د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۷

د افغانستان پر وضعيت نړيوالې ورځپاڼې څه وايي؟


نړيوالې ورځپاڼې
نړيوالې ورځپاڼې

ګارډين ورځپاڼه:

له برېتانیا خپرېدونکې ګارډین ورځپاڼه د افغانستان په اړه بشري حقونو د څار د سازمان وروستي راپور ته په اشارې وايي، د تېر کال په اګست میاشت کې د طالبانو د بیا ځلي واکمنۍ راهيسې ، سلګونه هزاره ټبري افغانان د داعش د خراسان څانګې په بریدونو کې وژل شوي دي.

ورځپاڼه د بشري حقونو د څار د نړیوال سازمان د راپور په استناد زیاتوي، په تېر یو کال کې په افغانستان کې په ۱۳ جلا جلا بریدونو کې تر ۷۰۰ زیات هزاره وګړي وژل شوي دي.

د بشري حقونو د څار سازمان طالبان تورن کړي چې د خپلو پخوانیو ژمنو پر خلاف د هزاره ټبرو او نورو مذهبي لږکیو په خوندیتوب کې پاتې راغلي او نه دي توانېدلي چې له مرګونو بمي او انتحاري بریدونو یې وژغوي او دد قربانیانو او کورنیو سره پر وخت د روغتیايي مرستې وکړي.


داعش وسله‌والې ډلې په تېرو څو میاشتو کې په افغانستان کې د ګڼو هغو بریدونو مسؤلیت منلی چې په‌کې هزاره ټبري، سني صوفیان، افغان هندوان او سېکهان او عام افغانان په نښه شوي دي.

خو ګارډین د طالبانو د یو ویاند له خولې وايي، د طالبانو حکومت د هزاره وګړو د خوندیتوب لپاره " لازم اقدامات " کړي دي او د بشري حقونو د څار د سازمان دا راپور په سیمه کې موجود واقیعت نه منعکسوي.

لاتين ټايمز ورځپاڼه:

د لاتین ټایمز ورځپاڼې په کابل کې د روسیې پر سفارت وروستي برید په افغانستان کې پر یوې بهرنۍ ډیپلوماټیکي نماينده ګۍ کم ساری برید بللی دی او وايي، د دوشنبې په ورځ یو ځانمرګی وتوانېده چې خپل ځان پورې تړلي چاودیدونکې مواد په کابل کې د روسیې د سفارت مخې ته وچوي او ددې سفارت دوه کارکونکیو په شمول څو تنه ووژني.

ددې برید مسؤلیت د داعش وسلوالې ډلې پر غاړه اخیستی دی.

لاتین ټایمز دا برید د هغو بریدونو په لړۍ کې چې په تېر یو کال کې د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان کې رامنځته شوي تازه پېښه ګڼلې او وايي، کابل کې پر یو بهرني ډیپلوماټیک دفتر دا برید داسې مهال کېږي چې پر کابل د طالبانو د بیا ځلي واکمنۍ تر کال زیاته موده کېږي او په دې موده کې پر یو بهرنۍ ډیپلوماټیکي استازولۍ دا ډول لومړني برید دی.

دا برید داسې مهال کېږي چې طالبان د نړۍ هېوادونه هڅوي چې په کابل کې دې خپل سفارتونه پرانیزي.

روسیې که څه هم په افغانستان کې د طالبانو حکومت په رسمیت نه‌دی پېژندلی، خو له دې ډلې سره نږدې اړیکې لري او د ګوتو په شمېر هېوادونو څخه ده چې د طالبانو له بیا ځلي واکمنۍ وروسته یې هم په کابل کې سفارت پرانیستی دی.

روسیې همدارنګه په مسکو کې د افغانستان په سفارت کې هم د طالبانو ځینې ډیپلوماټان منلي دي.

XS
SM
MD
LG