د ښځو او د بشر حقونو یو شمېر فعالانې وايي، په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې، د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی زیات شوی او هیڅ بنسټ یې د ثبت لپاره نهشته.
يوه معترضه ښځه چې نهغواړي نوم يې راپور کې واخيستل شي ادعا کوي چې، له خپلو ماشومانو سره د څو ورځو لپاره د طالبانو په بند کې وه.
نوموړې ازادي راډيو سره خبرو کې وويل، د خپلې دندې له لاسه ورکولو، اجباري حجاب ته د نه ویلو او دغه شان په مزار شریف ښار کې معترضو ښځو ته عدالت غوښتنې له معترضه ښځو سره یو ځای شوې وه.
"له موږ سره د څېړنې پر مهال لفظي تاوتریخوالی زیات و"
خو په خبره یې، طالبانو نوموړې د نورو معترضو ښځو په په شان ونیوله او زنداني یې کړه.
ياده مېرمن، دا ادعا هم کوي، چې ماشومان یې هم له نوموړې سره په بند کې وو او هر هغه څه یې لیدلي چې د پلټونو پر مهال پرې تېرېدل.
دغې معترضې مېرمنې ازادي راډیو ته وویل: "له موږ سره د څېړنې پر مهال لفظي تاوتریخوالی زیات و، له موږ سره یې زیات تاوتریخوالی کاوه، لفظي تاوتریخوالی، کله چې یو کس تر تحقیق لاندې وي او دوه درې طالبان وسلو سره درته په سر ولاړ وي او ته هم پوهېږې چې ټول وسلهوال دي ان تر دې چې د انتحاریانو کنډک یې هم څنګ کې وي دا د یو کس لپاره په هغه وخت کې ډېره سخته ده."
ياده مېرمن وايي، د افغان ښځو د حقونو لپاره به خپلې حق غوښتنې ته دوام ورکوي.
دا په داسې حال کې ده، چې دا مهال په افغانستان کې هيڅ خپلواک بنسټ هم د مېرمنو د ملاتړ په برخه کې فعالیت نهلري.
د ښځو د حقونو فعاله نظیفه جلالي وايي، اوس مهال په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د ۱۲ هغو کمېټو رهبري ورترغاړې ده، چې د مېرمنو په وړاندې د تاوتریخوالي پېښې ثبتوي.
د افغانستان په ۵ زونونو کې تر اوسه توانېدلي دي، چې د نجونو د ۲۲۰۰ کم عمره او جبري ودونو پېښې ثبت کړي."
نوموړې د امنیتي ستونزو له امله نهغواړي، چې د خپل بنسټ نوم یې په راپور کې واخیستل شي.
د ښځو د حقونو دغه فعاله وايي، له کله نه چې طالبان په افغانستان واکمن شوي نوموړې د خپلو کاري کمېټو په مرسته د افغانستان په ۵ زونونو کې تر اوسه توانېدلي دي، چې د نجونو د ۲۲۰۰ کم عمره او جبري ودونو پېښې ثبت کړي.
نوموړې ادعا کوي وايي، د دې ثبت شویو پېښو له شمېر ۹۰۰ یې داسې دي چې د طالب قومندانانو او ځینو غړو لهخوا د نجونو او د دوی د کورنۍ له خوښې پرته رامنځته شوي.
د اغلې جلالي د شمېرو لهمخې، یوازې ۱۸۰۰ پېښې د میراث د غوښتنې پر مهال د ورونو او یا مېړنو لهخوا د وهلو او ډبولو ثبت شوې دي.
د ښځو د حقونو دغې فعالې د ادعا پر بنسټ، ۴۵۰ هغه پېښې دوی ثبت کړي چې طالبانو ښځینه محصلینې د حجاب نه مراعتولو په خاطر وهلي.
نوموړې وايي، د طالبانو لهخوا د وهلو ۵۵ نورې پېښې هم دوی ته رسېدلي دي خو لاملونه یې معلوم نهدي.
د نوموړې په خبره، د طالبانو حکومت لهخوا له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو له تړل کېدو وروسته د دوی لهخوا ۸ د نجونو د ځان وژنې پېښې هم د افغانستان په جنوب، لوېدیځ، ختیځ او مرکز کې ثبت شوې دي.
د ښځو د حقونو دغه فعاله، په داسې حال کې د ۸ زدهکوونکو د ځان وژنې خبره کوي چې طالبانو له ۱۵ میاشتو راهیسې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړلي دي.
دغه شان له کله نه چې طالبان په افغانستان واکمن شوي د مدافع وکیلانو د ټولنې له لغوه کولو سربېره یې ښځينه قاضیانې او څارنوالانې هم له دندو لرې کړې دي.
نظیفه جلالي د طالبانو لهخوا له ټولنې، په سیسټماټیک ډول د ښځو د لرې کولو موضوع ته په اشاره سره ازادي راډیو ته وویل: "یو بل فرمان، یو ډېر خطرناک څه، چې د هیچا پام ورته نهدى شوى او چا يې په اړه بحث هم نهدی کړی، خو موږ شا او خوا ۱۵ مېرمنو له نا دولتی موسسو، چې په انګليسي کې ورته انجو وايي، له خپلې دندو استعفا کړې او دا د طالبانو په غوښتنه شوې."
اغلې جلالي وايي، د دوی موندنې ښېي، چې د طالبانو په حکومت کې له مېرمنو د بېلتون حق هم اخیستل شوی.
په تېر جمهوري نظام کې د محکمو لهخوا ښځو ته د جلا کېدو یا بېلتون حق ورکول کېده.
هڅه مو وکړه چې د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد او د مرستیال يې بلال کریمي نظر هم په دې اړه واخلو خو دوی د دې راپور تر خپرېدو د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نهکړې.
طالبانو په دې خاطر چې له ښځو د ملاتړو بنسټونو لاس رالنډ کړي، په خپل لومړي اقدام کې یې د ښځو چارو وزارت لغوه کړ.
دوی دا کار د ۱۴۰۰ کال د سنبلې میاشتې په ۲۶مه وکړ او د دغه وزارت ودانۍ یې د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت ته ځانګړې کړه.
طالبانو دغه شان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون هم لغوه کړ.
خو اوس پوښتنه دا ده چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د ښځو او نجونو د تاوتریخوالي پېښو ته څوک او څه ډول رسېدنه کېږي؟
د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد او مرستیال یې بلال کريمي د دې راپور تر خپرېدو د ازادي راډیو دې پوښتنې ته هم ځواب نهدی ورکړی، خو له دې وړاندې ویلي و چې که ښځې شکایت لري کولای شي د دوی په حکومت کې عدلي او قضايي بنسټونو ته مراجعه وکړي.
"د طالبانو تر کنټرول لاندې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي کچه پرته له شکه چې زیاته د اندېښنې وړ ده"
خو د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون پخوانۍ رئیسه شهرزاد اکبر بیا په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "د طالبانو تر کنټرول لاندې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي کچه پرته له شکه چې زیاته د اندېښنې وړ ده، د دې لپاره چې دغو تاوتریخوالو ته د رسېدنې هیڅ قضايي بنسټ نهشته، پخوا مثلا لویه څارنوالي وه، د امن کور و او یا هم محکمې وې خو اوس مېرمنې دغه ادرسونو ته هیڅ لاسرسي نهلري."
د ۲۰۲۱ کال د اګسټ میاشتې له پیله د طالبانو حکومت د یو شمېر فرمانونو او مکتوبونو په ترڅ کې یو بل پسې د افغانستان د ښځو حقونه په نښه کړي دي.
له شپږم ټولګي پورته له نجونو د تعلیم حق اخیستل، د ډېریو ښځينه دولتي کارکوونکو په کور کېنول، په لرې واټن کې د مېرمنو له محرم پرته د سفر نه اجازه، د حجاب اجباري کول، له ورزش، حمامونو او ان له تفریحي پارکونو د مېرمنو منع کول، هغه محدویتونه دي چې طالبانو په افغان مېرمنو او نجونو لګولي دي.
دا موارد خپله د مېرمنو او په افغانستان کې دننه او بهر له ګڼو غبرګونو سره هم مخ شوي.
طالبانو بیا د دغو ښځو داعتراضونو د مخنيوي لپاره نه یوازې دا چې له تاوتریخوالي کار اخیستی بلکې ځینې هغه یې بندیانې کړې هم دي.
په ټولنیزو رسنیو کې د طالبانو له لوري معترضه ښځو او نجونو سره د تاوتریخوالي ځينې ویډيوګانې هم لاس په لاس شوي.
طالبانو تل ویلي، چې د افغان مېرمنو او نجونو ټول حقونه یې د اسلامي اصولو په رڼا کې ټینګ کړي خو په دې اړه یې روښانه تعریف نهدی وړاندې کړی.
د بشر حقونو نړېوالو سازمانونو هم د اعلامیو په صادرولو سره د طالبانو له لوري د افغان ښځو او نجونو د حقونو د نقض په موضوع انتقادونه کړي خو معترضه مېرمنو بیا ویلي، چې دا بسنه نهکوي.