د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۸

نړيوالې ورځپاڼې د افغانستان په اړه څه وايي؟


يو شمېر نړيوالې ورځپاڼې
يو شمېر نړيوالې ورځپاڼې

ریسپانسېبل سټېټکرافټ:

انلاین مجلې ریسپانسېبل سټېټکرافټ پرون د افغانستان د چارو د شنونکي بارنیټ روبین لیکنه خپره کړې ده.

روبین چې د ملګرو ملتونو او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د سلاکار په توګه یې دنده ترسره کړې ده، لیکي، وروسته له هغې چې د امریکا متحدوایالتونو له افغانستانه څه باندې کال مخکې خپل ځواکونه وایستل او افغانستان یې طالبانو ته پرېښود، یوه حکومت هم د طالبانو اسلامي امارت په رسمیت نه دی پېژندلی، خو حکومتونه د دوی پر وړاندې د کومې نیابتي جګړې ملاتړ هم نه کوي.

د لیکوال په وینا، دغسې یوه جګړه به د قدرت خلا او د اسلامي دولت ډلې د خراسان څانګې او د امریکا متحدوایالتونو ته به بیا د دخالت چانس په لاس ورکړي، هغه دوه جهتونه چې د افغانستان پیاوړي ګاونډي هېوادونه ورته د دایمي ګواښ په سترګه ګوري.

د روبین په لیکنه، د ګاونډیو هېوادونو یوه اندېښنه افغانستان ته د نړیوالو تروریستي ډلو مخه کول، په افغانستان کې یو کمزوری او ماتېدونکی قدرت، وروسته پاتې ټولنیزې پالیسۍ، اقتصادي او بشري بحران، چې علت یې د نړیوالو مرستو بندېدل دي، د افغانستان د بهرنۍ شتمنۍ کنګل کېدل، د طالبانو پر مشرانو بندیزونه او د دغو ستونزو پر وړاندې د اقدام لپاره د حکومت ناتواني او د ارادې نشتوالی دی.

بارنیټ روبین د انلاین مجلې ریسپانسېبل سټېټکرافټ د مقالې په دوام زیاتوي د افغانستان ګاونډي هېوادونه د سیاسي روغې جوړې د یوې برخې په توګه له افغانستانه د امریکايي پوځيانو د وتلو غوښتنه کوله.

د لیکوال په خبره، په لوړه سطحه له ډیپلوماتیو او سیاسي هڅو پرته، چې له مخې یې طالبان په یوه لوی چوکاټ کې ځای کړي، امریکا د افغانستان د جمهوري نظام تر نسکورېدو وروسته طالبانو ته پر قدرت د منګولو لګولو چانس ورکړ.

که څه هم پر افغانستان د طالبانو د ولکې د بیا ټینګولو ۱۶ میاشتې په پوره کېدو دي، خو په افغانستان کې اقتصادي بحران په پراخېدو دی او ګڼو سازمانونو ویلي، چې په کار ده افغانستان د اوکراین د جګړې له کبله له یاده ونه ایستل شي.

کرکټ ټایمز:

کرکټ ټایمز خپرونې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د لوبډلمشر محمد نبي د استعفی پر اعلان لیکنه خپره کړې، چې د جمعې په ورځ یې له استرالیا سره د مسابقې تر بایللو وروسته خپور کړ.

د لیکنې په یوه برخه کې راغلي، سږکال د کرکټ د شلو اوورونو په مسابقو کې د افغانستان بخت کار ونه کړ، ځکه درې مسابقې یې وبایللې، دوې نورې مسابقې د باران له کبله لغوه شوې.

د کرکټ ټایمز په لیکنه، د محمد نبي په استعفی کې لیکلي: "وروستیو سفرونو کې د بورډ د ادارې، غوراوي کمېټې او زما په یوه نظر نه اوسېدلو هم د ټیم بیلانس ته زیان رسولی و."

د خپرونې په لیکنه ۳۷ کلن محمد نبي چې غوره الراونډر دی، په ۲۰۲۱م کال کې د شل اووره نړیوال جام تر مسابقو مخکې د راشد خان تر استعفی وروسته د کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر وټاکل شو.

محمد نبي په ۲۰۱۰م کال کې هم د نوروز منګل پر ځای د کرکټ ملي لوبډلې د کپټان په توګه ټاکل شوی و.

د کرکټ د شلو اوورونو نړیوال جام د سیالیو په لړ کې افغانستان خپله یوه مسابقه انګلستان، یوه سریلانکا او بله اسټرالیا ته بایلوده، خو د ایرلنډ او نیوزیلنډ پر وړاندې یې مسابقې د باران له کبله ونه شوې، خو هر ټیم ته یوه- یوه نومره ورکړل شوه.

XS
SM
MD
LG