د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۱

د طالبانو تر واک لاندې ښځې څومره د نظر څرګندولو او نیوکې حق لري؟


يو شمېر افغان نجونې او مېرمنې د لاريون پر مهال، انځور - ارشيف
يو شمېر افغان نجونې او مېرمنې د لاريون پر مهال، انځور - ارشيف

په افغانستان کې د ښځو د حقونو فعالانې وايي، په وروستیو پنځلس میاشتو کې یې د فعالیتونه هدف ښځو ته د زده‌کړو او کار د حق لپاره عدالت غوښتنه ده خو د طالبانو له خوا د دوی اعتراضونه پرله‌پسې په تهدید، نیولو او ویرولو خاموشه شوي دي.

یو شمېر افغان فعالانې وايي، د طالبانو به زندانونو کې د ورځو او اونیو له زندان تېرولو وروسته اوس توانیدلي دي چې له افغانستان ووځي.

خو د راپورونو پر بنسټ لا هم د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانې د طالبانو په توقیف کې دي.

د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانو ویلي چې طالبانو یې په وروستیو کې څو تنه همکارانې نیولي دي.

طالبانو تر اوسه پورې د ظریفه یعقوبي، فرحت پوپلزۍ او حمیرا یوسف د نیول کېدو د ادعاوو په اړه خاموشي غوره کړې ده.

نن موږ په نور بس دی خپرونه کې په همدې اړه بحث کوو.

د خپرونې مېلمنې مو مدني فعاله اوږۍ امیل او د ښځو د حقونو فعاله دنیا ساپۍ ده.

خپرونه د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:27:22 0:00
XS
SM
MD
LG