د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۳

اروپايي پارلمان: له افغان نجونو او مېرمنو سره د طالبانو چلند تبعيضي دی


يو شمېر افغان مېرمنې کابل کې د اعتراض پر مهال، انځور - ارشيف
يو شمېر افغان مېرمنې کابل کې د اعتراض پر مهال، انځور - ارشيف

اروپايي پارلمان د پنج‌شنبې په ورځ په افغانستان کې د بشري حقونو په ځانګړي ډول د افغان نجونو او ښځو د ناوړه وضعیت او په ښوونیزو مرکزونو د بریدونو په اړه یو پرېکړه‌ليک تصویب کړ.

په دې پرېکړه‌لیک کې لیکل شوي، واک ته د طالبانو له بیا رسېدو وروسته، اوس‌مهال د طالبانو تر حاکميت لاندې د نجونو او ښځو د حقونو په برخه کې ستر شاتګ کېدای شي جنسيتي آپارتاید یا تبعیض وبلل شي.

پرېکړه‌لیک کې زیاته شوې، طالبان باید دا ډاډ ورکړي چې ښځې کولای شي په عامه ژوند کې فعاله ونډه واخلي او تر خوا یې له نړیوالې ټولنې هم غوښتنه شوې چې له طالبانو سره یې د تعامل په برخه کې دا مسله باید د اساسي شرط په توګه مطرح وي.

اروپايي پارلمان د طالبانو له‌خوا د نجونو په ثانوي زده‌کړو بندیز هم غندلی او ترې یې غوښتي چې په خپلو تېرو ژمنو عمل وکړي.

له طالبانو مو په دې اړه وپوښتل، خو ویاندویانو یې ځواب را نه‌کړ، خو له دې وړاندې یې بار بار ویلي، په افغانستان کې د ټولو افغانانو حقونه خوندي دي.

د اروپايي پارلمان په پرونۍ غونډه کې وینا‌والو هم د نجونو او ښځو پر وړاندې د طالبانو په کړنو خورا سختې نیوکې وکړې.

د بحران د مدیریت لپاره د اروپايي ټولنې کمېشنر جانیز لینارچېچ په دې ناسته کې وویل، په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ راهیسې د ښځو حقونه په سیسټماټیک ډول خراب شوي دي.

"دوی نجونې له ثانوي زده‌کړو بې برخې کړي، د ښځو په لباس، کار او سفر یې بندیزونه لګولي"

نوموړي وويل: "دوی نجونې له ثانوي زده‌کړو بې برخې کړي، د ښځو په لباس، کار او سفر یې بندیزونه لګولي، حتا عامه پارکونو او جیمونو ته یې د ننوتو مخه نیولې ده. ښځې د اقتصادي او ټولنیز ژوند له ډېرو برخو څخه ویستل شوي. د تاوتریخوالي او جبري ودونو څخه د ښځو او نجونو د ساتنې لپاره سرپناه او مېکانیزمونه له‌منځه وړل شوي چې د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي د زیاتوالي د راپورونو سره سره، د مرستې غوښتلو لپاره د ښځو وړتیا په جدي توګه محدودوي."

په دې غونډه کې د اروپايي پارلمان د بهرنیو اړیکو د کمېټې مرستیالې او د کرواسیا استازې ژیلجانا زوکو هم په افغانستان کې د نجونو او ښځو وضعیت مخ په خرابېدو او د جدي اندېښنې وړ وباله.

افغان مېرمنې کابل کې د لاريون پر مهال، انځور - ارشيف
افغان مېرمنې کابل کې د لاريون پر مهال، انځور - ارشيف

نوموړي ويلي: "له کله چې طالبان واک ته رسېدلي، دوی په ټولنه کې د ښځو موقف له‌ پامه غورځولی، له عامه ژونده یې لېرې کړي دي، د نجونو منځني ښوونځي یې تړلي او د ښځو د سفر، کار او سیاسي مشارکت په ګډون یې د دوی د ازادۍ حق محدود کړی دی."

خو د اروپايي پارلمان په غونډه کې د ایرلنډ دوو استازو د نړیوالې ټولنې له‌خوا له افغانانو سره په اوسني چلند هم نیوکه وکړه.

"د افغانستان له پامه غورځول حل لار نه‌ده. هو! موږ باید خپلې پولې پرانیزو او کډوالو ومنو."

د ایرلنډ استازې کلر ډالي انتقاد وکړ چې ګنې نړیوالې ټولنې افغانستان له پامه غورځولی.

نوموړې وويل: "د افغانستان له پامه غورځول حل لار نه‌ده. هو! موږ باید خپلې پولې پرانیزو او کډوال ومنو. هر ورځ د خلکو له ناهیلي کوونکو غوښتنوسره مخ کېږم، مګر موږ باید څومره کډوالو ومنو، یو میلیون، دوه میلیونه؟ له هغو میلیونونو خلکو سره څه وکړو چې هلته پاتې دي؟."

په اروپايي پارلمان کې د ایرلنډ بل استازي میک والیس هم د اوکراین په پرتله د افغان کډوالو پر وړاندې د اروپايي ټولنې په په دوه ګوني سیاست نیوکه وکړه.

غفاري: افغان ښځې د زېږېدو له ورځې له تاوتریخوالي سره مخ دي
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:12:01 0:00

هغه وویل: "د اوکراین د مهاجرت د ناورین پر وړاندې د اروپايي ټولنې غبرګون ښيي چې که سیاسي اراده وي، هر څه کېدای شي. له دې پرېکړه‌لیک زموږ موخه د افغان کډوالو لپاره هم د ورته ملاتړ پر اړتیا ټینګار دی، خو ځينې لویې ډلې دا فکر نه‌لري. ښکاري چې دوی له هغه دوه ګوني سیسټم چې موږ دلته په ټولنه اروپا کې د کډوالو لپاره جوړ کړی دی، راضي دي."

د اروپايي پارلمان په پرونۍ غونډه کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته، معلوماتو د لاس‌رسي، د خبریالانو د خپلواکۍ په کمېدو او په مدني سازمانونو د فشار راوستل هم د اندېښنې وړ مسایل یاد شول.

اروپايي پارلمان داسې مهال د اندېښنې ښيي چې افغانستان ورځ تر بلې په بشري، اقتصادي، سیاسي او ټولنیز برخه کې د مخ پر لوړ ناورین سره مخ کېږي، هغه چې افغانان یې خورا له بد برخلیک سره مخ کړي دي.

XS
SM
MD
LG