د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۷

ډیجټل ژورنال: طالبان په تدریج د خلکو حقونه او ازادۍ محدودوي


د طالبانو بیرغ
د طالبانو بیرغ

ډیجټل ژورنال:

ډیجټل ژورنال خپرونې د طالبانو د مشر له لوري په افغانستان کې د حدودو او قصاص د جاري کېدو په اړه لیکنه خپره کړې ده.

دې خپرونې د طالبانو د حکومت د ویندوی ذبیح الله مجاهد په قول لیکلي، په دې حکم کې په عام محضر کې اعدام، سنګسار، دېوال چپه کول او د غله د بدن د غړیو غوڅول شاملېږي.

له دې جلا د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد پر خپله ټوېټرپاڼه کښلي چې هبت الله اخوندزاده له قاضیانو سره په یوه ناسته کې وویل چې د غلو، یرغملګرو او فتنه اچوونکو دوسیې په غور وڅېړي، هغه دوسیې چې د شرعي حد او قصاس ټول شرایط په کې بشپړ شوي وي، په هغو کې حدود او قصاص عملي کړي.

ډیجټل ژورنال لیکي، د تېر کال له اګست څخه، چې طالبان واک ته رسېدلي دي، د اخوندزاده نه کوم فلم او نه کوم عکس لیدل شوی، خو له کندهار څخه فرمانونه ورکوي.

خپرونه زیاتوي، طالبانو ژمنه کړې وه چې هغسې ځیږ او تند چلند به نرموي چې د ۱۹۹۶ او ۲۰۰۱ کلونو ترمنځ د واک په لومړۍ دوره کې یې کاوه، خو اوس لیدل کېږي چې دوی په تدریج د خلکو حقونه او ازادۍ محدودوي.

مېل:

د بریتانیا مېل ورځپاڼې د امریکا د جمهوریپال استازي جیم بانکس په دې خبرې لیکنه خپره کړې چې وايي، ګوند به یې د کانګریس پر استازو جرګه د کنترول په صورت کې له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو په اړه د جو بایډن د پرېکړې په هکله څېړنې وکړي.

تر دې سرلیک لاندې لولو: د کانګریس جمهوریپال غړي، چې هیله لري د استازو جرګې اکثریت به ترلاسه کړي، په دې هڅه کې دي چې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د وتلو په اړه به څېړنې وکړای شي.

جمهوریپالو د سنا جرګې په انتخاباتو کې اکثریت ترلاسه نه کړای شو، خو هیله لري چې په استازو جرګه کې به اکثریت خپل کړي.

دا خبره د یکشنبې په ورځ د انډیانا د جمهوریپال ګوند استازي جیم بنکس وکړه.

که څه هم له طالبانو سره د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ په ۲۹ مه د قطر موافقه د جمهوریپال ګوند د حکومت په مهال لاسلیک شوې وه چې پر اساس یې امریکايي پوځیان له افغانستانه ووتل، خو جمهوري غوښتونکي د ځواکونو د ایستلو پر څرنګوالي او ګډوډ حالت انتقاد لري.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG