د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۵ کب ۱۴۰۲ کابل ۰۶:۲۷

افغانستان

رينا اميري: د حدودو پلي کول د نړۍ په وړاندې د طالبانو 'وحشتناکه' نښه ده

رينا اميري
رينا اميري

د افغان ښځو او نجونو د بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري، د افغانستان په یوه سټډیوم کې د طالبانو له‌خوا په عام محضر کې د یو شمېر کسانو د دورو وهلو د راپورونو په وړاندې غبرګون ښکاره کړی.

نوموړې ويلي، چې د طالبانو دغه عمل به دا هېواد بیا یوې خطرناکې لارې ته سیخ کړي.

رینا امیري نن په یوه ټویټ کې ویلي، دا وحشتناکه او هم خطرناکه نښه ده چې طالبان یې د نړۍ په وړاندې د سرغړاوي په توګه ښیي او هغې پخوانۍ تګلارې ته مخه کوي چې مخکې یې ښه پایله نه‌ده لرلې، چې یو ځل به بيا دا هېواد یوې خطرناکې لارې ته سیخ کړي.

د راپورونو له‌مخې طالبانو د لوګر په مرکز پل علم کې پر مختلفو جرمونو تورن، یو شمېر ښځې او نارینه په متروکو ووهل.

تر دې مخکې د بشري حقونو د څار سازمان د اسیا د برخې مرستیالې پاتریشیا ګاسمن هم ازادي راډیو ته ویلي و، که طالبان په عام محضر کې شرعي احکام پلي کړي، له سختو انتقادونو سره به مخامخ شي.

په عام محضر کې اعدام، د زنا په خاطر سنګسار، د لواطت په جرم پر تورن د دېوال چپه کول، د غلو د لاسونو پرې کول او په متروکو وهل په حدودو کې شامل دي.

طالبانو د واک په لومړۍ دوره کې، یعنې له ۱۹۹۶ تر ۲۰۰۱ پورې حدود او قصاص اجرا کاوه چې له دې کبله په نړۍ کې له ډېرو انتقادونو سره مخامخ وو.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

ملا یعقوب د دوحې د دفاعي صنایعو په نړیوال نندارتون کې برخه واخیسته

 د طالبانو د حکومت، د دفاع سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد
د طالبانو د حکومت، د دفاع سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد

د طالبانو حکومت خبر ورکړی چې د دوی د دفاع سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد او ورسره پلاوي یې د دوحې د دفاعي صنایعو له نړیوال نندارتونه لیدنه کړې.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې مولوي یعقوب او پلاوي یې د نندارتون د بیلابیلو برخو لیدنه کړې ده.

مجاهد همداراز ویلي چې مولوي یعقوب په نندارتون کې تر ګډون مخکې د ګڼو هېوادونو د دفاع وزیرانو سره په ګډه د قطر د امیر له مرستیال شېخ عبدالله بن حمد آل ثاني سره ولیدل.

قطر د طالبانو له ملاتړو هېوادونو بلل کېږي او د لویدیځ او طالبانو تر منځ د یوه رابط رول لوبوي.

د دوحې د دفاعي صنایعو نړیوال نندارتون د مارچ له څلورمې تر شپږمې د لسګونو هېوادونو او شرکتونو په ګډون پیل شوی.

په دې نندارتون کې همداراز څه باندې لس لویې جنګي بېړۍ او بېلابېل پرمختللي وسایل او پوځي سیسټمونه نندارې ته وړاندې شوي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر د افغانستان د وضعيت په اړه اندېښنه وښوده

 ولکر تُرک، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر
ولکر تُرک، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو لوی کمېشنر یو ځل بیا په افغانستان کې د بشري حقونو پر وضعیت اندېښنه وښوده.

وولکر ترک نن د ملګروملتونو د بشري حقونو د شورا ۵۵ مې غونډې ته د وینا پرمهال وویل، په افغانستان کې له بشري حقونو په تېره د نجونو او ښځو د حقونو په برخه کې پر سیستماتیکو سرغړونو خواشینی دی.

ښاغلي ترک له شپږم د لوړو ټولګیو پر زده کوونکو نجونو د تعلیم د بندیز، کار او تګ راتګ په ګډون د ژوند له ټولو برخو د ښځو څنډې کولو ته د اشارې په ترڅ کې وویل، په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو دفاع باید د ټولو هغو اړخونو د اهدافو په سر کې وي چې په افغانستان کې او یا د افغانستان لپاره کار کوي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمېشنر د فردي ازاديو او د بیان پر ازادۍ د محدودیتونو، د فعالانو او خبریالانو غیرقانوني نیونو او د خلکو په مخ کې د اعدامونو یادونه هم وکړه.

ترک همدا راز له پاکستانه په تېره د هغو افغان کډوالو پر ایستلو هم اندېښنه وښوده چې په افغانستان کې یې د نیولو احتمال شته.

د امریکا سفارت: د افغانستان وحشي ژویو ته دې خوندي چاپېریال برابر شي

تصویر له ارشیفه
تصویر له ارشیفه

د افغانستان لپاره د امریکا سفارت د وحشي ژویو د نړیوالې ورځې په مناسبت د افغانستان د وحشي ژویو د چاپېریال پر خوندي کولو او ساتنې ټینګار کړی دی.

دې سفارت پرون یکشنبې( د مارچ درېیمه) د دغې نړیوالې ورځې په مناسبت په خپله ایکس پاڼه یا پخواني ټویټر کې لیکلي چې د افغانستان د وحشي ژویو متنوع او بډایه چاپېریال ته باید پام وشي.

سفارت د بېلګې په توګه د بېساري واورین پړانګانو او د مارخور غرڅو یادونه کړې او ویلي یې دي چې هر ژوی زموږ د ایکو سیسټم په ساتلو کې مهم رول لوبوي.

د سفارت پر ایکس پاڼې لیکل شوي: راځئ په ګډه د افغانستان بېساری طبیعي میراث خوندي او هغه وساتو.

د افغانستان لپاره د امریکا سفارت د وحشي ژویو د نړیوالې ورځې په مناسبت په افغانستان کې د وحشي ژویو د چاپېریال په خوندیتوب ټینګار داسې مهال کوي چې په دې هېواد کې ډېر وحشي ژوي د څو لسیزو جګړو په ترڅ کې له مینځه تللي او د واورین پړانګانو په څېر ځینې کمیابه ژوي یې د انقراض له خطرسره مخ دي.

ملا برادر: نړیوال سازمانونه دې د کوکنارو د بدیلو کښتونو د ترویج لپاره افغانانو سره مرسته وکړي

د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر
د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر

د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر وایي، په افغانستان کې د کوکنارو پرځای د بدیلو کښتونو د ترویج لپاره اوس ښه زمینه برابره شوې او نړیوال سازمانونه دې په دې برخه کې له افغانانو سره همکاري وکړي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د باخترخبري آژانس د راپور له مخې، ملا عبدالغني برادر دغه څرګندونې د ملګرو ملتونو د نشه یي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې د ادارې له پخواني اجرائیوي ریس پینو الارچي سره په کتنه کې کړې دي.

ملا عبدالغني برادر ویلي چې د دوی د حکومت د څه باندې دوه نیمو کلونو پر مهال په افغانستان کې د نشه یي توکو د کښت او قاچاق پر وړاندې جدي مبارزه شوې او اوس مهال د ده په وینا، د مخدره موادو تولید او قاچاق نژدې صفرته رسېدلی.

هغه همدارنګه ویلي چې په مخدره موادو د روږدو په زرګونو کسانو درملنه شوې او ورته د کاري زمینو د برابرولو په هدف د حرفوي زده کړو پروګرامونه پیل شوي دي.

هغه زیاته کړې چې غواړي په نږدې راتلونکي کې په کابل کې یو نړیوال کنفرانس جوړ کړي تر څو د دغه کنفرانس له لارې افغان بزګرانو ته د بدیلو کښتونو وړاندې کولو په برخه کې د نړیوالو مالي ملاتړ راجلب کړي.

د روغتیا نړیوال سازمان: په افغانستان کې د شرې ناروغۍشکمنې پېښې زیاتې شوي

تصویر له ارشیفه
تصویر له ارشیفه

د روغتیا نړیوال سازمان، WHO په افغانستان کې د شرې ناروغۍ د شکمنو پېښو د زیاتوالي خبر ورکوي.

د دې سازمان د افغانستان څانګې پرون یکشنبې په یوه راپور کې ویلي چې ښایي د شرې د ناروغۍ د پېښو د زیاتوالي علت دا وي چې په ژمي کې یې سرایت تېزیږي او له بلې خوا هم په خلکو کې یې د معافیت اندازه کمه ده.

د روغتیا د نړیوال سازمان په وینا، د روان ۲۰۲۴ کال له پیل راهیسې تراوسه ټولټال د شرې د ۷۱۷۹ مشکوکو پېښو او ۲۹ مړینو راپور ورکړل شوی دی.

دې سازمان ویلي چې د شرې د ټولو مشکوکو پېښو اکثره یعنې ۵۷۸۲ یې له پنځو کلونو څخه په کم عمره ماشومانو کې تثبیت شوي دي.

د طالبانو حکومت: د وروستیو ورښتونو د مړو شمېر ۳۹ تنو ته ورسېد

په میدان وردګ کې د واورې ورېدو یو تصویر
په میدان وردګ کې د واورې ورېدو یو تصویر

د طالبانو د حکومت له پېښو سره د مبارزې وزارت ویندوی جانان سایق وايي چې په افغانستان کې د وروستیو ورځو د ورښتونو له کبله د مړینو شمېر ۳۹ تنو ته ورسېد.

ښاغلي سایق تر دې مخکې د مړینو شمېر ۲۰ تنه ښودلی و، خو ده پرون ناوخته وویل چې د ۳۹ تنو پر مړینې سربېره ۳۰ نور ټپیان شوي او ۶۳۷ ودانۍ نړېدلي دي.

د وروستیو اوونیو شدیدو واورو او بارانونو د سالنګ په شمول د یو شمېر ولایتونو لارې بندې کړې دي.

خوست کې چاودنې ۲ ماشومان وژلي

د افغانستان په عمومي نقشه کې خوست ولایت
د افغانستان په عمومي نقشه کې خوست ولایت

په خوست کې د یوې سرګلولې په چاودنه کې دوه ماشومان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس پرون (د مارچ ۳مه) خبر ورکړ چې دوو ماشومانو یو ناچاوده سرګلوله خپل کور ته وړې وه او د لوبې پر مهال پرې چاودلې.

وژل شوي او ټپیان د یوې کورنۍ غړي دي.

په افغانستان کې له جګړو څخه پاتې ناچاوده سروکې، ماینونه او مهمات وخت په وخت ملکي وګړي قرباني کوي.

د افغانستان متحده جبهه: له مخکینیو امنیتي ځواکونو څخه د ملاتړ هڅې پیل شوې دي

د افغانستان د پرځیدلي جمهوري نظام یو شمېر ځواکونه - تصویر له ارشیفه
د افغانستان د پرځیدلي جمهوري نظام یو شمېر ځواکونه - تصویر له ارشیفه

د افغانستان متحده جبهه وایي په هېواد کې دننه او ځینو نورو هېوادونو کې د ایسارو پخوانیو ځواکونو د لاسنیوي او همکارۍ لپاره هڅې کوي.

د دې جبهې یوه مسوول جنرال خوشال سعادت پرون د امریکا په پلازمېنه واشنګتن ډي سي کې د «افغان سرتېرو د درنښت» په نوم یوې غونډې ته دا خبره وکړه.

په دې غونډه کې د جنرال اکمل امیري، جنرال رازق او ځینو نورو پخوانیو افغان لوړپوړو پوځي قومندانانو عکسونه ځړول شوي وو چې له طالبانو سره په مخامخو جګړو یا د هغوی په بریدونو کې وژل شوي.

په دې غونډه کې د پخوانیو امنیتي او دفاعي ځواکونو ځینو مشرانو او ځینو نورو خلکو برخه اخیستې وه.

خوشال سعادت پر طالبانو نیوکه وکړه چې د افغانانو په وړاندې د ده په خبره بې دریغه زور زیاتی کوي.

د افغانستان متحده جبهه د پوځ د پخواني جنرال سمیع سادات له خوا جوړه شوې او اکثر هغه پخواني قومندانان او جنرالان پکې شامل دي چې کلونه یې د طالبانو پر وړاندې جګړه مخته وړله.

ایران: د طالبانو حکومت په چابهار بندر کې د دوی د اقتصادي نمایندګۍ د پرانیستلو غوښتنه کړې

له ارشیفه د چابهار بندر یو تصویر
له ارشیفه د چابهار بندر یو تصویر

ایران وايي، د طالبانو حکومت غواړي په چابهار بندر کې د اقتصادي نمایندګۍ دفتر پرانیزي.

د ایران مهر خبري اژانس پرون (د مارچ ۳مه) راپور ورکړ چې د طالبانو د اقتصاد وزارت پلاوي دغه هېواد ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه دفتر د پرانیستلو غوښتنه وکړه.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د طالبانو تر کنټرول لاندې د اقتصاد وزارت د نړیوالو ترانزیتي چارو د رئیس محمدالله بختیار په مشرۍ د طالبانو پلاوي هم چابهار بندر ته تللی او هلته یې د ولسمشر له سلاکار حجت الله عبدالمالکي او د بهرنیو چارو له وزیر سره کتلي دي.

د ایران د سوداګریزو چارو عالي شورا د اعلامیې له مخې، دواړو لورو د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او ترانزیت پر پراختیا ټینګار کړی دی.

د راپور له مخې، د طالبانو پلاوي او ایراني چارواکو د چابهار بندر د پراختیا له پروژې خپل بشپړ ملاتړ څرګند کړی دی.

د طالبانو د سوداګرۍ وزیر د ښځینه وو په ګډون سوداګریز پلاوي سره ترکمنستان ته تللی

تصویر له ارشیفه - د طالبانو د سوداګرۍ وزیر په ترکمنستان کې د یوې غونډې پر مهال
تصویر له ارشیفه - د طالبانو د سوداګرۍ وزیر په ترکمنستان کې د یوې غونډې پر مهال

د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزیر په مشرۍ د خصوصي سکتور یو پلاوی چې ښځینه سوداګرې هم پکې شاملې دي، ترکمنستان ته تللی دی.

دغه پلاوي پرون (شنبې) د ترکمنستان د سوداګرو او پانګوالو د ټولنې له مشر نوکر قُلي اوف سره پر دوه اړخیزو سوداګري اړیکو او پانګونې خبرې وکړې.

د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر نورالدین عزیزي عشق اباد ته تر روانېدو مخکې د کابل په هوايي ډګر کې خبریالانو ته وویل چې په دې سفر کې د ۱۵ ښځینه سوداګرو په ګډون ۲۵۰ افغان سوداګر ورسره مله دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG