د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۶

د افغان کرکټ د ښځینه لوبغاړو په اړه له طالبانو د اسټرالیا غوښتنه


د کرکټ افغان ښځینه لوبغاړې
د کرکټ افغان ښځینه لوبغاړې

اسټرالیا کرکټ بورډ ویلي، که د طالبانو حکومت د افغانستان د کرکټ له ښځینه لوبغاړو ملاتړ ونه کړي، د افغانستان د کرکټ له ملي لوبډلې سره پلان شوې سیالۍ لغوه کوي.

د جرمني (ډي.پي اې) اژانس دا خبره د اسټرالیا د کرکټ چارواکو په حواله کړې او ویلې یې دي، که د ښځینه کرکټرانو ملاتړ ونه شي، له افغانستان سره د نومبر میاشتې سیالۍ نه ترسره کوي.

له دې وړاندې د نوومبر له ۲۷مې د دسمبر تر لومړۍ نېټې د افغانستان او اسټرالیا د لوبډلو ترمنځ ټېسټ لوبه پلان شوې وه.

د اسټرالیا رسنیو د طالبانو د فرهنګي کمېسیون د مرستیال احمدالله وثیق په حواله ویلي و، فکر نه کوي چې ښځو ته دې د کرکټ لوبې اجازه ورکړل شي.

XS
SM
MD
LG