د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۴

په امریکا کې د همجنس بازانو پر کلب برید کوونکی افغاني‌الاصل دی


د امریکا په فلوریدا ایالت کې د همجنس بازانو پر یوه نایټ کلب حمله کوونکی یو افغانی‌الاصله پېژندل شوی دی.

په دغې پېښه کې چې تېره شپه دوه نیمې بجې شوې څه د پاسه ۵۰ تنه وژل شوي او ۵۳ تنه نور ټپیان شوي دي.

امریکايي چارواکو ویلي دي چې برید کوونکی عمر متین نومېده او د افغاني مخینې سره د امریکا متحده ایالاتو وګړی و، نوموړی له پولیسو سره په نښته کې وژل شوی دی.

د رپوټونو پر بنسټ، دغه کس په پولس "Pulse" کلب کې ګڼ شمېر کسان برمته ونیول چې او د پولیسو د هڅو په پایله کې ۳۰ تنه خوشې شول.

دغه پېښه د امریکا په تاریخ کې یو له خونړیو پېښو څخه بلل شوې ده.

د یادونې وړ ده چې تېره جمعه هم د فلوریدا اورلاندو د یوه خونړي برید شاهد و.

یوه وسله وال کس په اورلاندو کې ۲۲ کلنه کرېستینا ګریمي چې د اواز په نوم د نویو سندرغاړو په ټلویزیوني سیاليو کې فاینل ته وتلې وه، له کنسرټ وروسته، د خپلو مینه والو لپاره د لاسلیکونو پر مهال په ډزو ووژله.

پولیسو ویلي چې مشکوک تورن له حملې وروسته په خپله ځان وژلی دی.

پخواني

د امریکا د فلوریدا ایالت په اورلاندو کې نن لږترلږه شل تنه وژل شوي او ۴۲ نورټپیان شوي دي. دا پیښه په یوه نایټ کلب کې شوې ده.

د پولیسو یوه افسرچې په پولس کلب کې دننه یې د یوه ساتونکي په توګه دنده ترسره کوله، نن سهاروختې په دوبجو له مشکوک حمله کونکي سره ډ‌زې تبادله کړي.

وسله وال کس د پولیسو له خوا په ډزو وژل شوی دی.

چارواکو دغه پیښه یوتروریستي عمل بللی خو تراوسه دا نده څرګنده چې هغه د کورني او که د نړیوال تروریزم عمل دی او دا هم نده معلومه چې برید کونکی یواځې و او که نورو هم په دې حمله کې لاس درلود.

تراوسه دا نده څرګنده چې د پیښې قربانیان د دغه وسله وال کس په ډزو وژل شوي او که یو شمیر یې له پولیسو سره د ډزو د تبادلې په نتیجه کې وژل شوي دي.

د راپورونو له مخې دغه برید د عمرمتین په نوم یو امریکایي چې په خټه افغان دی، ترسره کړی دی.

د فرانسپرس خبري اژانس د راپورله مخې د CBS ټلویزیون د قانون د تنفیذ د سرچینو په حواله خبرورکړ چې هغه په ۱۹۸۶ کال کې زیږیدلی او موراو پلاریې افغانان دي.

د راپورونو له مخې هغه مخکې د جرمونو سابقه نه لري خو چارواکي په دې اړه چې ایا هغه د اسلامي دولت له ډلي سره اړیکه لرله کنه؟ څیړنه کوي.

خو پولیسو تراوسه پورې د وسله وال کس هویت ندی تاییدکړی.

د یادونې وړده چې تیره جمعه هم د فلوریدا اورلاندو د یوه خونړي برید شاهد و.
یوه وسله وال کس په اورلاندوکې ۲۲ کلنه کریستینا ګریمي چې د اواز په نوم د نویو سندرغاړو په ټلویزیوني سیاليو کې فاینل ته وتلې وه، له کنسرټ وروسته، د خپلو مینه والو لپاره د لاسلیکونو په مهال په ډزو ووژله.

پولیسو ویلي چې مشکوک تورن له حملې وروسته په خپله ځان وژلی دي.

د اورلاندو د پولیسو مشرجان مینا وویل چې تورن کس چې پرهغې یې ډزې کړي، ۲۷ کلن کیوین لویبل و.

هغه وویل، داسې ښکاري چې لویبل د ګریمي یو لیونی مینه وال و، هغه یې نه پیژندله او کنسرت ته د دې لپاره راغلی وچې پرهغې حمله وکړي.

XS
SM
MD
LG