د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۱

هشت صبح: د 'الله اکبر' نارې طالبانو پر وړاندې د خلکو د نفرت غبرګون و


یو شمېر کابل چاپ ورځپاڼې
یو شمېر کابل چاپ ورځپاڼې

له کابله چاپېدونکو ورځپاڼو تر ډېره د سولې په نامعلوم برخلیک، د جګړې په روان وضعیت او د ولس په غبرګونونو لیکنې او تبصرې خپرې کړي دي.

د ازادي راډیو خبریال د دغه ورځپاڼو غورچاڼ په یوه راپور کې رانغاړلی دی.

  • هشت صبح

هشت صبح لیکلي، افغانانو انتخاب کړی چې د طالبانو زور، ظلم او ستم ته نه تسلیمېږي، که دغه ډله د سولې د دروازې له لارې ټولنې ته داخله شي، د خلکو له تود هرکلي سره به مخ شي.

په سرمقاله کې راغلي، طالبانو اوس د جګړې لاره خپله کړې، په لویو ښارونو یې بریدونه کړي چې ورسره وینه بهېدنه زیاته شوې ده چې تر ډېره یې زیان ملکیانو ته اوړي.

لیکوال د دوشنبې په شپه د هرات ولایت د خلکو د 'الله اکبر' نارو ته په اشارې سره وايي، چې دا د طالبانو پر وړاندې د خلکو د نفرت غبرګون و چې ورپسې د سې شنبې په شپه د کابلیان د خپلو کورونو بامونو ته وختل او د طالبانو پر ضد او د افغان ځواکونو په ملاتړ یې د 'الله اکبر' نارې وهلې.

ورځپاڼه لیکي:

افغان ولس له طالبانو سره د حکومت د سولې له اعلان ملاتړ وکړ، د دوی موخه دا وه چې په افغانستان کې د وینې روان سیل ودرېږي، طالبان د دغې ټولنې واقعیت دی، د خلکو په باور د دغې ډلې فزیکي حذف امکان نه لري.

د سرمقالې په پای کې راغلي چې طالبان باید په خپل انتخاب له سره کتنه وکړي، اوسنۍ روانه جګړه یې په ګټه نه ده، نو بهتره به وي چې دغه ډله د سولې عادلانه خبرو ته کیني، وخت ضایعه نه کړي او د فتحې او سقوط هوا له سره وباسي.

  • مسیر

مسیر ورځپاڼې لیکلي، د افغانستان په بېلابېلا سیمو کې په ځانګړي ډول په ښارونو کې جګړو افغانان سخت اندېښمن کړي، حکومتي اړخ طالبان ګرموي چې په ښارونو یې بریدونه پیل کړي او غواړي د زور له لارې واک ته ورسېږي، طالبان بیا حکومتي ځواکونه ګرموي چې هوايي بریدونه کوي او ملکي وګړو ته په کې مرګ‌ ژوبله اړوي.

په سرمقاله کې راغلي، د جګړې د ښکېلو لورو ملامتیا پرخپل ځای او هېڅوک یې له ملامتیا ژغورلی هم نه شي، خو روانه جګړه لا هم د امریکايي او بهرنیانو موخو لپاره ده چې په کې د افغانانو وینې تویېږي.

د لیکوال په اند امریکا نه غواړي، په افغانستان کې جګړه ختمه شي، ځکه چې که د دوی له وتلو وروسته جګړه ختمه شي، نو نړۍ ته به د دې پیغام دا وي چې په افغانستان کې د جګړې لامل امریکا وه او د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته افغانانو جګړه پرېښوده او په خپلو منځونو کې یې سوله وکړه.

د سرمقالې په پای کې راغلي، د جګړې دوام او د افغانانو د تفاهم، پخلاینې او سولې مخنیوی دی، له همدې امله دواړو افغاني اړخونو ته په کار ده چې جګړه ودروي، سوله وکړي او د پردیو دا دسیسه شنډه کړي چې غواړي د خپلو موخو لپاره دلته لا زیاتې وینې تویې شي.

  • ملي ارمان

ملي ارمان ورځپاڼې بیا په خپله سرمقاله کې په تُنده ژبه لیکلي، ورځ تر بلې د طالبانو او پاکستان اصلي څېرې نړۍ او افغانانو ته بربنډېږي.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي، پاکستاني نظامیان له تېرو څو کلونو راهیسې هڅه کوي، چې طالبان یوه اسلامي ډله خلکو ته ور وپيژني او واک ته یې ورسوي.

د لیکوال په باور واک ته د پاکستان له لوري د طالبانو له رسېدو د دغه هېواد موخه دا ده چې افغانستان اشغال کړي.

XS
SM
MD
LG