د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۰

اکبري: د افغان جنسیت بدلو کسانو پر وړاندې تاوتریخوالی زیات شوی


د کابل ښار یوه څنډه
د کابل ښار یوه څنډه

پر افغانستان د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته په دغه هېواد کې د جنسیت­ بدلو کسانو پر وړاندې تاوتریخوالی زیات شوی دی.

د خپل خوندیتوب لپاره نه غواړي چې نوم او هویت یې په دې راپور کې یاد شي، د هغه د خوندیتوب لپاره یې غږ هم بدل کړای شوی دی.

هغه وايي: "زه څو وارې د طالبانو، هغو دوستانو له خوا چې د جمهوریت په وخت کې مې پېژندل او د هغه شرکت د رییس له خوا چې کار مې ورته کاوه، ګواښل شوی یم. کله چې دوی وینم زړه مې درزېږي. وارخطا کېږم. پر وجود مې تشویش او وحشت خپرېږي. ځان پټوم، ځکه دوی د افغانستان د جنسیت بدلو پر وړاندې داسې کارونه کړي، چې زه یې په خوله نه شم یادولی."

دغه ۲۳ کلن جنسیت بدلی، پر افغانستان د طالبانو د ولکې له ټینګولو مخکې د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي محصل و، چې اوس وېره لري، هسې نه چې د حامد صبوري په برخلیک اخته شي.

هغه په افغانستان کې له یوه نامعلوم ځایه، ازادۍ راډیو ته وویل: "کله چې مې د افغان همجنسباز حامد صبوري د وژل کېدو خبر واورېد، رګونه مې وچ شول. د وېرې او وحشت احساس مې وکړ. له ځان سره مې وویل ممکن سبا ستا نوبت وي. سبا به تا شکنجه کړي. له ځان سره دې بیايي او وژني دې."

د بریتانیا چاپ ګارډین ورځپاڼې د اکټوبر میاشتې پر ۱۸مه، د بشري حقونو ډلو په وینا راپور ورکړ، چې طالبانو د حامد صبوري په نوم د طب پوهنځي جنسیت بدلی محصل کابل کې تر نیول کېدو درې ورځې وروسته وژلی دی.

د ورځپاڼې د راپور له مخې د صبوري او د هغه د دوست بهار د کورنۍ غړو ویلی، چې طالبانو د صبوري د اعدام ویډیو د هغه کورنۍ ته لېږلې ده.

ورځپاڼې د صبوري د کورنۍ د غړو په حواله لیکلي، چې صبوري په اګست میاشت کې د تالاشۍ په یوه پوسته کې ونیول شو، درې ورځې شکنجه او بیا د ډزو په نتیجه کې ووژل شو.

د افغان جنسیت بدلو سازمان مدیر او بنسټګر ارتمیس اکبري له ازادۍ راډیو سره په ټیلیفوني خبرو کې ویلي، د حامد صبوري په څېر ګڼ کسان وژل شوي دي.

اکبري وویل: "په یوه بل راپور چې زموږ ادارې کار وکړ دا راغلي چې تېر کال پر افغانستان د طالبانو د ولکې له ټینګولو وروسته، دوو همجنسبازانو ایران ته پناه یوړه، چې له پولې اخراج او بېرته ډیپورټ شول. د دوی د یوه کورنۍ ویلي، چې دغه کسان د طالبانو له خوا نیول شوي، چې تر اوسه یې پته نه شته."

اکبري زیاته کړه، په افغانستان کې د جنسیت بدلو کسانو دقیق شمېر نه لري، خو پر افغانستان د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته یې شا و خوا ۳۰۰ زیانګالي جنسیت بدلي کسان ځینو هېوادونو ته ورپېژندلي دي.

د طالبانو حکومت لا د حامد صبوري د وژل کېدو او شکنجې په اړه څه نه دي ویلي، خو دغه ډله د جنسیت بدلو د ژوند طریقه حرامه ګڼي.

د طالبانو ویاند ذبیح اله مجاهد
د طالبانو ویاند ذبیح اله مجاهد

د طالبانو ویاند ذبیح اله مجاهد په دې اړه څو میاشتې مخکې دغسې ویلي وو: "اصلي موضوع دا ده چې افغانستان یو اسلامي هېواد دی، چې دلته همجنسبازي جرم دی. زموږ ټولنه هم دا نه مني او په اسلام یې هم جداً ردوي. پر دې بنسټ، موږ په خپله ټولنه کې دغسې کسان نه لرو، که د اشغال په نتیجه کې ځینې کسان پیدا شوي هم وي، طبعاً چې د ټولنې او دیني ارزښتونو خلاف دي او مخه به یې نیول کېږي."

ارتمیس اکبري بیا د طالبانو دغه ډول څرګندونې د اندېښنې وړ بولي او وايي چې ښاغلي مجاهد د افغانستان له جنسیت بدلو ټولنې انکار کړی، چې د اکبري له نظره دا د افغانستان د جنست بدلو له انساني کرامت سره په ټکر کې دی.

هغه زیاتوي، چې پر افغانستان د طالبانو تر بیا واکمنېدو مخکې هم په افغانستان کې جنسیت بدلو کسانو ښه وضعیت نه درلود، خو د اکبري په خبره خو د دې ډلې په ملاتړ ځینې غږونه اورېدل کېدل.

د افغان جنسیت بدلو سازمان مدیر او بنسټګر ارتمیس اکبري وايي، په تېرو څه باندې ۱۵ میاشتو کې په افغانستان کې د جنسیت بدلو د غړو پر وړاندې تاوتریخوالی زیات شوی دی.

د هغه په وینا، دغه تاوتریخوالی د جنسیت بدلو له کورنیو سرچینه اخلي.

د ده په باور حکومتونو هم له دغو کسانو سره ناوړه چلند کړی دی.

خو جنسیت بدل څه دی؟

ښاغلی اکبري یې په اړه وضاحت ورکوي او وايي: "L یعنېLesbian یا همجنسبازه ښځه، G یعنې Gay یا همجنسباز نارینه، B یعنې Bisexual یا دوه جنسیتبازه، هغه څوک چې له څو جنسیتونو سره جنسي یا عاطفي علاقه لري. T یعنې Trans هغه څوک چې د زېږون پر مهال د جنسي اندام له مخې یو جنسي هویت ورکول کېږي. خو دغه کسان وروسته خپل جنسي هویت بل ډول مومي. بالاخره Q یعنې Queer او د LGBTQ+ د ټولنې نور غړي چې د شنې زرغونې تر چتر لاندې راځي او ژوند کوي او متفاوت جنسي، جنسیتي یا هم جنسي ګرایشونه لري."

د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د برخې مرستیال هیدر بار وايي، پر افغانستان د طالبانو د ولکې له بیا ټینګولو وروسته یې د ناوړه چلند، وژنې او شکنجې ګڼې پېښې مستند کړي دي.

د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د برخې مرستیال هیدر بار
د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د برخې مرستیال هیدر بار

بار وویل: "د بشري حقونو د څار سامان په جنورۍ میاشت کې د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته د LGBT کسانو په اړه راپور خپور کړ. هغه څه چې موږ موندلي د ډېرې اندېښنې وړ دي. LGBT کسان د طالبانو تر ستنېدو مخکې هم له تبعیض او جدي تاوتریخوالي سره مخامخ شوي دي. خو د طالبانو تر بیا واکمنۍ وروسته وضعیت لا کړکېچن شوی او موږ وژنې، جنسي تېري او د تاوتریخوالي نور ډولونه مستند کړي دي."

د بشري حقونو د څار سازمان وايي، جنستي هویت او جنسي تمایلات د انسانانو نه جلا کېدونکي جنبې دي، چې باید د تبعیض او بدچلند سبب نه شي.

د افغانستان د تېر جمهوري نظام د اساسي قانون له مخې، ازادي د هر انسان طبیعي حق دی.

د اساسي قانون د ۲۴مې مادې په یوه برخه کې راغلي: "ازادي او انساني کرامت له تعرض څخه خوندي دی او دولت د انساني ازادۍ او کرامت د درناوي او خوندیتوب دنده لري."

خو دغه قانون ته نه ژمنتیا په افغانستان کې د جنسیت بدلو ژوند تریخ کړی، چې له دې کړکېچ د خلاصون اسانه لار نه تر سترګو کېږي.

یوه جنسیت بدلي له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې ویلي، له نړیوالې ټولنې غواړي، چې د دوی وضعیت درک کړي.

هغه وویل: "زموږ تر ټولو لویه اندېښنه دا ده چې که نړیوالې ټولنې او ملګري ملتونو هېر کړو او زموږ په وړاندې یې چوپتیا خپله کړه، زموږ ټولو لپاره به یوه خطرناکه غمیزه وي. موږ د افغانستان جنسيت بدلي کسان به نابود شو. زموږ نسل له منځه ځي. دا موضوع مو ځوروي او مایوسوونکې ده."

XS
SM
MD
LG