د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۷

له نړیوالې ټولنې د احمد مسعود غوښتنې او د طالبانو ځواب


احمد مسعود چې ځان د ملي مقاوت د جبهې مشر بولي
احمد مسعود چې ځان د ملي مقاوت د جبهې مشر بولي

احمد مسعود چې ځان د ملي مقاوت د جبهې مشر بولي له نړیوالې ټولنې غوښتي، تر کومه چې طالبان د بشري حقونو د ټینګښت او د یوه ټول ګډونه حکومت د جوړېدو لپاره ژمنه و نه کړي، د دوی حکومت په رسمیت ونه پېژني.

دې جبهې د سې‌شنبې په ورځ (د تلې میاشتې ۲۰مه نېټه) د احمد مسعود له قوله یوه اعلامیه کې د نړیوالې ټولنې له‌ خوا د طالبانو د حکومت په رسمیت نه پېژندو او له دوی د یوه ټول ګډونه حکومت د جوړېدو د غوښتنې هرکلی هم کړی.

په اعلامیه کې له ملي او نړیوالو سازمونونوغوښتنه شوې چې په افغانستان کې د بشري حقونو د نقض او د بشرضد جنایتونو د مخنیوي لپاره چې د دوی له قوله، طالبان یې کوي، لاس په کار شي.

احمد مسعود وايي، په افغانستان کې داسې یو نظام باید جوړ شي چې د خلکو په خوښه او له قانوني لارو منځته راشي.

په دې اعلامیه کې د نجونو او ښځو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونونو تړل کېدل، د کندز په سید اباد جومات کې ځانمرګي برید، د طالبانو له‌خوا د اعتراض کوونکو مخنیوی او په پنجشېر کې ډله‌ییزې وژنې ادعا بشر ضد جنایتونه شمېرل شوي او دا یې د طالبانو کار بللی دی.

خو طالبان بیا د احمد مسعود له‌خوا د دې څرګندونو په ځواب کې وايي، دا خبرې په غبرګون نه ارزي.

د طالبانو په مشرۍ د حکومت د رسنیز ټیم غړي بلال کریمي ازادي راډیو ته په دې اړه په یو لیکلي پیغام کې ویلي: "دوی 'د ملي مقاومت جبهې' خپل امتحان ورکړی، نړیواله ټولنه یې ښه پېژني او خبرې یې په غبرګون نه ارزي."

احمد مسعود له دې وړاندې هم ورته څرګندونې کړې وې.

هغه د روان کال د تلې میاشتې په لومړیو کې د کامبریج نړیوال کنفرانس پرمهال ویلي و، طالبانو افغانستان د ترهګرو په خوندي پټن‌ځای بدل کړی دی.

خو طالبانو په ځلونو نړیوالې ټولنې او افغانو ته ډاډ ورکړی چې هېڅ یوې ترهګرې ډلې ته به اجازه ور نه کړي چې د افغانستان خاوره او خلک د نورو پرضد وکاروي.

د احمد مسعود په مشرۍ د ملي مقاومت جبهه دوه میاشتې وړاندې هغه مهال چې طالبانو د افغانستان په ۳۳ ولایتونو ولکه ټینګه کړه، په پنجشېر کې جوړه شوه او په لومړیو ورځو کې یې له خلکو وغوښتل چې له طالبانو سره د مبارزې لپاره له دوی سره یوځای شي.

XS
SM
MD
LG