د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۳

د څار بنسټونه: د اسیا المپيکي سیالیو کې زیاتره لوبغاړي د اړیکو له مخې ټاکل شوي


د افغانستان د ورزش نه د څار يو شمېر بنسټونه وايي، د المپيک ملي کمېټې او بدني روزنې ریاست د کمزوري مدیریت له امله افغان لوبغاړي په اسیايي المپيکي سیالیو کې ښه ونه‌ځلېدل.

د افغانستان د ورزش نه د څار يو شمېر بنسټونه او ورزشي کارپوهان په انتقاد سره وايي چې د المپيک ملي کمېټې او بدني روزنې ریاست د منظم پلان د نشتوالي او د استعداد له مخې د لوبغاړو د نه‌ټاکنې له امله افغانستان د اسیا په المپيکي سیالیو کې تر نورو هېوادونو شاته پاتې شو.

د افغانستان د ورزشي خبریالانو فدراسیون مرستیال ابراهیم مومند د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د وږې ۱۲» ازادي راډیو ته وویل چې دغو سیالیو ته زیاتره لوبغاړي د واسطو او روابطو له مخې ټاکل شوي او غوره شویو لوبغاړو دغو سیالیو ته ښه تیاری هم نه‌درلود.

دی وايي:

"ما چې څومره فکر وکړ، لوبغاړو منظم تمرین نه‌درلود، لوبغاړي د استعداد له مخې نه‌وو غوره شوي، نو موږ ته هر مډال تقریباً په ۱۱ میلیونه افغانۍ تمام شوی دی ځکه دغه سفر لپاره په ټوله کې ۲۲ میلیونه افغانۍ بودجه ټاکل شوې وه، د افغانستان د زیاتره فدراسیونو منجمنت د انډیوالۍ له مخې روان دی او مسلکیتوب نه‌شته."

افغانستان په دغو سیالیو کې د دوو بُرونز مډالونو په ګټلو سره د اسیا په المپيکي سیالیو کې د ګډون کوونکو ۴۶ هېوادونو ترمنځ ۳۵ مقام خپل کړ.

د اسیا د ۲۰۱۸ کال په المپیکي سیالیو کې چې د اندونیزیا په جاکارتا کې وشوې د افغانستان ۱۲۰ کسیز کاروان په‌کې ګډون کړی و چې ۷۹یې لوبغاړي او نور یې روزونکي او د المپیک ملي کمېټې مسؤلین وو.

خو د دغو سیالیو د رسمي وېب‎پاڼې د معلوماتو له مخې په سږنیو اسیايي المپيکي سیالیو کې له افغانستانه باید ۶۵ نارینه او ښځینه لوبغاړو په ۱۴ رشتو کې ګډون کړی وی.

د افغانستان د المپيک ملي کمېټې د معلوماتو له مخې افغانستان په ۱۶ بېلابېلو رشتو ځغاسته، لامبو وهنې، باسکېټ‎بال، غېږ نیونې، تکواندو، پراشوټ‌ اوچتونې، بېډمنټون، جوجیتسو، جودو، کراټې، سوک ‌وهنې، وزن ‌اوچتونې، ووشو، والیبال، رګبي او کورش برخه کې ګډون کړی و چې يوازې یې په دوو رشتو کورش او ووشو کې د بُرونزو دوه مډالونه د منصور سروري او خالد هوتک له‎خوا ترلاسه شول.

په‎دغو سیالیو کې چین د ۱۳۲ سرو زرو، ۹۲ سپینو زرو او ۶۵ بُرونزو مډالونو سره لومړی، جاپان د ۷۵ سرو زرو، ۵۶ سپینو زرو او ۷۴ بُرونزو مډالونو سره دوهم او کوریا بیا ۴۹ سرو زرو ۵۸ سپینو زرو او ۷۰ بُرونزو مډالونو په ګټلو سره درېيم ځای خپل کړ.

دا په‎داسې حال کې ده چې افغانستان د سوېلي کوریا د ۲۰۱۴ کال په تېر پړاو اسیايي المپيکي سیالیو کې په کرکټ کې د سپینو زرو او په تکواندو کې د احمد رومان عباسي له‌خوا د بُرونزو يو مډال ګټلی و.

خو له دې ټولو سره سره د افغانستان د المپيک ملي کمېټې سکرتر جنرال محمد یونس پوپلزی وايي چې افغان لوبغاړي شته امکاناتو ته په کتو سره په سږنیو اسیايي المپيکي سیالیو کې ښه ځلېدلي دي.

دی زیاتوي:

"دغه سیالۍ چې په اندونیزیا کې ترسره شوې نتایج‌یې زموږ لپاره د قناعت وړ دي، که تاسو دا تمه لرئ چې د افغانستان لوبغاړي دې د چین د لوبغاړو په شان وځلېږي، نو د چینايي لوبغاړو په شان امکاناتو، اسانتیاوو او روزونکو ته اړتیا لري."

په ورته وخت کې د ورزشي چارو کارپوه مجیب رحماني وايي، که افغانستان غواړي چې په نړیوالو سیالیو کې ښه نتیجه ترلاسه کړي، نو په‎کار ده چې پر ورزشي فدراسیونونو او بنسټونو څار ډېر کړي او هغه لوبغاړي چې ښه استعداد لري باید هغوی ته د پرمختګ لپاره ښې زمینې مساعدې شي.

بل‎خوا د افغانستان د المپيک ملي کمېټې سکرتر جنرال بیا وايي چې دوی په هېواد کې د ورزش او لوبغاړو د ودې او پرمختګ لپاره څلور کلن ستراتېژیک پلان جوړ کړی چې ورسره به په ورزشي بنسټونو او فدراسیونونو کې شته ستونزې هوارې او افغان لوبغاړي په نړیوالو میدانونو کې ښه وځلېږي.

راپور: محمد واصل وصال

XS
SM
MD
LG