د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۹

د طالبانو واک لاندې ښوونځیو کې د ځینو مضمونونو د ایستلو په اړه بېلابېلې څرګندونې


ارشیف، ارزګان کې یو شمېر وسله‌وال طالبان
ارشیف، ارزګان کې یو شمېر وسله‌وال طالبان

د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې د ښوونځي د مضمونونو تدریس، دولت او طالبان په دې اړه بېلابېلې څرګندونې کوي.

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني د شنبې په ورخ د کابینې په غونډه کې وویل چې طالبانو تر خپل ولکې لاندې سیمو کې د وطن دوستۍ، تاریخ او جغرافیې مضمونونه د ښوونځیو له تدریسي نصاب ویستي دي.

خو د ښاغلي غني دې څرګندونو ته د یادو سیمو د زده‌کوونکو او ښوونکو غبرګون یوه خوله نه‌و.

یو شمېر دوی ازادي راډیو سره به خبرو کې وویل چې هېڅ مضمون له تدریسي نصاب نه‌دی ویستل شوی، خو یو شمېر نورو بیا په یو ډول د ښاغلي غني خبره تأیید کړه او ویې‌ویل چې طالبانو یو شمېر مضمونونه د خپلې خوښې وړ دیني موضمونونو سره بدل کړي دي.

د پکتیا د زرمت ولسوالۍ یو ښوونکي چې ویې نه‌غوښتل نوم‌یې واخیستل شي ازادي رادیو ته وویل: "له مرکز پرته نورې سیمې له طالبانو سره دي. دا مضمون مخکې تر دې ویستل شوی و، خو اوس چې ولسوالۍ له طالبانو سره دي، حب‌الوطن ویستل شوی، خو تاریخ او جغرافیه شته."

ارشیف، غزني کې طالبان تر خپل لاندې سیمه کې د ګزمې پر مهال
ارشیف، غزني کې طالبان تر خپل لاندې سیمه کې د ګزمې پر مهال

د کندز ولایت له امام صاحب ولسوالۍ بل ښوونکي چې ده هم ونه‌غوښتل نوم‌یې واخیستل شي ازادي راډیو ته وویل: "وطن دوستي، فرهنګ او د مدني معلوماتو مضمونونه لیرې شوي، خو سیرت‌النبي، تعلیم‌القران او ځیني نور مضمونونه دوی (طالبانو) زیات کړي دي."

خو په یو شمېر نورو سیمو کې بیا ښوونکي وايي، هېڅ مضمون نه‌دی لیرې شوی.

د بادغیس ولایت د چکاب لېسې ښوونکی محمد یوسف فیضان وايي: "زموږ سیمې اوس د طالبانو تر ولکې لاندې دي. د زمري په شپږمه ازموینې پیل شوې دي. په کومو ورځو کې چې موږ ازموینې لرو، درس نه‌شته، خو چا منع کړي نه‌یو، هېڅ کوم دستور د طالبانو له‌خوا موږ ته نه‌دی راغلی چې حب‌الوطن یا بل کوم مضمون مه‌تدریسوئ، دا موږ ته نه‌دي ویل شوي."

د بدخشان ولایت د زیباک ولسوالۍ ښوونکې حلیمه هم همدا وايي: "زه تر اوسه د دا شان وضعیت شاهده نه‌یم، موږ پرون د وطن دوستۍ ازموینه درلوده، تر اوسه د طالبانو له‌خوا هېڅ محدودیت نه‌دی وضع شوی."

طالبانو هم ویلي چې په دې برخه کې کوم محدودیت نه‌دی راغلی.

د دغې ډلې ویاند ذبیح‌الله مجاهد ازادي راډیو ته ویلي چې دا مهال په ښوونځیو کې ازموینې روانې دي. نوموړي دا هم وویل چې نجونې زده‌کوونکي او ښځینه ښوونکي هم د تېر په شان په زده‌کړو او ښوونه بوختې دي."

ارشیف، د افغانستان په شمال کې یو ښوونځی
ارشیف، د افغانستان په شمال کې یو ښوونځی

د افغانستان د پوهنې وزارت په دې اړه له خبرو کولو ډده وکړه، خو د دوشنبې په ورځ د دغه وزارت مرستیال عطاالله واحدیار یوې غونډې ته وویل چې د جګړو په پراخېدو سره لسګونه ښوونځي ویجاړ شوي دي او ښايي زده‌کوونکو او ښوونکو ته هم مرګ‌ژوبله اوښتې وي.

ښاغلی واحدیار زیاتوي: "وروستۍ احصائیه چې موږ ترلاسه کړه د تېرو څو میاشتو په جګړو کې زموږ ۱۷۶ ښوونځي ویجاړ شوي دي. د ښوونکو او زده‌کوونکو تلفات موږ ته نه‌دي رسېدلي، خو دا هم نه‌شو ردولی چې هېڅ تلفات دې ورته نه‌وي رسېدلي."

د رسمي شمېرو له مخې په ټول افغانستان کې شااوخوا ۲۰ زره ښوونځي شته چې له ۹ ملیونو څخه ډېر زده‌کوونکي لري او شااوخوا ۴۲ سلنه‌یې نجونې دي.

XS
SM
MD
LG