د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۴

لاس انجلس ټایمز: طالبانو د نجونو د تعلیم پر ضد جګړه پراخه کړه


په فراه کې د نجونو تړلی ښوونځی
په فراه کې د نجونو تړلی ښوونځی

ګلوبل اينډ مېل:

کاناډایۍ ګلوب اینډ مېل ورځپاڼې د طالبانو په واکمنۍ کې د کندهار د زندان په اړه یو مطلب خپور کړی.

کاناډايي ځواکونو د ۲۰۰۱ او ۲۰۱۴ کلونو ترمنځ په کندهار کې پوځي ماموریت لاره او په دې ترڅ کې د سرپوزې د زندان مسوولیت هم کاناډايي پوځیانو په غاړه واخیست.

ورځپاڼه لیکي د سرپوزې زندان، چې یو وخت په افغانستان کې د کاناډا پوځي ماموریت د خپلو ویاړونو یوه برخه بلله د ښه نیت د اقداماتو مخینه لري، خو د دې ښه نیت نتایج ښه نه وو، ځکه د ورځپاڼې په وینا اوس مهال دې زندان یوه ډېره بدرنګه او ناوړه څېره خپله کړې او بندیان یې په ډېرو بدو، خطرناکو روغتیايي شرایطو کې ساتل کېږي.

وړاندې په مطلب کې راغلي د کندهار د زندان بیارغونې ته چې د جمهوري نظام د سقوط تر مهاله طالب بندیان په کې ساتل کېدل، په جګړه ځپلي افغانستان کې د قانون د حاکمیت د پیاوړي کولو لپاره د یوې هڅې په سترګه کتل کېدل.

د ۲۰۰۶- ۲۰۰۸ کلونو ترمنځ د کاناډايي ځواکونو په پوځي عملیاتو کې له نیول شویو طالب بندیانو سره د کندهار په زندان کې د افغان ځواکونو د ناوړه چلند په اړه راپورونه خپاره شول او د ۲۰۰۸ کال په جون میاشت کې طالبانو د یوه منظم او پېچلي پلان په ترڅ کې پر دې زندان برید وکړ چې په نتیجه کې یې ۱۲۰۰ بندیان وتښتېدل.

په همدې وخت کې د کندهار د ولایتي بیارغونې ټیم یا پي آر ټي، ته د دې زندان د ادارې مسوولیت وسپارل شو او د کاناډا پوځ د پنځه میلیون ډالرو په لګښت دا زندان بیا ورغاوه.

د ګلوب ایند مېل په مطلب کې وړاندې راغلي چې د سرپوزې په زندان کې اوس طالبان تر ډېره هغه کسان ساتي چې د کوکنارو د کروندو د مخنیوي د عملیاتو په ترڅ کې یې نیسي او یا په مخدرو مواد روږدي دي.

ورځپاڼه په دې ډله کې د هغې ۳۰ کلنې ښځې یادونه هم کوي چې د پنځو ماشومانو مور ده او طالبانو د مخدرو موادو د پېرلو په تور نیولې ده.

د زندان اوسني مشر مولوي حسیني ګلوب اینډ مېل ته ویلي چې اوسمهال دا زندان کافي کارکوونکي، برښنا، صحي امکانات او درمل نه لري.

لاس انجلس ټايمز:

لاس انجلس ټایمز ورځپاڼې په یوه مطلب کې د افغان ښځو وضعیت ته کتنه کړې.

د دې مطلب عنوان دی هغه کال چې په ترڅ کې یې طالبانو په افغانستان کې د نجونو د تعلیم پر ضد جګړه پراخه کړه.

ورځپاڼې په دې تصویري راپور کې د بامیان ولایت د اوسېدونکې زهرا وفا کیسه نقل کړې ده.

د راپور له مخې زهرا ته هغه ورځې وریادېږي چې دې او مېړه به یې د دې لپاره چې د خپلو ماشومانو د تعلیم لګښت برابر کړي وچه ډوډۍ خوړه.

راپور زیاتوي چې زهرا اوس د طالبانو د واکمنۍ له نوي واقعیت سره مخامخ ده او د هغې غږ د دې فکر له وجې چې د دې د ټولو زحمتونو نتیجه ښايي هېڅ وي رېږدي.

زهرا لاس انجلس ټایمز ته ویلي چې د خپلو لوڼو لپاره یې ډېر زیار وګاله، ډېرې پیسې یې ولګولې او هغوی هوښیارې نجونې دي خو اوس مجبوره دي چې په کور کې کیني.

زهرا وايي، هرځل چې په دې اړه فکر کوي، سر يې په درد شي.

لاس انجلس ټایمز لیکي زهرا وفا او د هغې لوڼې د نورو افغان نجونو او ښځو په شان د افغانستان لپاره د طالبانو له سخت دريځي پلان سره مخامخ دي او طالبان په پام کې لري چې نه یوازې د ښځو د تعلیم بلکې په ټولنه کې د ښځو د ژوند په برخه کې هم د ساعت عقربه په شا بوځي.

XS
SM
MD
LG