د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۱

‎پر لویو ښارونو د طالبانو د حملو شدت؛ دفاع وزارت: بریدونه یې په شا تمبول شوي


ارشیف، یو تن افغان سرتیری په هرات کې د عملیاتو په مهال
ارشیف، یو تن افغان سرتیری په هرات کې د عملیاتو په مهال

له څو میاشتو ځنډ وروسته پر لویو ښارونو د طالبانو حملو شدت موندلی، ‎خو د افغانستان ملي دفاع وزارت وايي، له تېرې ورځې راهیسې یې پر هرات، کندهار، لښګرګاه او تالقان ښارونو د طالبانو حملې په شا تمبولې دي.

‎د ملي دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان د شنبې په ورځ ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل: "افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د خلکو له بسیج شوېو ځواکونو په ملاتړ په هرات، کندهار، هلمند او تخار ولایتونو په ځانګړي توګه د دغو ښارونو په نږدې سیمو کې‌‌‌‌‌‌ طالبان له ماتې سره مخ کړي، فعلاً زموږ ځواکونو په دې څلورو ولایتونو کې فعال حضور لري، د هرې ورځ په تېرېدو به وضعیت لا ښه شي، د طالبانو مرګ ژوبله د هر بل وخت پرتله زیاته شوې‌، د امنیتي او دفاعي ځواکو د تهاجمي عملیاتو په شدت به پراخې سیمې او اراضۍ د طالبانو له شتونه پاکې شي."

‎طالبانو پرون جمعه (د زمري ۸مه) د هلمند، کندهار، هرات او تخار ولایتونو په نږدې سیمو حملې وکړې.

د ملي دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان وايي، افغان ځواکونو له څو لویو ښارونو د طالبانو حملې په شا شوي.
د ملي دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان وايي، افغان ځواکونو له څو لویو ښارونو د طالبانو حملې په شا شوي.

په هرات ولایت کې د طالبانو په برید کې د ملګرو ملتونو په سیمه ییز دفتر هم ډزې شوي چې د دغه دفتر یو ساتونکی په کې وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي.

ملګرو ملتونو، امریکا او ناټو سازمان دا برید غندلی دی.

‎خو طالب ویاند ذبیح الله مجاهد د دغې حملې په اړه پر ټویټر لیکلي چې "د یوناما دفتر د جګړې سیمه کې دی، ښایي د جګړې په لړ کې یې ساتونکو ته زیان رسېدلی وي، خو د طالبانو په رسېدو هغو خوندي شول."

مخکې تردې ویل شوي وو چې طالبانو سره د امریکا د دوحې تړون پر بنسټ، دغې دلې ژمنه کړې چې په لویو ښارونو به حملې نه کوي، خو اوس د دې ډلې یو ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي وايي، دا ژمنه د بین الافغاني خبرو لپاره د یوې اوونۍ په مخ وه او دا وخت پوره شوی دی.

ښاغلي مجاهد ازادي راډیو ته وویل، امریکا او افغان حکومت طالبانو سره په خپلو ژمنو عمل نه دی کړی نو ځکه دوی دا بریدونه ترسره کړي دي.

طالبانو تراوسه د دوحې په هوکړه ‌کې يوازې د ځان او امريکا ګټو ته ژمن پاتې شوی

خو د افغانستان د ملي امنیت شورا د رسنیز دفتر سرپرست سیدالله تره کی وايي، طالبانو تراوسه د دوحې په هوکړه ‌کې يوازې د ځان او امريکا ګټو ته ژمن پاتې شوی او افغاني لوري ته يې هماغه جنګي سټراټېژي مواجه ده.

نوموړي د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، طالبانو تر اوسه له حکومت سره موافقه څه چې مثمر مذاکرات هم نه دي کړي.

د ښاغلي تره کي په خبره، د طالبانو د نظامي رهبرۍ او جنګي ليکو ترمنځ ښکاره ټکر روان دی. هلته هوکړه‌ کوي، خو دلته يې په جنګي ډګر کې نه شي عملي کولای.

‎په ورته وخت کې د سولې په چارو کې د دولت وزارت د سولې خبرو ته پر ژمنتیا ټینګار کوي.

د دغه وزارت ویاند ناجیې انوري په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "دا چې مقابل لوری وایي چې جګړو او تاوتریخوالي ته شدت ورکوي ایا دوی پوهېږي چې له دې به هم زیات د افغانستان خلک ځورېږي، بې کوره کېږي او زیان ورته رسېږي؟ مذاکراتو او د سولې راوستو ته باید ژمن واوسو، هماغه شان چې خلکو سره په دې اړه ژمنې کوو، مقابل لوری نه باید د خلکو پر وړاندې د خپلو ژمنو او کړنو په برخه کې دوه رنګي وي، په دې ‌‌‌‌‌‌ډول به سولې ته نه رسېږو، باید خلکو سره رښتیني واوسېږو."

د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویانده ناجیه انوري د سولې خبرو ته پر ژمنتیا ټینګار کوي.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویانده ناجیه انوري د سولې خبرو ته پر ژمنتیا ټینګار کوي.

‎مېرمن انوري وایي، افغان حکومت د شخړو او تاوتریخوالي د پای ته رسېدو یوازینۍ حل لاره سیاسي توافق کې ګوري او طالبان هم باید دا ومني.

د افغانستان د امنیت شورا رسنیز دفتر وايي، که د سولې په مذاکراتو کې پرمختګ و نه شي، کافي انتظار شوی دی او حکومت به د افغان ولس په استازيتوب نورو پرېکړو ته اړ شي.

‎دا په داسې حال کې ده چې قطر کې د افغان دولت او طالبانو د مرکچي پلاوو ترمنځ په خبرو کې د پام وړ پرمختګ نه لیدل کېږي.

که څه هم له لوی اختره مخکې د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا د مشر عبدالله عبدالله په مشري لوړپوړي دولتي چارواکي هم په دوحه کې له طالب لوړ پوړي پلاوي سره خبرې وکړي، خو کومه نتیجه یې محسوس نه شوه.

‎د افغانستان په ډيریو ولایتونو کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو او طالبانو تر منځ نښتو او جګړو له دغه هېواده د بهرنیو ځواکونو د وتلو د بهیر په پیل یعنې له ثور میاشتې راهیسې زور واخېست، دا بهیر تر اوسه ۹۵ سلنه بشپړ شوی دی.

XS
SM
MD
LG