د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۶

۱۳۹۷ کال او د افغانستان د ورزش په برخه کې لوړې او ژورې


۱۳۹۷ لمریز کال د افغانستان د ورزش لپاره د يو لړ لاسته راوړنو ترڅنګ د ننګونو او ستونزو کال هم و.

که څه هم په ۱۳۹۷ لمریز کال کې ناامنیو د نورو برخو ترڅنګ په ورزش هم سیورۍ غوړلی و، خو بیا هم افغان لوبغاړو له بېلابېلو نړیوالو سیالیو څخه د اتلولیو څو جامونه او لسګونه مډالونه هېواد ته راوړل.

کرکټ، تکواندو، کورش، ووشو، فري فايټ، سنوکر، فوټ‌سال، لامبو وهنه او ماراتون هغه ورزشي رشتې دي چې تېرکال یې ښې لاسته راوړنې درلودې.

خو لسګونو نورو ورزشي فدراسیونونو بیا د امکاناتو د نشتوالی او لازم چمتوالي د نه‌لرلو له امله کومه لاسته راوړنه نه‌لرله.

  • څنګه کېدلای شي د افغانستان ټول ورزشي فدراسیونونه ښې لاسته راوړنې ولري او په نړیواله کچه د افغانستان نوم وځلوي؟

دې پوښتنې ته په ورزشي چارو کې د ولسمشر ځانګړی سلاکار اجمل غني داسې ځواب وايي:

"په ټولیز ډول زموږ لوبغاړي زموږ ویاړونه دي او افغانستان ته يې زیات ویاړونه راوړي دي، خو اوس وخت د دې را رسېدلی دی چې د ورزشي مسؤلینو او ولسمشر د ځانګړې پاملرنې سره دغه لاسته راوړنې لا زیاتې شي."

  • کرکټ

په افغانستان کې له کرکټ بورډ سربېره له ۵۰ زیات ورزشي فدراسیونونه فعال دي چې ډېرو کمو یې تېرکال اتلولۍ وګټلې او له بېلابېلو نړیوالو سیالیو یې د سرو زرو، سپینو زرو او زیړو مډالونه د افغانستان په نوم کړل.

کرکټ يو له هغو ورزشي رشتو څخه دی چې تېر يو کلن مزل یې د بېلابېلو لاسته راوړنو سره مل وو او د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې څو نړیوال ریکارډونه هم په‌دغه کال کې په‌خپل نوم کړل.

د ۲۰۱۹ میلادي کال د کرکټ پنځوس اووریز نړیوال جام ته په اتلولۍ سره د افغان لوبډلې وتل، د غوراوي پړاوو له تېرولو پرته د ۲۰۲۰ میلادي کال شل اوورېز نړیوال جام سیالیو ته لار موندل، په ټیسټ سیالیو کې د لومړنۍ تاریخي بریا خپلول، د لومړي ځل لپاره د افغانستان د کرکټ غوره‌لیګ سیالیو ترسره کول، په اسیا جام سیالیو کې ښه ځلېدل او د ایرلنډ پر وړاندې په شلو اوورېزو لوبو کې د ډېرو منډو جوړولو او د حضرت ځاځي او عثمان غني په ملګرتیا د اوپنګ ریکاډ جوړول، په تېرکال کې د افغانستان د کرکټ بورډ او لوبغاړو يو شمېر مهمې لاسته راړونې دي.

همدې لاسته راوړنو ته په کتو د کرکټ بورډ عمومي رئیس عزیزالله فضلي د کرکټ تېر يو کلن مزل بریالی او له ویاړه ډک ګڼي.

د کرکټ بورډ عمومي رئیس عزیزالله فضلي
د کرکټ بورډ عمومي رئیس عزیزالله فضلي

نوموړی وايي:

"۱۳۹۷لمریز کال د افغانستان د کرکټ او خلکو لپاره ډېر روښانه او له خوښیو ډک کال و، هغه بدلونونه چې په اداره کې راغلل، په نتیجه کې یې افغان لوبډلې نوي ریکاډونه جوړ کړل او تاریخي بریاوې یې خپلې کړلې چې ټول پرې ویاړي، په‌دې هیله چې راتلونکی کال د سولې کال وي او ملي لوبډله له نړیوال جام ډک لاس هېواد ته راشي."

  • تکواندو

تکواندو بله ورزشي رشته ده چې په تېرکال کې یې لاسته راوړنې او فعالیتونه د پام وړ وو.

په‌دغه کال کې تکړه تکواندو کوونکي نثار احمد عبدالرحمیزي د ځوانانو په المپیکي سیالیو کې په ۷۳ کیلوګرامه وزن کې خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره د لومړي ځل لپاره له دغو سیالیو څخه د بُرونزو مډال د افغانستان په نوم کړ.

نوموړي زیاته کړه:

"۱۳۹۷کال کې ما ډېرې ښې لاسته راوړنې لرلې او ماته ډېر ښه کال و، ما په‌دغه کال کې د المپيکي سیالیو ته لار پیدا کړه او له خپلو خلکو مې ښه استازولي وکړه او د ۲۰۰ هېوادونو ترمنځ د بُرونزو مډال خپل کړ، راتلونکې کې هم هیله لرم چې په ۲۰۲۰میلادي کال کې د ټوکیو له سیالیو هم مډال واخلم."

تکړه تکواندو کوونکي نثار احمد عبدالرحمیزی
تکړه تکواندو کوونکي نثار احمد عبدالرحمیزی

په همدې کال کې د افغانستان د تکواندو ملي لوبډلې دوو لوبغاړو نثار احمد عبدالرحمیزي او فرزاد منصوري د کوريا له ازادو سیالیو څخه د سرو زرو او رامش حسیني او محسن رضايي بیا د بُرونزو مډالونه وګټل.

دا شان د افغانستان د تکواندو ملي لوبډلې په ایران کې د «ده فجر» په ۲۹ پړاوو سیالیو کې د ۱۲ هېوادونو ترمنځ د ډېرو مډالونو په ګتلو سره درېیم مقام خپل کړ.

په ۱۳۹۷ لمریز کال کې د اسیا په المپيکي سیالیو کې چې د اندونیزیا په جاکارتا کې وشوې د افغانستان ۱۲۰ کسیز کاروان په‌‌کې ګډون کړی و چې ۷۹ یې لوبغاړي او نور یې روزونکي او د المپیک ملي کمېټې مسؤلین وو.

د افغانستان د المپيک ملي کمېټې د معلوماتو له مخې افغانستان په ۱۶بېلابېلو رشتو ځغاسته، لامبو وهنې، باسکټ‎ بال، غېږ نیونې، تکواندو، پراشوټ‌ اوچتونې، بېډمېنټون، جوجیټسو، جودو، کراټې، سوک ‌وهنې، وزن ‌اوچتونې، ووشو، والیبال، رګبي او کورش برخه کې ګډون کړی و چې يوازې یې په دوو رشتو کوروش او ووشو کې د بُرونزو دوه مډالونه د منصور سروري او خالد هوتک له‌‌خوا ترلاسه شول.

دا په‌‎داسې حال کې ده چې افغانستان د سوېلي کوریا د ۲۰۱۴ میلادي کال په تېر پړاو اسیايي المپيکي سیالیو کې په کرکټ کې د سپینو زرو او په تکواندو کې د احمد رومان عباسي له‌‌خوا د بُرونزو يو مډال ګټلی و.

که څه هم د ورزش د برخې يو شمېر کارپوهان د جارکاتا په المپیکي سیالیو کې د افغان لوبغاړو له لاسته راوړنو خوښ نه‌دي، خو د افغانستان د بدني روزنې او المپیک ملي کمېټې رئیس حفیظ االله ولي رحیمي بیا وايي چې افغان لوبغاړي شته‌وو امکاناتو ته په کتو سره په سږنیو اسیايي المپيکي سیالیو کې ښه ځلېدلي دي.

نوموړی وايي:

"ټول ورزشي فدراسیونونه منظم شوي او اوس انتخابي فدراسیونونه لرو چې زیاترو یې د خپلو عملي پلانونو په نتیجه کې په تېرکال کې ښې لاسته راوړنې درلودې."

ښاغلی رحیمي په نړیواله کچه د المپيک نړیوالې او اسیايي کمېټې او يو شمېر هېوادونو سره د ورزش په برخه کې د اړیکو د پراختیا خبره هم کوي او دا يوه مهمه لاسته راړونه بولي.

  • باسکټبال

دا په‌داسې حال کې ده چې په همدې کال کې د افغانستان د باسکټبال ملي لوبډلې لوبغاړې سمیرا اصغري د لومړنۍ افغان په توګه د المپیک نړیوالې کمېټې غړیتوب ترلاسه کړ، دا شان په ورزشي چارو کې د ولسمشر ځانګړی استازی اجمل غني د اسیايي المپیک د اجرائیه بورډ د غړي په توګه وټاکل شو.

  • سنوکر
    د سنوکر لوبې یو تن افغان لوبغاړی
    د سنوکر لوبې یو تن افغان لوبغاړی
    ​په تېرکال کې بله ورزشي لاسته راوړنه چې باید يادونه یې وشي، هغه د سنوکر د لوبې په برخه کې و چې افغان لوبغاړي صالح محمد محمدي د سنوکر په نړیوالو سیالیو کې چې میانمار کې وشوې وتوانېد چې د ۳۲ هېوادونو ترمنځ د سپينو زرو مډال د افغانستان په نوم کړي.

ښاغلي محمدي په دغو سیالیو کې خپلو اسټریالوي، اتریشي، هندي، منګولیایي، قطري، تایلینډي او جاپاني سیالانو ماتې ورکړه، خو پایلوبه یې د ویلز لوبغاړي ډیرن مورګن ته چې د سنوکر لوبې د نابغه په نوم شهرت لري بایلود.

  • لامبو وهنه

په همدې کال کې په امریکا کې مېشت افغان لامبوزن عباس کریمي چې دواړه لاسونه یې نه‌شته، د یاد هېواد په کوربه‌‌توب د لامبو وهنې په ملي سیالیو کې د لومړي مقام په خپلولو سره د سرو زرو مډال وګاټه.

افغان لامبوزن عباس کریمي
افغان لامبوزن عباس کریمي
  • فوټسال

په تېرکال کې د افغانستان بله ورزشي لاسته راوړنه د فوټ‌سال په برخه کې وه چې د فوټ‌سال تر شل کلنو کم عمره ملي لوبډلې د ۲بریاوو په خپلولو سره د ۲۰۱۹ میلادي کال اسیا سترو فوټ‌سال سیالیو ته د لومړي ځل لپاره لار پیدا کړه.

  • ماراټن

همدارنګه د افغانستان د ماراټن لوبډلې هم په ۱۳۹۷ کال کې د دغې لوبې په څلورم پړاوو نړیوالو سیالیو کې چې په بامیانو ولایت کې د امریکا، فرانسې، هانګ کانګ، ناروې، ارجنټاین او يو شمېر نورو اروپايي هېوادونو څخه ۴۰۰ نارینه او ښځینه لوبغاړو په‌کې ګډون کړی وو، د اتلولۍ مقام ترلاسه کړ.

د دغو سیالیو د نارینه‌وو په لومړۍ ډله کې کریم یاقوت د افغانستان په استازولۍ لومړی مقام او سم لینچ د امریکا په استازولۍ دوهم مقام وګاټه.

دوهمه ډله کې بیا طاهر، مرتضا او سیدغفور د افغانستان په استازولۍ لومړی، دوهم او درېیم مقامونه وګټل، خو د ښځينه‌‌وو ډله کې بیا امریکایۍ مور او لور لومړی او دوهم او د افغانستان په استازولۍ بیا بېګم درېیم مقام وګاټه.

  • فري فایټ

د رزمي لوبو په برخه کې فري فایټ هغه لوبه ده چې په‌دې وروستیو کې یې په افغانستان کې ښه پرمختګ کړی دی او د لوبغاړو لاسته راوړنې یې هم ښې دي.

احمد ولي هوتک او باز محمد بارز د افغانستان د فري فایټ سیالیو دوه هغه ستوري دي چې په تېرو څو کلونو کې یې د خپلو بریاوو سره افغان ولس ته ډېرې خوښۍ راوړي، خو په تېرکال کې دغو دوو لوبغاړو يوازې يوه يوه لوبه کړې چې په‌کې بریالي شوي دي.

احمد ولي هوتک
احمد ولي هوتک

دا چې دغو دوو افغان لوبغاړو ولې تېرکال کمې لوبې درلودې او په ډېرو سیالیو کې ښکاره نه‌شول؟ ځواب یې له دوی څه اورو.

احمد ولي هوتک لومړی وايي:

"تېر شوی کال ماته ډېر جالبه و، هغه ځکه چې تجربې هم وې او غمیزه پېښه هم په‌کې وشوه، يوه سیالي مې په‌دې کال کې په دُبۍ کې د اوکرايني سیال سره درلوده چې ومې وګټله او بیا له يوې پېښې سره مخ شوم چې څو تنو زه ټپي کړم او له نورو سیالیو یې پاتې کړم.

-په ۱۳۹۷ کال کې ما يوه ډېره ښه لوبه په متحده عربي اماراتو کې د يوه اروپايي لوبغاړي پر وړاندې درلوده چې ماته مې ورته ورکړه، نور په مرکز او ولایتونو کې د «اېم.اېم.اې» سیالیو په جوړولو کې بوخت وم، دا شان د رزمي لوبو فدراسیون مو يوه قانوني چوکاټ ته برابر کړ."

د يادو لاسته راوړنو ترڅنګ د افغانستان ورزش په ۱۳۹۷ لمریز کال کې له يو لړ خواشینونکو پېښو او ستونزو سره هم مخ و چې دلته ځینو ته په لنډه توګه اشاره کوو.

  • خواشینونکو پېښې

تېرکال داعش ډلې په کابل کې د میوند په نوم د غېږ نيونې په يوه کلب دوه غبرګ بریدونه وکړل چې د دغه کلب د مسؤلینو په خبره، په‌کې تر دیرشو پورې پهلوانان و وژل شول او لسګونه نور ټپيان شول.

دغه پېښه د ۱۳۹۷ لمریز کال د وږي په ۱۵ داسې مهال رامنځته شوه چې په ياد کلب کې د غېږ نیونې لوبه روانه او ځايي اوسېدونکي کلب کې د پهلوانۍ یا غېږ نیولو سیالیو لیدو ته ورغونډ شوي وو.

په همدې کال کې بله پېښه د روژې په میاشت کې د ننګرهار ولایت په مرکز جلال‌اباد ښار کې د بهسودو پله ته څېرمه د کرکټ په يوه لوبغالي وشوه چې په‌کې ۸ تنه ووژل شول او ۴۳ نور ټپيان شول.

د کرکټ په‌دغه لوبغالي کې داسې مهال درې چاودنې وشوې، د رمضان په نوم د کرکټ سیالیو د پرانېستې مراسم روان وو.

د دغو چاودنو وروسته په کابل کې د رمضان جام سیالۍ چې هرکال د زرمل‌وال بنسټ له خوا ترسره کېدې لغوه شوې.

د ۱۳۹۷ کال بل ټکان ورکونکی خبر چې لا یې هم په اړه وروستۍ پرېکړه نه ده شوې، هغه د فوټبال په فدراسیون کې د ښځینه فوټبالرانو د جنسې ځورونې د ادعاو موضوع وه چې په کور دننه او بهر یې ګڼ غبرګونونه را پارول.

دغه موضوع لومړی ګارډین ورځپاڼې د افغانستان د فوټبال د ښځینه ملي لوبډلې د ځينو لوبغاړو د ادعاوو پربنسټ راپورته کړ چې په نتیجه کې یې افغان حکومت او د فوټبال نړیوال فدراسیون د افغانستان د فوټبال فدراسیون د رئیس په ګډون د دغې ادارې د پنځو تنو دندې وځنډولې او څېړنې امر یې وکړ.

په فوټبال فدراسیون کې د جنسي ځورونو د ادعاوو له خپرېدو وروسته بېلابېلو بنسټونو د افغانستان له لويې څارنوالۍ غوښتي چې د دغې قضیې پایلې دې ژر تر ژره له خلکو سره شریکې کړي، خو له څو میاشتو تېرېدو وروسته لا هم د افغانستان لویې څارنوالۍ په دې اړه وروستۍ پرېکړه نه‌ده کړې.

خو له دې ټولو سره سره د ورزش د برخې يو شمېر افغان کارپوهان د افغانستان د ورزش تېر يوکلن مزل او لاسته راوړنې د قناعت وړ نه بولي خو په اداري برخه کې د يو لړ اصلاحاتو خبره کوي.

د افغانستان د ورزشي خبریالانو د سازمان مرستیال سمیع‌الله پام ازادي راډیو ته وویل چې په نړیواله کچه د افغان لوبغاړو لاسته راوړنې د تېرکال په پرتله کمرنګه وې.

نوموړی وايي:

"د ورزشي ادارو په اداري او تشکیلاتي سیستم کې يو څه اصلاحات راغلي، خو په نړیواله کچه له بدهمرغه تېر کال د نورو په پرتله ښه نه و، ځکه د افغانستان د کرکټ ۱۹ کلن ټیم سږ کال ښه ونه ځلېد، د فوټبال ملي لوبډلې زیاتې سیالۍ وبایللې، ان يوه لوبه یې هم و نه ګټله، لکه څنګه چې پرمختګ شوی وای نه دی شوی، خو په اداري سیستم کې يو څه اصلاحات راغلي دي."

په ورته وخت کې د افغانستان د ورزشي خبریالانو د فدراسیون مرستیال ابراهیم مومند بیا وايي چې د المپيک ملي کمېټې او بدني روزنې ریاست د کمزوري مدیریت له امله افغان لوبغاړي په تېر کال په نړیوالو سیالیو کې کې ښه ونه‌ ځلېدل.

ښاغلی مومند وايي، د المپيک ملي کمېټې او بدني روزنې ریاست د منظم پلان د نشتوالي او د استعداد له مخې د لوبغاړو د نه ‌ټاکنې له امله افغانستان د اسیا په المپيکي سیالیو کې تر نورو هېوادونو شاته پاتې شو.

بل‌خوا د افغانستان د المپيک ملي کمېټې سکرتر جنرال يونس پوپلزی بیا وايي چې دوی په هېواد کې د ورزش او لوبغاړو د ودې او پرمختګ لپاره څلور کلن ستراتېژیک پلان جوړ کړی چې ورسره به په ورزشي بنسټونو او فدراسیونونو کې شته ستونزې هوارې او افغان لوبغاړي په نړیوالو میدانونو کې ښه وځلېږي.

د نوموړي په خبره، د دغه پلان له مخې به د افغانستان ټول ورزش په اتو زونونو ووېشل شي او په ټول هېواد کې به د ورزش متوازن انکشاف ته زمینه برابره او نوي استعدادونه به رابرسېره شي چې په نړیوالو میدانونو کې به د افغانستان نوم وځلوي.

راپور: محمد واصل وصال

XS
SM
MD
LG