د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۷

کابل کې له ۶ میاشتو قرنطین وروسته د فوټبال د سیالیو پیل


ګډون کوونکې لوبډلې
ګډون کوونکې لوبډلې

په افغانستان کې له شپږ میاشتني قرنطین وروسته بیا ځلي د فوټبال سیالۍ پیل شوې.

د فوټبال فدراسیون وايي، د عامې روغتیا وزارت سره‌یې په مشوره د فوټبال سیالۍ او لیګونه پیل کړل.

د دغه فدراسیون رئیس یوسف کارګر د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د ۱۳» په کابل کې د دې سیالیو د پیل په مراسمو کې ازادي راډيو ته وویل، راتلونکې شنبه به د هېواد په ۳۱ ولایتونو کې هم د فوټبال لیګونه او سیالۍ پیل شي.

ښاغلی کارګر زیاتوي: "له نېکه مرغه زموږ د فعالیتونو په اساس د عامې روغتیا وزارت موږ ته اجازه‌لیک راکړ، موږ په ټول افغانستان کې خپل پرګرامونه پیل کړل، هم سیالۍ او هم لیګونه، تاسو نن ولیدل چې موږ د خپلو لوبډلو د ظرفیت لوړونې پروګرام پیل کړ او همداراز خپل ټول رسمي لیګونه او سیالۍ مو پیل کړې."

یوسف کارګر
یوسف کارګر

ښاغلی کارګر وايي، له اوږده ځنډ وروسته د افغانستان ورزش بیا ځلي د غوړېدو په حال کې دی.

نن د فوټبال سیالیو له پیل سره د افغانستان د ښځینه‌وو فوټبال غوره لیګ خپله لومړنۍ لوبه وکړه.

دغه لوبه د عدالت او کابل ځوانانو ترمنځ وه چې کابل ځوانانو د دوو ګولونو په ترسره کولو سره وګټله.

د افغانستان د ښځینه‌وو فوټبال غوره لیګ په کابل کې د ۸ لوبډلو ترمنځ نن پنجشنبه پیل او تر راتلونکو دوو اوونیو پورې به دوام وکړي.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون د معلوماتو له مخې راتلونکې شنبه به د هېواد په ۳۱ ولایتونو کې هم د ښځینه لوبغاړو لیګونه پیل شي.

په ورته وخت کې د افغانستان د فوټبال فدراسیون د ښځینه لوبغاړو د کمېټې مشره ارزو رحیمي وايي، له قرنطین وروسته د فوټبال بیا پیل د ټولو لپاره ښه زېری دی.

هغې وویل: "له قرنطین وروسته ډېره خوشحاله یم چې د ښځینه او نارینه د فوټبال لوبې بیا په ټول افغانستان کې پیل شوې، د عامې روغتیا وزارت د مکتوب وروسته موږ خپل ټول تمرینات او سیالۍ پیل کړې، دا دی تاسو یې شاهدان یئ چې موږ د ظرفیت لوړونې فیستیوال ترسره کړ او اوس د ښځینه لوبغاړو لیګ پیل شو، ډېره خوشحاله یم چې بیا مو فعالیت پیل کړ."

د افغانستان د فوټبال ټیمونه
د افغانستان د فوټبال ټیمونه

د اغلې رحیمي په خبره، افغان ښځینه لوبغاړې کولای شي له دې وروسته خپل تمرینات په منظم ډول ترسره کړي.

له دې سره هم‌مهاله د ښځینه لوبغاړو د ملي ټیم غړې فاطمه یوسفي له ازادي راډيو سره په خبرو کې له قرنطین وروسته د فوټبال بیا پیل ته داسې خوښي څرګندوي: "زه ډېر د خوشحالۍ احساس لرم، ښه شو چې له کرونايي وضعیت څخه پخیر خلاص شو، ډېر د افتخار ځای دی چې بیا خپلې لوبې پیلوو او زموږ غوښتنه هم دا ده چې سیالۍ بیا ونه‌درول شي او تل دوام ومومي."

ارشیف
ارشیف

نوموړې له خپلو ټولو همزولو غواړي چې خپلو تمریناتو ته په عادي ډول دوام ورکړي.

د فوتبال سیالۍ په داسې حال که په تول هېواد کې پیلېږي چې له دې وړاندې د افغانستان کرکټ بورډ هم د عامې روغتیا وزارت سره په مشورې د شپږیزې لیګ د پیل خبر ورکړی دی.

ټاکل شوې چې د کرکټ د شپږیزې لیګ سیالۍ د روانې میلادي میاشتې په شپږمه د راتلونکې یکشنبې په ورځ پیل شي.

XS
SM
MD
LG