د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۵

هرات: طالبانو هوټلو کې د ښځو پر ډوډۍ خوړلو بندیز اعلان کړی


طالبانو ویلي که ښځې سره خاوند هم وي، هوټل کې ډوډۍ نه شي خوړلی.
طالبانو ویلي که ښځې سره خاوند هم وي، هوټل کې ډوډۍ نه شي خوړلی.



په هرات کې طالب چارواکو اعلان کړی چې ښځې او نارینه؛ ان که ښځه او خاوند هم وي، په هوټلو کې یو ځای ډوډۍ نه شي خوړلی.

د ښځو په اړه د طالبانو د پر له پسې اقداماتو په دوام کې په هرات کې د طالبانو د امربالمعروف او نهي عن المنکر یوه چارواکي ریاض الله سیرت ویلي چې رستورانونو ته امر شوی چې ښځو او نارینه وو ته د ډوډۍ جلا ځایونه جوړ کړي.

ده فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې د رستورانونو خاوندانو ته په شفاهي ډول خبرداری ورکړل شوی چې دا امر باید پر هغو مشتریانو تطبیق شي چې ښځه او خاوند دي.

په هرات کې د ښځو د حقونو فعاله فرشته یعقوبي وايي، طالبانو دا محدودیت په هرات کې عملي کړی دی.

دې ازادي راډیو ته وویل:"پرون مې په خپلو سترګو ولیدل چې یوه کورنۍ چې دوه ماشومان یې لرل او ښځه او خاوند ول، کله چې یوه خوړنځای ته راغلل، ورته وویل شول چې باید ښځه له خپلو دوو ماشومانو سره پاسني پوړ ته وخیژي او خاوند یې لاندې پاتې شي. دې خبرې ښځه ډېره غوسه کړه او اعتراض یې کاوه چې باید له خپل مېړه سره وي."

اغلې یعقوبي د هرات د ځینو هوټلونو والاوو په قول وايي چې دې ډول محدودیت د دوی د مشتریانو شمېر خورا کم کړی دی.

دوی ویلي چې په دې اړه د طالبانو له والي سره خبرې کوي.

د یوه رستوران منېجر صفي الله فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي، مجبوره دی چې دا امر عملي کړي.

د هوټلو مالکان وايي، د طالبانو دغه تازه اعلان یې کارو بار سوړ کړی دی.
د هوټلو مالکان وايي، د طالبانو دغه تازه اعلان یې کارو بار سوړ کړی دی.

خو ده په عین حال کې ویلي چې دا بندیز یې پر کاروبار ډېر منفي اغېز لري.

دی وايي که دا بندیز لېرې نه شو مجبوره به شي چې د خپل رستوران کارکوونکي له کاره ګوښه کړي.

په افغانستان کې د ښځو د حقونو فعالانو او ملاتړي وايي چې طالبان ورځ په ورځ پر ښځو او نجونو فضا تنګوي.

په داسې حال کې چې ميلیونونه افغانان له سختې لوږې سره مخامخ دي، ماشومان له خوارځواکي مري، طالبان د ښځو خلاف پر له پسې فرمانونه اعلانوي.

XS
SM
MD
LG