د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۳

د افغانستان جَنوب او لوېدیځ کې بریدونو کابل کې د امریکا سفارت اندېښنې راپارولي


هرات کې یو شمېر ولسي پاڅون کوونکي له طالبانو سره د وروستۍ جګړې پر مهال
هرات کې یو شمېر ولسي پاڅون کوونکي له طالبانو سره د وروستۍ جګړې پر مهال

د افغانستان په جَنوب او لوېدیځ کې د طالبانو د بریدونو زیاتېدو امریکايي چارواکي اندېښمن کړي دي.

دا وروستۍ څو ورځې پر لښکرګاه، کندهار او هرات ښارونو د طالبانو بریدونه زیات شوي.

په کابل کې د امریکا سفارت شارژدافیر وایي دا بریدونه د اندېښنې وړ دي، خو افغان پوځیانو یې تر اوسه ښه ځواب هم ورکړی.

راس وېلسن دا خبره ازادي راډیو ته په یوه ځانګړې مرکه کې وکړه او زیاته‌یې کړه چې طالبانو د امریکا-طالبانو د دوحې تړون یو شمېر برخې چې یوه په‌کې د تاوتریخوالي کمول و، نه‌دي پر ځای کړي.

ښاغلی وېلسن زیاتوي: "هغه بریدونه چې په تېرو څو ورځو کې په ځانګړې توګه لښکرګاه، کندهار او هرات کې شوي ډېرې اندېښنې راپورته کوي. موږ افغان دفاعي او امنیتي ځواکونه هڅولي، کار مو ورسره کړی چې د دغو (بریدونو) په وړاندې د مبارزې لپاره له معقولې، پلي کېدو وړ واقعي تګلارې سره مخ ته شي. افغان ځواکونو د څو اوونیو په اوږدو کې ښه فعالیت کړی دی. دوی په یو شمېر سیمو کې طالبان بېرته په شا تمبولي دي. په یو شمېر سیمو کې یې د لاسته راوړنو مخه نیولې. نو ډېر مسایل شته. ډېر جنجالونه دي او مسؤلیت اوس د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په غاړه دی."

په کابل کې د امریکا سفارت شارژدافیر راس وېلسن
په کابل کې د امریکا سفارت شارژدافیر راس وېلسن

وېلسن دې مرکه کې دا هم ویلي چې د طالبانو وروستیو پرمختګونو په تېره په شمال کې د ګڼو سیمو د نیولو مسئلې ټول حیرانه کړل.

له کله چې امریکايي او ناټو ځواکونو له افغانستانه وتل پیل کړل تاوتریخوالی هم ورسره اوج ته ورسېده او په نږدې ۳۰ ولایتونو کې افغان پوځیان له وسله‌والو طالبانو سره په نښته بوخت دي.

د راپورونو له مخې، د افغانستان له څه باندې ۴۰۰ ولسوالیو نیمايي یې وروستیو درېیو میاشتو کې طالبانو ته په لاس ورغلي.

د امریکا سفارت شارژدافیر وايي سره له دې چې طالبان له امریکا سره تړون لري، خو ګڼو برخو ته پابنده نه‌دي.

ښاغلی وېلسن وايي: "د متحده ایالاتو-طالبانو په تړون کې شته داسې مسایل چې طالبان تر ډېره ورته ژمن دي. یو شمېر داسې مسایل هم دي چې هغوی زموږ په باور ورباندې پابندي نه‌لري. د ترهګرۍ ضد مبارزې په اړه د دوی ژمنې په بشپړ ډول نه‌دي پوره شوي. دوی د خبرو په مستقیمه (اغېزمنه) لار کې نه‌دي ښکېل شوي. د تاوتریخوالي کچه چې موږ باور درلود راښکته به شي راټيټه نه‌شوه، بلکې لا پسې پورته لاړه."

وېلسن د خبرو له لارې د افغانستان د جګړې په هواري ټینګار وکړ او هیله‌یې وښوده چې د سولې خبرې نتیجه ورکړي.

قطر کې د افغانستان حکومت او طالبانو ترمنځ د بین‌الافغاني خبرو پرانیست غونډه
قطر کې د افغانستان حکومت او طالبانو ترمنځ د بین‌الافغاني خبرو پرانیست غونډه

په افغانستان کې د امریکا دې لوړپوړي ډیپلوماټ داسې وخت د طالبانو له‌خوا د تاوتریخوالي د ډېرېدو خبره وکړه چې د یوناما څو ورځې مخکې راپور په اساس که طالبان بریدونه ونه‌دروي ښايي ۲۰۲۱ کال په تېره یو نیم لسیزه کې د ملکیانو د مرګ‌ژوبلې په لحاظ تر ټولو خونړی وي ځکه لا په شپږو میاشتو کې ۱،۶۵۹ ملکیان وژل شوي او ۳،۴۵۴ ټپیان دي.

طالبانو د یوناما دا راپور یو اړخیز او له حقیقت لیرې بللی و.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني بیا یکشنبه په ارګ ماڼۍ کې د کوچیانو له مشرانو او استازو سره په یوه غونډه کې د روان تاوتریخوالي ټول مسؤلیت په طالبانو واچاوه.

ښاغلی غني وايي: "ما سولې لپاره هر څه چې د دې وطن په توان کې و، وکړل. دا مه‌وایئ چې موږ او دوی. ووايئ چې دوی (طالبان) د جنګ مسؤل دي. ښکلی هلمند څوک ورانوي؟ ۱۴۵ جوماتونه‌یې شهیدان کړي. په اسلام کې دا طالب پخوانی طالب نه‌دی زه دا منم. اوس انتحاري کوي، انفجار دی، وژل دي، خلک ځوړندول دي. زه سولې باندې درېدلی یم. لاړ شه ورنه صلاحیت د سولې واخله. لاړ شه هبت‌الله پیدا کړه. ټول لاړ شئ ورسره جرګه وکړئ. کوم غار کې پروت دی. شته؟ ژوندی دی؟ نه‌ده؟ چېرې ده؟"

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني

وسله‌والو طالبانو د افغان ولسمشر د دې څرګندونو په تړاو څه غبرګون نه‌دی ښودلی، خو تر دې مخکې یې په افغان حکومت تور لګولی چې جنګ ته پلمې لټوي او د سولې د پروسې خنډ ګرځي.

د دې ډلې دا دریځ څو ورځې مخکې د دوی د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم ازادي راډیو ته تکرار کړ.

په افغانستان کې د جنګونو زیاتېدو د جنګ د ښکېلو خواوو په درنې مرګ‌ژوبلې سربېره لویه برخه ملکیان زیانمن کړي.

د یواېن‌اېچ‌سي‌ار یا د کډوالۍ لپاره د ملګرو ملتونو ادارې د ارقامو له مخې سږ کال له ۳۶۰ زرو ډېر افغان ملکیان د جنګونو په خاطر له خپلو کورونو بې‌ځایه شوي.

سره له دې چې تېر سپټمبر په دوحه کې د افغانستان دولت او طالبانو ترمنځ بین‌الافغاني خبرې پيل شوې، خو تر دې دمه د جګړې کچه نه‌یوازې نه‌ده راټیټه شوې، بلکې ورځ تر بلې یې لمن پراخېږي.

XS
SM
MD
LG