د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۵

د حدود او قصاص په اړه د ملاهبت الله اخوندزاده فرمان غبرګونونه پارولي


د طالبانو مشر ملاهبت الله اخوندزاده
د طالبانو مشر ملاهبت الله اخوندزاده

د طالبانو مشر ملاهبت الله اخوندزاده له قاضیانو سره په کتنه کې هغوی ته ویلي چې حدود او قصاص عملي کړي.

د بشري حقونو د څار سازمان د طالبانو د مشر په تازه فرمان اندېښنه ښيي.

د دې سازمان د اسیايي څانګې مرستیالې پټریشیا ګاسمن نن دوشنبه په دې اړه ازادی راډیو ته په یوه پیغام کې خپل غبرګون وښود.

پټریشیا ګاسمن
پټریشیا ګاسمن

هغې وویل: "که طالبان د لاس او پښې د پرې کولو او په عام محضر کې د سنګسارولو په شان بې رحمانه او افراطي اقدامات بیا پیل کړي، د نړیوالو د غندنې مستحق دي."

د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد د یکشنبې په ورځ پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې د هبت الله اخوندزاده له یو شمېر قاضیانو سره په وروستۍ کتنه کې ویلي چې د غلو، یرغملګرو او فتنه اچوونکو دوسیې په غور وڅېړي، هغه دوسیې چې د شرعي حد او قصاس ټول شرایط په کې بشپړ شوي وي، په هغو کې حدود او قصاص عملي کړي.

په عام محضر کې اعدام، د زنا په خاطر سنګسار، د لواطت په جرم پر تورن د دېوال چپه کول، د غلو د لاسونو پرې کول، او په متروکو وهل په حدودو کې شامل دي.

طالبانو د واک په لومړۍ دوره کې، یعني له ۱۹۹۶ تر ۲۰۰۱ پورې حدود او قصاص اجرا کاوه او له دې کبله په نړۍ کې له ډیرو انتقادونو سره مخامخ وو.

طالبانو د تېر کال په اګست کې تر واک ته رسېدو وړاندې ویلي و چې خپلې پالیسۍ یې بدلې کړي او د پخوا په شان افراطي اقدامات نه کوي، خو اوس د طالبانو مشر ملاهبت الله اخوندزاده ویلي چې د ده د حکم تطبیق واجب دی.

د طالبانو د مشر دا حکم په داسې حال کې صادرېږي چې په افغانستان کې د طالبانو د بیا واک ته رسېدو ۱۵ میاشتې پوره کېږي.

په دې موده کې پر ښځو ګڼ شمېر محدودیتونه لګول شوي.

له شپږم ټولګي پورته نجونې له ښوونځوی منع شوي، په اکثرو دولتي ادارو کې ښځې له کاره بې برخې شوي او په وروستیو ورځو کې پارکونو، سپورتي ځایونو او حتي ښځینه حمامونو ته له تګه ګرځول شوي دي.

XS
SM
MD
LG