د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۲

سیاسي او جهادي مشرانو ولسمشر سره د روانې جګړې په پای ته رسېدو ټینګار وکړ


ارګ کې د سیاسي او جهادي مشرانو غونډه
ارګ کې د سیاسي او جهادي مشرانو غونډه

په افغانستان کې د اوږدې جګړې د پای ته رسولو هڅې داسې مهال دوام کوي چې په ګوټ- ګوټ کې یې د جګړو اور تاوجن شوی دی.

ولسمشرۍ ماڼۍ پرون شنبه(د زمري ۹مه) د لسګونه سیاسي او جهادي مشرانو مشورتي غونډه وربللې وه چې د روان وضعیت پر کنټرول او مدیریت ورټوله وه.

د ارګ مرستیال ویاند لطیف محمود غونډه کې د شوېو بحثونو په اړه داسې وویل: "له سیاسي او جهادي مشرانو سره په ارګ کې مشورتي غونډه ترسره شوه، غونډه کې د جګړې په پای ته رسولو او د عادلانه او تلپاتې سولې په ټینګښت ټینګار وشو. د امنیتي او دفاعي ځواکونو په ملاتړ، له ملي نوامیسو او ځمکنۍ بشپړتیا څخه په دفاع او د تېرو دوو لسیزو ارزښتونو او اساسي قانون د اصولو پر ساتلو بحث وشو."

د ارګ مرستیال ویاند لطیف محمود وویل، له سیاسي او جهادي مشرانو سره په ارګ کې مشورتي غونډه ترسره شوه
د ارګ مرستیال ویاند لطیف محمود وویل، له سیاسي او جهادي مشرانو سره په ارګ کې مشورتي غونډه ترسره شوه

د ارګ په اعلامیه کې هم راغلي چې حکومت د ښځو د حقونو په ګډون د تېرو دوو لسیزو لاسته راوړنو په کلکه دفاع کوي او له هر ډول تعرض څخه یې ساتي.

د ارګ په دې غونډه کې جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف، د ملي شورا د دواړو جرګو مشران، کریم خلیلي او یو شمېر نورې با نفوذه څېرې لېدل کېدې، خو مخکینی ولسمشر حامد کرزی په کې نه و.

د روان وضعیت پر سر د سلا مشورو دا غونډه داسې مهال جوړېږي چې ټاکل شوې د همدې اګسټ میاشتې په پای کې ټول امریکايي ځواکونه له افغانستانه ووځي.

له دې سره هم مهاله د طالبانو له خوا جګړو هم زور اخیستی، هغه جګړه چې د افغانستان د حج او اوقافو وزیر محمد قاسم حلیمي یې د پاکستان بولي.

حلیمي پرون شنبه (د زمري ۹مه) د امنیتي ځواکونو د ملاتړ په یوه غونډه کې وویل، افغان ځواکونه د پاکستان له نااعلان شوې جګړې سره مخامخ دي.

نوموړي طالبان داسې مخاطب کړل: " ټول وسایل چې په لاس درغلل، هغه مو پاکستان ته ورکړل، نن په ښکاره وایم، پاکستان دی چې له موږ سره جګړه کوي، هېڅ بل کس نه دی. زموږ توپونه، ټانکونه، هاموې او رنجرې همالته ځي، تاسو که په افغانستان غیرت کولای، په هغې ورځ چېرته وئ چې پنجابیان بولدک کې د افغانستان خاورې ته ننوتل، تاسو ترکیې ته وایئ چې هېڅ بهرنی نه پریږدئ، دا په دې معنی ده چې پاکستانیان تاسو ته بهرني نه ښکاري، هېواد مو خرڅ کړی."

د افغانستان د حج او اوقافو وزیر محمد قاسم حلیمي وویل، افغان ځواکونه د پاکستان له نا اعلان شوې جګړې سره مخامخ دي.
د افغانستان د حج او اوقافو وزیر محمد قاسم حلیمي وویل، افغان ځواکونه د پاکستان له نا اعلان شوې جګړې سره مخامخ دي.

تېره اوونۍ د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب هم په زغرده وویل چې طالبان د پاکستان نیابتي جګړه مخته وړي.

د افغان چارواکو دا تورونه طالبانو او پاکستان له دې وړاندې په کلکه رد کړي دي.

تازه د پاکستان صدر اعظم عمران خان وویل، څه چې طالبان کوي د پاکستان مسولیت نه دی.

د یوه او بل د ملامتولو او د جګړې په همدې تاوده حالت کې هم دوحه کې د سولې خبرو دروازې د دواړو لوریو له خوا خلاصې دي، خو له تېرو لسو میاشتو راهیسې په کې د بریا کوم ښکاره څرک نه ترسترګو کیږي.

حکومت طالبان او برعکس طالبان حکومت تورنوي چې سولې ته نیت نه لري.

XS
SM
MD
LG