د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۱۰

نړیوالې ورځپاڼې د افغانستان په اړه څه وايي؟


یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې

انډیپنډنټ:

له بریتانیا خپرېدونکې انډیپنډنټ ورځپاڼې د کرکټ پر روان نړیوال شل اوریز جام د باران اغېزو ته کتنه کړې ده.

مطلب کې راغلي، باران په دغه نړیوال جام کې تراوسه د افغانستان او ایرلنډ، افغانستان او نیوزیلنډ او دغه راز استرالیا او انګلستان لوبې لغوه کړي دي.

د استرالیا د کرکټ لوبډلمشر ارون فینچ چې هېواد یې د سږني جام کوربه توب کوي وایي، سبا سه شنبه په بریسبېن ښار کې هم د باران اټکل شوی دی.

د بریسبېن په ګهبه سټدیوم کې سبا د افغانستان - سریلانکا او انګلستان - نیوزیلنډ لوبې پلان شوي دي.

که سبا هم باران تېز وي او پر لوبې اغېز کوي، دا به د افغانستان پرله پسې درېیمه لوبه وي چې د باران له کبله اغېزمنه کېږي.

د استرالیا د کرکټ لوبډلمشر ویلي، باران به بیا بیا پر تورنمېڼت اغېز کوي او په خبره یې کنټرول یې د دوی له وسه پورته دی.

تر دې وړاندې د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کارونکو د کرکټ پر نړیوالې شورا نیوکه کړې چې شل اوریز جام ېې باید داسې هېواد کې پلان کړی وی چې لږ باران په کې کېږي.

په استرالیا کې د ۲۰ اووریز کرکټ نړیوال جام سیالۍ د اکټوبر له ۱۶مې راهیسې روانې دي او ټاکل شوې چې پایلوبه یې د نومبر پر ۱۳مه وشي.

اسراییل ټوډې:

اسراییل ټوډې ورځپاڼې بیا خپل یوه مطلب کې په هرات ولایت کې د یهودانو د یوې پخوانۍ کنیسې او یوه حمام د بیا رغونې موضوع ته کتنه کړې ده.

هرات کې د یهوادانو د دغه عبادت ځای د بیا رغونې خبر څو ورځې وړاندې ارت ورځپاڼې ورکړ او په کې وویل شول چې د بیارغونې دغه ۱۶میاشتنۍ پروژه پنځه لکه ډالره لګښت غواړي.

د یهودانو دغه پخوانۍ کنیسه او حمام یې داسې مهال بیا رغول کېږي چې افغانستان کې اوسمهال هېڅ یهود ژوند نه کوي او وروستی هغه یې د تېر کال په سپتمبر کې له دغه هېواده ووت.

د ورځپاڼې په باور طالبانو د دغه کار هدف د کلتوري میراثونو ژوندي پاته کېدل ښودلي، خو اسراییل ټوډې طالبانو ته د یوې نږدې کس په حواله لیکلي، طالبان د سیمې له قدرتونو له هغې ډلې اسراییلو سره د اړیکو د ښه کولو په نیت دا کار کوي.

طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو په وار وار یې د نړۍ له قدرتونو سره د تعامل او ښو اړیکو ژمنې کړي دي.

واک ته د طالبانو د بیا رسېدو دادی نږدې ۱۵ میاشتې ووتې، خو تراوسه د نړۍ هېڅ یوه هېواد د دوی حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

XS
SM
MD
LG