د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۰

افغانستان کې بشري وضعیت؛ ملګري ملتونه: روان کال جګړو ۵۰۰ ماشومان وژلي


ارشیف، کندهار کې ماین چاودنې یو ماشوم وژلی
ارشیف، کندهار کې ماین چاودنې یو ماشوم وژلی

عبدالولي پتیال له ۱۶ ورځو راهیسې د هلمند په جګړه کې له خپلې کورنۍ سره راګیر پاتې دی، وايي، د هرې ورځې په تېرېدو سره د جګړې شدت تېزېږي او د ولسي خلکو ژوند یې تریخ کړی دی.

ښاغلي پتیال زیاته کړه:"موږ نه برق لرو، نه خوراکي توکي شته، د ژوند نورو اسانتیاوو ته هم لاسرسی نه شته. د هلمند په لسګونو اوسېدونکي یا هم ټپیان، شا هم شهیدان شوي دي."

عبدالولي پتیال له نړیوالې ټولنې د جګړې پر ښکېلو لوریو د فشار غوښتنه وکړه چې له جګړې لاس واخلي او د ملکیانو خوندیتوب یقیني کړي.

اوس د افغانستان جګړه شمال ختیځ، ختیځ، جنوب او لوېدیځ ته غځېدلې او هره ورځ یې شدت سختېږي.

د هلمند کډوال عبدالولي پتیال له نړیوالې ټولنې د جګړې پر ښکېلو لوریو د فشار غوښتنه وکړه
د هلمند کډوال عبدالولي پتیال له نړیوالې ټولنې د جګړې پر ښکېلو لوریو د فشار غوښتنه وکړه

سمیع حبیب په بلخ ولایت کې اوسي، وايي:"دا جنګونه سبب شوي چې اکثریت میندې خپل زامن او ځوانې ښځې خپل خاوندان له لاسه ورکړي. ګڼو کسانو د جګړې له کبله خپل کورونه پرېښي او مزار ښار ته راغلي."

د هلمند د مرکز لښکرګاه اوسېدونکی ولي محمد لښکري وايي، د جګړو له کبله ټول عامه خدمات په ټپه درېدلي او قحطي په زیاتېدو ده: "د خلکو کار و بار په ټپه ولاړ دی. په ښار کې ټوله راکړه ورکړه او خرید و فروش بند دی. هر سړی پر خپل کور ناست دی. که چا څه درلودل خوري به یې، که یې نه درلود ځان به د مرګ خولې ته تسلیموي. په مجموع په هلمند کې د خوراک او څښاک وضعیت پر ټپه ولاړ دی او ټولې مواصلاتي لارې بندې دي."

په کندهار کې د پیوند مدني ټولنې مشر، حکمت الله صلحي وايي، د ضروري موادو بیې د هرې ورځې په تېرېدو جګېږي: "خوراکي توکي او د اړتیا وړ غیرخوراکي توکي بې حده لوړ شوي دي. په دې اړه مو له حکومت او طالبانو غوښتنه ده چې په کندهار ښار کې جګړې ژر تر ژره ودروي او د خبرو له لارې خپل هدف ته د رسېدو هڅه وکړي."

په افغانستان کې د بشري وضعیت پر خرابېدو پرون د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله هم په دوحه کې د درې ورځنۍ غونډې پر لومړۍ ورځ خبرې وکړې.

ښاغلي عبدالله ویلي، په سلګونو زره افغانان بې ځایه شوي او طالبان د جنایتونو سبب شوي دي.
ښاغلي عبدالله ویلي، په سلګونو زره افغانان بې ځایه شوي او طالبان د جنایتونو سبب شوي دي.

ښاغلي عبدالله تر پرونۍ غونډې وروسته په یوه اعلامیه کې ویلي چې ده د خبرو پرمهال په افغانستان کې روانه جګړه د یوه بې ساري بشري بحران سبب وبلله.

ښاغلي عبدالله ویلي، په سلګونو زره کسان بې ځایه شوي، په زرګونو نور مړه یا ټپیان دي او طالبان د جنایتونو سبب شوي دي.

وروستیو جګړو چې د ملګرو ملتونو اندېښنې یې هم پارولي د ماشومانو د مرګ ژوبلې شمېر هم زیات کړی دی.

په افغانستان کې د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی صندوق یا یونېسف (UNICEF) د ارتباطاتو مشرې، سم مورټ (Sam Mort) ازادۍ راډیو ته وویل: "یونېسف په افغانستان کې د تاوتریخوالي زیاتېدو ته سخته اندېښنه لري. د ۲۰۲۱میلادي کال له پیله شااو خوا ۵۰۰ ماشومان وژل شوي، له سلګونو نورو ماشومانو ماشومتوب تروړل شوی او د هغو ظلمونو له کبله چې دوی یې شاهدان وو، په رواني لحاظ ځپل شوي دي. د افغانستان ماشومان سولې ته اړتیا لري."

وسله والو طالبانو تر دې مخکې په افغانستان کې د بشري بحران د سختېدو ملامتي پر دولت اچولې وه.

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو مشرې میشل باشلیټ په افغانستان کې د تاوتریخوالي د زیاتېدو په صورت کې د بشري ناورین د احتمال خبرداری ورکړ.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو مشرې میشل باشلیټ افغانستان کې د بشري ناورین د احتمال خبرداری ورکړ.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو مشرې میشل باشلیټ افغانستان کې د بشري ناورین د احتمال خبرداری ورکړ.

هغې پرون په جنیوا کې وویل: "ملکي تلفات په دوامدار ډول په زیاتېدو دي او د بشري حقونو د سرغړونو داسې رپوټونه چې کیدای شي جنګي جرم او د بشریت پروړاندې جنایتونه وبلل شي ترلاسه کېږي."

د مېرمن باشلیټ په خبره د دوی د ارقامو له مخې د جولای میاشتې له نهمې یوازې په څلورو ښارونو – لښکرګاه، کندهار، هرات او کندز کې – لږ تر لږه ۱۸۳ ملکیان وژل شوي او د ماشومانو په ګډون ۱۱۸۱ نور ټپیان شوي دي.

د دې تر څنګ د کډوالۍ نړیوال سازمان یا (IOM) عمومي مشر انتونیو ویتُرینو (António Vitorino) پرون په یوه اعلامیه کې د جګړو له کبله د بې ځایه شوېو د شمېر زیاتېدل د اندېښنې وړ وبلل.

ښاغلي ویټُرینو ویلي چې په ۲۰۲۱میلادي کال کې په افغانستان کې د بې ځایه شوېو کسانو شمېر درې لکه نوي زرو ته رسېدلی دی.

XS
SM
MD
LG