د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۹

پارکونو ته د ښځو پر ورتګ بنديز؛ نړيوالې ورځپاڼې يې په اړه څه وايي؟


هرات کې يو تفريحي پارک، انځور - ارشيف
هرات کې يو تفريحي پارک، انځور - ارشيف

خليج ټايمز ورځپاڼه:

  • د متحده عربي اماراتو څخه خپرېدونکې خلیج ټایمز ورځپاڼې افغانستان کې پارکونو او تفریحي ځایونو ته د ښځو په ورتګ پر بندیز د فرانسې خبري اژانس راپور خپور کړی دی.

ورځپاڼه د کابل په یوې څنډه کې د ځاځي پارک یادونه کوي چې په وینا یې د کابل د نورو سیمو په پرتله په لوړه پروت دی او د کابل ښار ښکلې منظره ورڅخه لیدل کېږي.

د ګڼې ګوڼې په دې ډک پارک کې د ورځپاڼې په وینا دا اونۍ هر څه ناڅاپي په ټپه ودرېدل.

دا پارک هم پارکونو ته د ښځو پر ورتګ د طالبانو له نوي بندیز اغېزمن شوی دی.

د خلیج ټایمز له‌خوا خپور شوی راپور وايي، تر بندیز یوه اونۍ مخکې دې پارک ته سلګونه ښځې د خپلو ماشومانو او کورنیو سره ورتللې، په ځانګړې توګه د جمعې ورځ چې د عمومي رخصتۍ ورځ وي، ډېر خلک دې پارک ته د تفریح لپاره ورتلل.

خو د راپور په وینا د چهارشنبې په ورځ د طالبانو له بندیز وروسته دا پارک یوازې د ګوتو په شمېر کسانو کوربه و.

بیسنیز انسایډر خپرونه:

  • "هغه ناکامه جګړه چې شوروي اتحاد يې ونړوه؛ اوس د اوکراین په جګړه کې د پوتین ناکامي به روسیه یوې تیاره راتلونکې ته ټیل وهي."

دا د بیسنیز انسایډر خپرونې د یوې لیکنې سرلیک دی چې په‌کې په افغانستان کې د شوروي د جګړې او په اوکراین کې د روسیې د جګړې په مشترکاتو بحث شوی دی.

ورځپاڼه وايي، په افغانستان کې د شوروي اتحاد جګړه او په اوکراین کې د روسیې اوسنۍ جګړه د ورانونکي پلان او عملي کېدو په برخه کې څرګند مشترکات لري.

د لیکوال په باور د روسي اوسنی ولسمشر ولادیمیر پوتین چې په افغانستان کې د پخواني شوروي د اشغال پر مهال په ختیځ جرمني کې د کې جي بي ایجینټ و، هماغه د بې‌زارۍ حس رامنځته کوي چې د افغانستان په جګړه کې د جنګیدلي پخواني شوروي په سرتېرو کې رامنځته شوی و.

د خپرونې په وینا د شوروي اتحاد په ړنګېدو د افغانستان رول او ترې را وروسته عواقب یې دا په ګوته کوي چې څنګه د اوکراین جګړه په روسیه کې سیسټماتیک بدلون ګړندی کولی شي.

او یا به د لیکوال په وینا هغه د تحقیر او غچ اخیستنې څرخه نوره هم پیاوړې کړي چې پر واک یې د پوتین منګولې کلکې کړي دي.

XS
SM
MD
LG