د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۵

کرام‌الدین کریم د ۹۰ ورځو لپاره د فوټبال اړوند فعالیتونو منع شو


د افغانستان د فوټبال د فدراسیون پخوانی رئیس کرام‌الدین کریم
د افغانستان د فوټبال د فدراسیون پخوانی رئیس کرام‌الدین کریم

د فوټبال نړیوال فدراسیون د افغانستان د فوټبال فدراسیون پخوانی رئیس کرام‌الدین کریم د ۹۰ ورځو لپاره له فوټبال سره له تړلو ټولو فعالیتونو منع کړی دی.

د اسوشیټېډ پرس خبري اژانس د فیفا په قول راپور ورکړی چې ښاغلي کریم په دې موده کې په ملي او نړیواله کچه فوټبال سره له تړلو ټولو فعالیتونو منع شوی دی.

کرام‌الدین کریم د افغانستان د فوټبال فدراسیون د ریاست پر مهال د افغانستان د نجونو د فوټبال په ټیم کې په جنسي او فزیکي ځورونه تورن دی.

نوموړی پر خپل ځان لګېدلي تورونه بې‌بنسټه بولي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د دې قضیې د څېړنې امر کړی دی.

XS
SM
MD
LG