د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۵

د ملګرو ملتونو امنیت شورا: افغانستان کې دې روان تاوتریخوالی ژر پای ومومي


د ملګرو ملتونو امنیت شورا
د ملګرو ملتونو امنیت شورا

په افغانستان کې د روان تاوتریخوالي په دوام، د ملګرو ملتونو امنیت شورا هر څه ژر د دې وضعیت د پای غوښتنه کړې.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په یوه اعلامیه کې روان تاوتریخوالی غندلی او له ښکېلو لوریو غواړي چې په بېړني ډول تاوتریخوالی پای ته ورسوي.

د ملګرو ملتونو امنیت په روانه جګړه کې د بشري حقونو د جدي سرغړونو په اړه هم ژوره اندېښنه ښودلې او زیاتوي، د دوی او ملکي افغانانو پر وړاندې قصدي بریدونه ښايي جنګي جنایت وبلل شي.

دې سازمان پر افغان حکومت او طالبانو غږ کړی چې د سولې پروسه کې په معنی لرونکي ډول ښکېل شي او د یوه سیاسي جوړ جاړي او اوربند په لور پرمختګ وکړي.

د دوی او ملکي افغانانو پر وړاندې قصدي بریدونه ښايي جنګي جنایت وبلل شي.

د افغانستان حکومت د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له دې دریځه هرکلی کوي.

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز مشر دواخان مینه‌پال ازادي راډیو ته وویل، د افغانانو مهمه غوښتنه اوربند او د تاوتریخوالي پای ته رسېدل دي.

دی وايي: "د افغانستان حکومت له دې اعلامیې هرکلی کوي، ځکه وروستۍ موندنې ښيي چې طالبانو پراخه بشري او جنګي جنایتونه کړي. وروستي غبرګونونه دا جوتوي چې افغانان له طالبانو او له اعمالو یې کرکه لري. د افغانانو یوازینۍ غوښتنه اوربند او د تاوتریخوالي درول دي."

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز مشر دواخان مینه‌پال وايي افغان حکومت د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له وروستۍ اعلامیې هرکلی کوي.
د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز مشر دواخان مینه‌پال وايي افغان حکومت د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له وروستۍ اعلامیې هرکلی کوي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا داسې مهال د روان تاوتریخوالي او په جګړه کې د کېدونکو بشري جنایتونو په اړه اندېښنه ښيي چې د افغانستان د ۳ لویو ولایتونو پر مرکزونو د طالبانو بریدونه روان دي او ترې په یو شمېر برخو کې د جنګي سرغړونو راپورونه هم ورکړل شوي دي.

د افغان حکومت هم د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له اعلامیې وروسته، د افغانستان د روان وضعیت، د بریدونو د زیاتوالي، تاوتریخوالي او د طالبانو او بهرنیو ترهګرو له‌خوا د بشري حقونو په برخه کې د پراخو سرغړونو په اړه، د دې شورا د ځانګړې ناستې غوښتنه کړې.

دا غوښتنه د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر له خپل هندي سیال ایس‌ جی شنکر سره ټیلیفوني خبرو کې کړې. هندوستان دا مهال د ملګرو ملتونو د امیت شورا دوره‌يي مشري کوي.

د هندوستان د بهرنیو چارو وزیر هم د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړې ناسته د بشري سرغړونو د ژر تر ژره بندېدو او په افغانستان او سیمه کې د تل‌پاتې سولې او ثبات د تضمین لپاره مهمه بللې.

په افغانستان کې د روانو بشري سرغړونو په اړه په وروستیو کې د امریکا او بریتانیې سفارتونو غبرګونونه هم تُند شوي دي.

دې سفارتونو په یوه ګډه اعلامیه کې طالبان تورن کړي چې له ملکي افغانانو د سپر په توګه کار اخلي.

اعلامیه زیاتوي، طالبان پر افغان ځواکونو د برید پر مهال، د خلکو په کورونو ځانونو پټوي او هلته ماینونه ږدي. په اعلامیه کې لیکل شوي، د دې راپورونو د رښتنولۍ په صورت کې دا یو جنګي جنایت بلل کېدای شي.

دا په تېرو ۳ ورځو درېیمه پرله‌پسې اعلامیه ده چې په کابل کې د امریکا او بریتانیې سفارت طالبان له بشري حقونو په سرغړونو او جنګي جنایتونو تورنوي.

خو طالبان بیا د هر څه مسوول افغان حکومت بولي.

د دې ډلې د ارشاد او دعوت کمېسیون مشر امیرخان متقي په یوه پیغام چې د دې ډلې د سیاسي دفتر ویاند خپور کړی افغان حکومت د سوله‌ییز حل ضد ګڼلی.

د طالبانو د ارشاد او دعوت کمېسیون مشر امیرخان متقي
د طالبانو د ارشاد او دعوت کمېسیون مشر امیرخان متقي

نوموړي ویلي: "اسلامي امارت ډېره لویه حوصله وکړه. یو ځل چې له مذاکراتو وروسته، کومه هوکړه چې په دوحه کې لاس‌لیک شوه، ۱۴ میاشتې صبر وکړ چې په لویو ښارونو او د ولسوالیو په مرکزونو بریدونه و نه کړي، خو مقابل لوري تل د جګړې او د توپک په ژبه خبرې کړي. هغه څه یې ویلي چې د تفاهم او سوله‌ییز حل پر ضد دي. "

خو افغان حکومت بیا بر عکس طالبان تورنوي چې د سولې پر ځای یې جګړه ټاکلې.

تر دې چې د یک‌شنبې په ورځ د ملي شورا په فوق‌العاده غونډه کې جمهور رییس غني طالبانو ته په خطاب کې وویل، افغان حکومت خپل انتخاب کړی او طالبان هم باید یوه روښانه ټاکنه ولري.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG