ تر بلې په کور دننه د افغان نجونو او ښځو لپاره د عدالت غوښتنې غږونه مخ په ټپېدو دي.
دوی چې واک ته د طالبانو له بیاځلي رسېدو وروسته، څو ځل سړکونو او واټونو ته راوتي او د نجونو او ښځو لپاره یې د زدهکړو، کار او برابرۍ لپاره غږ پورته کړ وايي، اوس تر دې کچې تر فشار لاندې دي چې له کوره د وتلو حق هم ترې اخيستل شوی.
اوس یوازې په ټولنیزو رسنیو کې غږ پورته کېږي، خو نور څوک داسې جرات نهشی کولای چې له کوره ووځي."
د ښځو د حقونو یوه فعاله، چې نهغواړي د امنیتي ستونزو له امله یې نوم یې په راپور کې یاد شي ازادي راډیو ته یې وویل: "له کله چې طالبان معترضې مېرمنې نیسي او زنداني کوي یې، نور هیڅ مېرمنې حاضرې شوې نهدي چې له کوره ووځي او د ښځو لپاره عدالت وغواړي. اوس یوازې په ټولنیزو رسنیو کې غږ پورته کېږي، خو نور څوک داسې جرات نهشي کولای چې له کوره ووځي. زموږ د ډېرو کورنۍ موږ ته اجازه نه راکوي چې له کوره ووځو او عدالت وغواړو."
د ښځو د حقونو یوه بله فعاله چې دا هم نهغواړي د ورته ستونزې له امله یې نوم په راپور کې واخیستل شي هم وايي، طالبان هغه نجونې او ښځې ځپي چې د ښځو لپاره یې حق غواړي.
نوموړې وايي: "د افغانستان شرایط داسې شوي چې موږ نهشو کولای په لوړ غږ خپل حق وغواړو. هر چا چې غږ پورته کړی ځپل شوي. تاسې شاهدان یاست چې د مېرمن یعقوبي او نورو ښځو په څېر چې غږ یې پورته کړ، اوسني حکومت یوړې او اوس هم ورسره زنداني دي او معلومه نهده چې چېرې دي."
طالبانو واک ته له رسېدو وروسته، په ځلونو هغه معترضې نجونې او ښځې نیولي چې د ښځو لپاره یې د زدهکړو، کار او برابرۍ غوښتنه کوله.
له دوی ظریفه یعقوبي، د هغې خور او عالیه عزیزي، اوس هم د طالبانو په بند کې دي، خو د تمنا زریاب پریاني، پروانه ابراهیمخېل، نیلوفر یازان او نږدې ۲۰ نورې نجونې او ښځې د طالبانو لهخوا د ضمانت په بدل کې ازادې شوې.
افغانستان چې دلته د اسلامي ارزښتونو د ساتلو لپاره لویه مبارزه شوې ده."
یادو معترضو نجونې او ښځې وايي، د دوی د اعتراض او لاریونونو یوازینۍ موخه د افغان نجونو او ښځو لپاره د دوی د بنسټیزو حقونه غوښتل دي.
خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد بیا ازادي راډیو ته وویل، افغانستان کې نجونو او ښځو ته د اسلام په چوکاټ کې ټول حقونه ورکړل شوي دي.
نوموړی وايي: "ټول بشر د غرب له عینکو لیدل بې انصافي ده، اسلامي نړۍ د حقونو په اړه ځانګړی تعریف لري او بیا افغانستان چې دلته د اسلامي ارزښتونو د ساتلو لپاره لویه مبارزه شوې ده. دلته باید خلک حقوق د اسلام له زاویې مطالعه او له موږ یې غوښتنه وکړي."
ښاغلی مجاهد داسې مهال دا خبره کوي چې د ښځو زدهکړه او کار روزګار په اسلام کې منع شوی نهدی، خو طالبانو له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړلي او تر خوا یې له څو محدودو دولتي ادارو پرته، نورو ټولو کې نجونې او ښځې له کاره لېرې کړي دي.
دغه شان ګڼ نور محدودیتونه یې هم پرې لګولي دي.
په افغانستان کې دننه د نجونو او ښځو لپاره د عدالت غوښتنې په اړه خاموشي داسې مهال ده چې پرون بیا په لندن او کاناډا د افغان ښځو په ملاتړ پراخ لاریونونه وشول.
په لندن کې بیا د سولې لپاره د نوبل جایزې ګټونکې ملالۍ یوسفزۍ هم یوه لاریون کې ګډون وکړ او و ویې ویل، د نړۍ مشران باید غلي پاتې نه شي او د افغان نجونو او ښځو غږ واوري او ډېر څه ورته وکړي.
په افغانستان کې پر نجونو او ښځو د طالبانو د حکومت له خوا لګېدلې محدودیتونه وخت په وخت د نړیوالو سازمانونو او بېلابېلو هېوادونو له چارواکو له خوا هم غندل شوي او ورته غبرګون ښودل شوی.