د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۳

طالبان: د ښځينه کرېکټ لوبډلې د ملاتړ په اړه به راتلونکي کې پرېکړه وشي


د افغان ښځينه کرېکټ لوبډله، انځور - ارشيف
د افغان ښځينه کرېکټ لوبډله، انځور - ارشيف

د طالبانو د قطر د دفتر مشر سهیل شاهین ازادي راډیو ته تأیید کړه، چې د کرېکټ نړۍوالې شورا د افغانستان کاري ډلې له غړو سره په لیدنه کې هغوی ته ویلي، چې دوی د کرېکټ له اوسنۍ ملي لوبډلې ملاتړ کوي او د ښځو د لوبډلې په اړه به هم په راتلونکې کې د اسلامي ارزښتونو په رڼا کې پرېکړه وشي.

ښاغلي شاهین دا خبره په یو لیکلي پیغام کې ازادي راډیو ته وکړه.

دا څرګندونې وروسته له هغه کېږي، چې د کرېکټ نړۍوالې شورا د افغانستان د کرېکټ د څار او راپور ورکولو کاري ډلې د دې شورا په ناسته کې ویلي دي، چې په دوحه کې یې د طالبانو او د افغانستان د کرېکټ بورډ له استازو سره کتلي چې هغوی ورسره په افغانستان کې د یو لړ اصولو په رڼا کې د ښځو له کرېکټ څخه د ملاتړ ژمنه بیا تکرار کړې ده.

د کرېکټ نړۍوالې شورا د افغانستان کاري ډلې مشر عمران خواجه کرېک انفو وېبپاڼې ته ویلي، کرېکټ بورډ خپلواکه اداره ده او دوی هڅه کوي له توپیر پرته ټولو ته په افغانستان کې د کرېکټ کولو فرصت برابر کړي.

نوموړي په افغانستان کې د ښځو په وړاندې شته ننګونو ته په اشارې سره ویلي، چې له افغان کرېکټ بورډ سره په ګډه د دې ستونزو د حل په برخه کې کار کوي.

د ښاغلي خواجه په وینا د افغانستان لپاره جوړه شوې کاري ډله د طالبانو حکومت او کرېکټ بورډ له‌خوا شوې ژمنې څاري او په اړه به یې د کرېکټ نړۍوالې شورا ته راپور ورکړي.

د افغانستان د کرېکټ بورډ ویاند په افغانستان کې د ښځينه کرېکټ لوبډلې د جوړولو په اړه د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه‌کړې خو د کرېکټ لوبغاړې رویا صمیم چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته له افغانستانه وتلې ده، ازادي راډيو ته وویل، چې د طالبانو په واکمنۍ کې د ښځینه کرېکټ لوبډلې جوړول یو خیال دی.

اغلې صمیم دغه شان وویل، دا یې اورېدلي دي چې احتمال لري له افغانستان څخه بهر د افغانستان د ښځینه‌و کرېکټ لوبډله جوړه شي خو تر اوسه په رسمي ډول د دې ادعا په اړه څه نه‌دي ویل شوي.

افغان کرېکټ ښځينه لوبډله، انځور - ارشيف
افغان کرېکټ ښځينه لوبډله، انځور - ارشيف

د افغانستان کرېکټ بورډ د ۲۰۲۰ کال په نومبر کې له ۲۵ ښځینه لوبغاړو سره تړون وکړ چې د افغانستان د ښځو په جوړېدونکې ملي لوبډله کې باید لوبېدلې وای خو د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو په بیاځلي واکمنېدو سره دا کار ونه‌شو.

د بشپړو غړیتوب لرونکو هېوادونو لپاره د کرېکټ نړۍوالې شورا (ICC) یو شرط دا دی چې باید د ښځو لوبډلې هم ولري خو دا مهال افغانستان د دې شورا یوازېنی بشپړ غړیتوب لرونکی هېواد دی چې د ښځو لوبډله نه‌لري.

د کرېکټ نړۍواله شورا داسې مهال په افغانستان کې د ښځو د کرېکټ لوبډلې جوړېدو تمه لري چې طالبانو له واکمنېدو سره سم په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړلي، ښځې یې له کاره منع کړي، له شرعي محرم پرته یې پر دوی د لرې واټن سفر بندیز لګولی او په خپله تازه پرېکړه کې یې ښځې پارکونو، ورزشي کلبونو او حمامونو ته له تګ هم منع کړې دي.

XS
SM
MD
LG