د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۸

انډرو اسټرو هلین: طالبان وحشت خپروي او د مذهب په نوم خپل جنایتونه پټوي


ارشیف: په کابل کې د معترضو ښځو پر وړاندې د طالب وسله والو د تاوتریخوالي انځور
ارشیف: په کابل کې د معترضو ښځو پر وړاندې د طالب وسله والو د تاوتریخوالي انځور

د طالبانو د مشر ملاهبت الله اخوندزاده د نوي فرمان په اړه چې په کې د شرعي حدودو د پلي کولو خبره یاده شوې ده، له غبرګونونو وروسته د بشري حقونو د څار سازمان د اروپايي رسنیو مشر انډرو اسټرو هلین وايي، طالبان په افغانستان کې وحشت خپروي.

شریفه همرا د طالبانو د حکومت له خوا ورځ تر بلې د مېرمنو د حقونو له اخیستلو نه ناخوښې وه .

دغه مېرمن چې د طالبانو د واکمنۍ په دواړو دورو کې د ښځو د ژوند شاهده ده، په دې باور ده چې دا ځل طالبانو د خپلې پخوانۍ واکمنۍ په پرتله د ښځو او نجونو حقونه لا زیات تر پښو لاندې کړي دي.

شریفه چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته وزګاره په کور ناسته ده، ازادي راډیو ته یې وویل: "له کومې ورځې چې طالبان راغلي، له ښځو یې انساني حقونه اخیستي دي، له ټولنې څخه یې د غړیتوب حق ورنه اخیستی دی، د ښځو غږ يې غلی کړی دی، له نجونو څخه یې د زده کړې حق اخیستی دی چې دا دوی شرعی حق دی، حتا له مېرمنو څخه یې په خپله خوښه د جامو د اغوستلو حق هم اخیستی دی."

شريفه همراه په داسې حال کې چې د طالبانو د حکومت له خوا پر ښځو د لګول شويو محدوديتونو په اړه نيوکه کوي چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت د مېرمنو په زده کړو، کار کولو، ورزش کولو تفريح پارکونو او حمامونو ته په تګ هم محدویت لګولی دی.

هغه زیاتوي، طالبانو دغه راز له مېرمنو څخه په خپل زړه د جامو د اغوستلو حق اخیستی او له شرعي محرم پرته د اوږده واټن سفر کولو حق هم نه ورکوي.

د بشري حقونو د څار سزمان د اروپايي رسنیو مشر انډرو اسټرو هلین هم د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو پر کړنو نیوکه کړې ده.

د بشري حقونو د څار سازمان په یوه نوي راپور کې چې د نوموړي له قوله خپور شوی، راغلي چې له ټولنیز ماحول څخه د ښځو لرې کول او د خبریالانو وهل د طالبانو لپاره کافي نه دي اوس د دې ډلې مشر د شرعي حدودو د پلي کولو امر کړی دی.

نوموړي طالبان تورن کړي چې د مذهب تر نامه لاندې خپل جنایتونه پټوي.

د بشري حقونو د څار سازمان د اروپايي رسنیو مشر دا هم ويلي، چې هېڅ اسلامي هېواد د طالبانو د حکومت په څېر پر ښځو او نجونو بنديز نه دى لګولى او نه يې تر دې کچې بد چلند ورسره کړی.

ارشیف: په کابل کې د معترضو ښځو سره د طالب وسله وال د بحث یو انځور
ارشیف: په کابل کې د معترضو ښځو سره د طالب وسله وال د بحث یو انځور

د افغانستان د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د حقونو د څانګې کارکوونکې سحر فطرت ازادي راډيو ته وویل: "د دې ټولو بندیزونو سربېره، موږ د طالبانو د نوي حکم په اړه اورېدلي چې د اسلامي شرعي قوانینو د پلي کولو پر بنسټ جوړ شوي او دا حکم خورا د اندېښنې وړ دی ځکه چې موږ د پخوا څخه په یاد لرو او موږ ولیدل چې طالبان څنګه د اسلامي شرعي احکامو د پلي کولو تعريف لري."

د ازادي راډیو خبریال وغوښتل چې د طالبانو د حکومت تازه نظر هم ولري، خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد او د مرستیال یې بلال کریمي د دغه راپور تر خپرېدو پورې د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب ونه وایه.

دا غبرګونونه په داسې حال کې دي چې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د یکشنبې په ورځ (۲۲ عقرب) په خپل ټوېټر لیکلي چې د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده له یو شمېر قاضیانو سره په خپله وروستۍ کتنه کې ویلي چې دوی مکلف دي، د هغو کسانو لپاره چې په دوسیو کې یې د حد او قصاص ټول شرایط پوره کړي، حدود او قصاص ورباندې تطبیق کړي.

د طالبانو مشر ملا هبت الله
د طالبانو مشر ملا هبت الله

په عام محضر کې اعدامول، سنګسار کول، د غلو لاسونه پرې کول او دوره وهل په شرعي حدودو کې دي.

وروسته له هغه چې طالبانو په افغانستان کې واک تر لاسه کړ، د افغانستان د مدافع وکیلانو خپلواکه ټولنه یې لغوه کړه او د قاضیانو په ګډون یې د دغه هېواد د قضایي سیستم ډېری کارکوونکي له دندو ګوښه کړل.

طالبانو د خپلې واکمنۍ په لومړۍ دوره کې سخت قوانین وضع کړل او شرعي حدود یې نافذ کړل چې له سختو نړیوالو نیوکو سره هم مخ شول.

دا ځل که څه هم په افغانستان کې د طالبانو له موجودیت څخه ۱۵ میاشتې تېرې شوي، خو د نړۍ هېڅ هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی چې د دې کار یو لامل هم د طالبانو له خوا د بشري حقونو په ځانګړې ډول د ښځو او نجونو له حقونو څخه سرغړونه ښودل شوې.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG