د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۴

ګارډین: که چېرته طالبان لښکرګاه ونیسي د افغان حکومت لپاره به یوه لویه ضربه وي


یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
  • ګارډین

ګارډین ورځپاڼه لیکي، د هلمند په مرکز لښکرګاه کې جګړه سخته ده او که چېرته دا ښار طالبان ونیسي له ستراتېژيک پلوه او له رواني اړخه به د افغان حکومت لپاره یوه لویه ضربه وي.

ورځپاڼې په هلمند کې د افغان ځواکونو د عمومي قوماندان جنرال سمېع سادات خبرې هم رااخیستي چې خبرداری ورکوي، که طالبان په لښکرګاه کې بریالي شي د دې منفي نتیجې به بیا په نړیواله کچه وي.

جنرال سادات زیاتوي چې دا جګړه د افغانستان نه‌ده دا د ازادۍ او استبداد ترمنځ جګړه ده.

ګارډین لیکي، افغان حکومت پخوا ژمنه کړې وه چې په ټول قوت به ښارونه له طالبانو ساتي.

ورځپاڼه بیا څرګندوي چې په وروستیو ورځو کې امریکایي الوتکو د ښارونو په لور د طالبانو د پرمختګ د مخنیوي لپاره د لښکرګاه په ګډون په یو شمېر سیمو کې طالبان په نښه کړي دي.

  • واشنګټن اګزمېنر

بلې ورځپاڼې، واشنګټن اګزمېنر تر دې سرلیک لاندې لیکنه خپره کړې ده، 'بلېنکن خبرداری ورکوي چې په زوره د طالبانو واکمني به افغانستان په یوه منزوي دولت بدل کړي'.

تر دې سرلیک لاندې راغلي چې د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د طالبانو د جنایتونو په اړه راپورونه د ژورې اندېښنې وړ بللي دي او دې ډلې ته‌یې خبرداری ورکړی دی، که چېرته خپلو بریدونو ته دوام ورکړي او د سولې خبرو ته شا کړي له بشپړې نړیوالې انزوا سره به مخامخ شي.

انتوني بلېنکن په واشنګټن کې د دوشنبې په ورځ وویل، طالبانو بیا بیا دا خبره کړې ده چې دوی غواړي په نړیواله کچه په رسمیت وپېژندل شي، دوی غواړي چې مشران‌یې په ټوله نړۍ کې ازادانه تګ راتګ وکړي، دوی غواړي چې بندیزونه ترې لیرې شي، خو دا یوه غوښتنه به هم ترلاسه نه‌کړي که چېرته دوی په زوره د واک د ترلاسه کولو هڅې کوي او داسې جنایتونه کوي چې راپورونه‌یې خپاره شوي دي.

ښاغلي بلېنکن وروسته تر دې دا څرګندونې وکړې چې په کابل کې د امریکا او بریتانیا سفارتونو څرګنده کړه چې طالبانو د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې په لسګونه ملکیان وژلي دي.

واشنګټن اګزمېنر وړاندې لیکي، بلېنکن په داسې وخت کې خبرداری ورکړی دی چې امریکایي الوتکو په لښکرګاه کې پر طالبانو هوایي بریدونه کړي دي.

ورځپاڼې د بلېنکن دا خبره هم رااخیستې ده چې وایي، په داسې حال کې چې امریکایي پوځیان په وتلو دي متحده ایالات د افغانستان په چارو کې ښکېل پاتېږي، د افغانستان ملاتړ ته، هلته بشري مرستو ته همداراز ډیپلوماتیک حمایت ته ادامه ورکوي او د سولې د روان بهیر ملاتړ به کوي.

XS
SM
MD
LG