د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۸

په عام محضر کې د حدودو تطبيقول؛ د بشر د حقونو فعالانو غبرګونونه يې پارولي


طالب سرتېری، انځور - ارشيف
طالب سرتېری، انځور - ارشيف

د طالبانو د حکومت له لوري ورځ تربلې د سخت دریځه قوانینو زیاتېدو او دغه شان تېره ورځ په لوګر ولایت کې د شرعي حدودو په نوم په عام محضر کې د ۳ مېرمنو او ۹ نارینه وو په دُرو د وهلو، د بشر حقونو د فعالانو تند غبرګون راپارولی دی.

د بشري حقونو یو فعال خان ولي عادل ازادي راډیو ته وویل: "د دغه ډول سختو قوانینو تطبیقول چې د نړیوالو بشري قوانینو خلاف عمل دی، تطبیق کول یې نه د افغانستان او نه هم د افغانانو په ګټه دي، طالبان غواړي په دې کارونو ملت تر اغېز لاندې راولي، او په دې ډول خپل ټول قوانین پرې ومني، زه دا ډول پېښې غندم."

"دومره تاوتریخوالی او بې عدالتي چې په افغانستان کې د ټولنې د قشرونو په وړاندې موجوده ده، د دنیا په هیڅ ځای کې نه‌شته"

خدیجه محمد د ښځو او نجونو د حقونو یوه فعاله وايي، د طالبانو کړنو ته په کتلو ویلی شو، چې په افغانستان کې د بشري حقونو هیڅ ډول عدالت ټینګ نه‌دی.

نوموړې وايي: "دومره تاوتریخوالی او بې عدالتي چې په افغانستان کې د ټولنې د قشرونو په وړاندې موجوده ده، د دنیا په هیڅ ځای کې نه‌شته، او په ډېرې خواشینۍ سره چې په دغه هېواد کې اصلاً عدالت او د بشر حقونه نه‌شته، پوهېږم چې دوی له اسلام نه سم خبر نه‌دي او یا خو غواړي، چې اسلام بدنامه کړي."

د تېر جمهورې حکومت پر مهال د د بلخ ولایت د استناف محکمې قاضۍ نرګس حافدزاده چې اوس په امریکا کې ده د طالبانو له‌خوا د شرعي حدودو د تطبیق په اړه ازادي راډیو ته وویل: "حدود همغه احکام دي چې د شرع له‌خوا مشخص شوي، د جرم، تور او مجازاتو ډولونه هم مشخص دي، نن حاکمه ډله هر څه چې یې د خوښې او غوښتنې سره سم نه وي، د حد نوم ورکوي او خلکو سره برخورد کوي، چې دې ته مونږ حدود نه‌شو ویلای."

په عام محضر کې اعدام، سنګسار، د غلو لاسونه پرې کول او په درو وهل شرعي حدود ګڼل کېږي، چې د دیني عالمانو په وینا خپل ځانګړي شرایط لري، او همدا اوس له ځانګړو مواردو پرته په هیڅ یو اسلامي هېواد کې نه طبیقېږي.

"حدود همغه احکام دي چې د شرع له خوا مشخص شوي، د جرم، تور او مجازاتو ډولونه هم مشخص دي"

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو تازه د چهارشنبې په ورځ د لوګر ولایت د پل علم په فوټبال لوبغالي کې درې ښځې او ۹ نارینه د خلکو د سترګو په وړاندې په درو وهلي دي.

د طالبانو دې کار په کور دننه د غبرګونونو تر څنګ د امریکايي، چارواکو غبرګون هم له ځانه سره درلود.

د افغانستان، د ښځو، نجونو او بشر د حقونو په برخه کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري ویلي، چې دا کار افغانستان یو ځل بیا یو خطرناک لوري ته بیايي.

مېرمن امیري پر خپل ټوېټر لیکلي د طالبانو دا عمل "وحشتناک" دی او ویلي يې دي طالبان غواړي خپل پخواني سیاست ته وګرځي، هغه پالیسي چې د افغانستان لپاره یې ګټه نه درلوده.

رينا اميري
رينا اميري

خو د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت ویاند عاکف مهاجر وایي دا موضوع په دوی پورې اړه نه‌لري بلکې په محاکمو پورې تړلې ده.

له ډېرو هڅو سره سره ونه توانیدو چې د طالبانو د حکومت د سترې محکمې نظر واخلو.

په لوګر ولایت کې د شرعي حدودو په نوم وروسته له هغې درې مېرمنې او نهه نارینه په دُرو ووهل شول چې تېره اونۍ د طالبانو د حکومت مشر ملا هبت الله له قاضیانو سره په ناسته کې هغوی ته په مجرمینو د شرعي حدودو د پلي کېدو امر وکړو.

له دې وړاندې طالبانو منلې وه چې د تخار په مرکز تالقان کې یې هم په ورته توګه ۱۹ تنه چې دوی مجرمین بللي وو په دُرو وهلي وو.

طالبانو پر افغانستان د خپلې لومړۍ واکمنۍ پر مهال له ۱۹۹۶ نه تر ۲۰۰۱ پورې په افغانستان کې د شرعي حدودو د پلي کېدو په نوم په عامه ځایونو کې د دوی په وینا مجرمین وهل، ډبول او قصاص کول، خو هغه مهال هم د دوی دا چاره له سختو نړیوالو غبرګونونو سره مخ وه.

XS
SM
MD
LG