د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۸

د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د له‌‌منځه وړلو ورځ افغان مېرمنو له خپل وخت مخکې نمانځلې


يو شمېر افغان مېرمنې، انځور - ارشيف
يو شمېر افغان مېرمنې، انځور - ارشيف

د نومبر ۲۵مه د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مبارزې نړیواله ورځ سږ کال په افغانستان کې، داسې مهال را رسیږي، چې طالبان په دغه هېواد واکمن او دوی افغان مېرمنې له خپلو ډېری لومړنیو حقونو بې برخې کړې کړې دي.

له دې محدودیتونو یو هم د ښځو پر غونډو، راټولېدونو او اعتراضونو محدودیتونه دي، چې له امله یو شمېر افغان ښځو دغه ورځ نن له خپل ټاکلې نېټې یوه ورځ مخکې په کابل کې ونمانځله.

د دې غونډې یوې جوړوونکې سودابې نژند ازادي راډیو ته وویل، په تېرو کلونو کې دا ورځ د هېواد په کچه د ګڼو مېرمنو، دولتي چارواکو، بشري سازمانونو او مدني ټولنو په ګډون نماځل کېدله، خو سږ کال د طالبانو له حکومت څخه په پټه کابو د څلوېښتو ښځو په راغونډېدلو سره جوړه شوه.

"نننی کنفرانس هم په پټه و، په داسې ځای کې چې د طالب له سترګو لرې و اوسو"

نوموړې وويل: "نننی کنفرانس هم په پټه و، په داسې ځای کې چې د طالب له سترګو لرې و اوسو، په ډېر محدویت سره مو مېرمنې راټولې کړې، ترڅو وکولی شو چې د دا شان غونډو له لارې خپل غږ نړیوالو ته، هغو نړیوالو ته چې موږ یې هېر کړي یو ورسوو."

طالبانو ډېر ځله د افغان ښځو د غونډو، اعتراضونو او لاریونونو مخه نیولې او په ځینو مواردو کې يې له ګډونکوونکو نجونو او ښځو سره له تاوتریخوالي ډک چلند هم شوی، چې طالب چارواکو بیا یا دا موارد رد کړي او یا یې په اړه هیڅ نه‌دي ویلي.

کابل کې د افغاان مېرمنو لاريون، انځور - ارشيف
کابل کې د افغاان مېرمنو لاريون، انځور - ارشيف

د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له‌منځه وړلو په مناسبت د جوړې شوې غونډې یوې ګډونکوونکې مېرمن چې ویې نه‌غوښتل د امنیتي ستونزو له امله یې، نوم په راپور کې خپور شي ازادي راډیو ته وویل، چې د طالبانو د حکومت له‌خوا ښځو ته اصلآ د بشر په سترګه نه کتل کېږي.

نوموړې وويل: "په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته افغان مېرمنې هغه بې برخلیکه ښځې دي چې هیڅ لاره نه‌لري، د ژوند کولو له‌پاره هیڅ ځای نه‌لري، له دې غونډې څخه زموږ موخه دا ده چې یو ځل بیا خپل غږ پورته کړو او یو ځل بیا له خپلو دردونو ووایو."

"په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته افغان مېرمنې هغه بې برخلیکه ښځې دي چې هیڅ لاره نه‌لري"

د غونډې ګډونوالو له ملګرو ملتونو، نړیوالې ټولنې او د بشري حقونو له سازمانونو څخه وغوښتل چې د افغان مېرمنو د حقونو د خوندیتوب په برخه کې جدي ګامونه واخلي.

د نومبر ۲۵مه نېټه د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مبارزې نړیواله ورځ ده، دا ورځ د لومړي ځل له‌پاره په ۱۹۹۹ کال د ملګرو ملتونو له‌خوا په رسمیت وپېژندل شوه.

د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له‌منځه وړلو مبارزه چې د کمپاین په بڼه ترسره کېږي شپاړلس ورځې یعنې تر لسم د ډسمبر پورې چې د بشري حقونو نړیواله ورځ ده دوام کوي.

لسګونه ښځې چې د خپلو کورنیو یوازنۍ سرپرستې دي
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:40 0:00

د یادونې ده، چې مېرمنې پر افغانستان د طالبانو په بیاځلي واکمنېدو سره د له خپلو ډېری حقوقو بې برخې شوې دي.

له شپږم ټولګي څخه د پورته ټولګیو نجونې لا هم له ښوونځي څخه منع دي او په اکثره رسمي او غیر رسمي ادارو کې مېرمنې کار ته نه پرېښودل کېږي.

دغه شان له شرعي محرم پرته د لري واټن سفر نه‌شي کوي او حجاب هم پرې اجباري شوی دی.

تفریحي پارکونو، ښځینه حمامونو او ورزشي کلبونو ته هم د دوی په تګ بندېز لګېدلی.

په افغان نجونو او ښځو د طالبانو دې محدودیتونو په کور دننه او بهر پراخ غبرګونونه هم راپارولي دي، خو له دې سره سره دوی په خپلو کړونو کې هیڅ ډول بدلون نه‌دی راويستی.

XS
SM
MD
LG