د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۱

خلیلزاد استعفا کړې؛ افغانستان کې یې پر کاري ماموریت بېلابېل غبرګونونه


د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد

‎افغاني‌الاصله امریکايی زلمی خلیل‌زاد د امریکا او افغانستان په سیاست کې نږدې ۴۰ کلنه مخینه لري.

‎په ۸۰یمه لسیزه کې هغه مهال چې روسیې پر افغانستان یرغل وکړ، دې جګړې کې د امریکا ښکېلتیا او له مجاهدینو سره د متحده‌ ایالاتو د اړیکو په پیاوړي کېدو کې د زلمي خلیل‌‌زاد رول جوت و.

‎له بُن کنفرانس بیا تر نننه هغه په یوه ډول نه یو ډول د افغانستان او امریکا په اړیکو او سیاست کې ښکېل پاتې شوی.

‎د زلمي خلیل‌زاد وروستۍ دنده د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي په توګه په ۲۰۱۸ میلادي کال کې پیل شوه، هغه مهال چې د مخکني جمهور رییس ډونالډ ټرمپ ادارې وغوښتل، د افغانستان جګړه د خبرو له لارې ختمه او له طالبانو سره د سولې هوکړه وکړي.

‎له طالبانو سره د هغه مذاکرات اوږده، لانجمن او کله کله ماڼېجن، خو پایله لرونکي و.

د دوی ترمنځ د ۱۸ میاشتو په اوږدو کې د ۱۱ پړاوه خبرو اترو وروسته، بالاخره خلیل‌زاد وتوانېد د ۲۰۲۰ کال د فبروري په ۲۹مه د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه په دوحه کې لاس‌لیک کړي.

‎په لومړیو کې دا د افغانستان د تل‌پاتې سولې او ثبات لپاره یو اغېزمن ګام ګڼل کېده، ځکه پر بنسټ یې، امریکایي عسکر له افغانستانه وتل، خو یو نظام او جوړ شوي بنسټونه یې تر شاه پرېښودل، ‎خو هغه څه چې پلان شوي وو، و نه شول.

‎زلمي خلیل‌زاد په خپل استعفا لیک کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ته لیکلي، هغه څه چې یې په وروستیو کې غوښتل وکړي، و نه شول.

‎هغه زیاته کړې: "د افغان دولت او طالبانو ترمنځ سیاسي ترتیب هغه ډول چې پلان شوی و، جوړ نه شو."

خلیل‌زاد وتوانېد د ۲۰۲۰ کال د فبروري په ۲۹مه د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه لاس‌لیک کړي
خلیل‌زاد وتوانېد د ۲۰۲۰ کال د فبروري په ۲۹مه د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه لاس‌لیک کړي

‎د ښاغلي خلیل‌زاد اشاره، په سوله‌ییز ډول د واک لېږد ته ده چې ‌باید د افغانستان نظام بدلون نه وکړي او نه هم تېرې لاس‌ته راوړنې له‌منځه تللې وای.

‎د زلمي خلیل‌زاد د لانجمن او له ستونزو ډک کاري ماموریت په اړه هم غبرګونونه په دوو کټه ګوریو وېشلي دي.

لومړی د امریکا ګټو ته ژمن او بریالی مامور، خو دویم، د افغانستان د روان بې‌برخلیکه وضعیت یو مهم لوبغاړی او یو مسوول.

‎شفیق همدم چې کلونه کېږي د افغانستان په سیاسي مسایلو کې ښکېل دی، د زلمي خلیل‌زاد ماموریت حساس، دروند او له ستونزو او ننګونو ډک یادوي او د امریکا او افغانانو له انده یې په ډوله معرفي کوي.

ښاغلی همدم وايي: ‎"هېڅ یو سیاست‌وال و نه توانېد چې له افغانستانه امریکايي عسکر وباسي، خو خلیل‌زاد له طالبانو سره په هوکړې کولو دا کار وکړ. د افغانانو له نظره بیا هغه د تاریخ تر ټولو ناکامه ماموریت لاره، ځکه د هغه د ماموریت پایله کې د افغانستان نظام ونړېد. "

‎شنونکی عبدالباري عارض هم د افغانستان پر وړاندې د زلمي خلیل‌زاد مسوولیت تر پوښتنې لاندې ګڼي، خو زیاتوي، هغه تل د امریکا ګټو ته لومړیتوب ورکړی: ‎"هغه څه چې امریکا غوښتل، هغه خلیل‌زاد وکړل. د ده دنده نوره د امریکا پر وړاندې پای ته ورسېده."

‎امریکا د کورني سیاست د بهرنۍ تګ‌لارې په برخه کې هم د خلیل زاد کړنې تر پوښتنې لاندې وې، خو ملاتړي یې هم لرل.

‎د دوحې له هوکړې وروسته، هغه په ځلونو د امریکا کانګرس او د استازو جرګې ته وغوښتل شو، څو د هغه څه په اړه چې له طالبانو سره لاس‌لیک شوي، وضاحت ورکړي.

‎د کانګرس یو شمېر غړو او ځینو پخوانیو ډپلوماټانو په ځلونو زلمی خلیل‌زاد تورن کړ چې ګنې یو شمېر هغه مسایل یې پټ ساتلي چې له طالبانو سره یې پرې لاس‌لیک کړی.

د بېلګې په ډول هغه د روان کال په مې میاشت کانګرس ور وغوښت او له امریکا سره د شوې هوکړې په اړه یې ترې سختې پوښتنې وکړې.

‎دا خبره د افغانستان د مخکیني حکومت مشرانو هم کړې او ډېرکله یې د امریکا او طالبانو ترمنځ شوې هوکړه تر پوښتنې لاندې راوستې چې ګنې د افغانستان په ګټه نه ده، خو خلیل‌زاد تل له خپل ماموریت او له طالبانو سره له شوې هوکړې ملاتړ کړی.

ازادي راډیو ‎وغوښتل د ګوښه شوی جمهور رییس محمد اشرف غني د واکمنۍ پرمهال د سولې د مرکچي پلاوي له غړو سره هم د زلمي خلیل‌زاد د ماموریت په اړه وغږېږي، خو بریالۍ نه‌شوه.

‎خو د دې پلاوي یو تخنیکی غړی عبدالبصیر عظیمي چې د ملي مصالحې عالي شورا پخوانی کار کوونکی هم دی د خلیل‌زاد د ماموریت په اړه په خپله ټویټر پاڼه لیکلي: "خلیل‌زاد ډېره هڅه وکړه چې دواړه لوري قانع کړي، څو د یوه ګډ سیاسي راتلونکي په اړه چې ټولو افغانانو ته د منلو وي، هوکړه وکړي."

‎دی زیاتوي، خلیل‌زاد په خپل ماموریت کې بریالی و، خو طالبانو ته د ولایتونو تسلیمول او له افغانستانه د مخکني جمهور رییس محمد اشرف غني وتل د دې لامل شول چې د طالبانو نظامي څانګه "د حقاني شبکه" پر ټول وطن حاکمه شي او د دوی ملکي برخه چې ملابرادر یې مشري کوي او نړیوالې ټولنه ترې هم ملاتړ کوي، شا تګ وکړي.

‎خو جمهور رییس غني له افغانستانه وتل د وینې توییدنې د مخنیوي لپاره بللي او طالبانو هم خپل‌منځي اختلافات تل رد کړي دي.

‎په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند او د مرکچي پلاوي غړی محمد نعیم د زلمي خلیل‌زاد ماموریت د هغه سیاست پایله بولي چې امریکا د افغانستان لپاره پلان کړی و:‎"کوم مذاکرات چې د امریکا متحده ایالاتو او اسلامي امارت ترمنځ وشول، دا په حقیقت کې د نظام د پالیسۍ په رڼا کې و. داسې نه وه چې دا د چا شخصي نظر یا هم پالیسي وه."

‎خو وروستی او تر ټولو مهم بحث د زلمي خلیل‌زاد د ماموریت په اړه د عامو افغانو دریځ دی. هغه څه چې تر ډېره د هغه په اړه منفي کریډیټ لري.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند او د مرکچي پلاوي غړی محمد نعیم د زلمي خلیل‌زاد ماموریت د هغه سیاست پایله بولي.
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند او د مرکچي پلاوي غړی محمد نعیم د زلمي خلیل‌زاد ماموریت د هغه سیاست پایله بولي.

‎عام افغانان وايي، له لومړیو طالبانو سره د زلمي خلیل‌زاد خبرې اترې پټې وې چې پایله یې د یوه نظام سقوط و.

‎عایشه او روح‌الله تلاش وايي: "تر نن ورځې پورې افغانان په یوه بې‌برخلیکه حالت کې ژوند مخ‌ته وړي او نه پوهېږي چې ساعت وروسته به یې ژوند څه ډول بدلون وکړي.

-نن چې موږ دا بدبختي ګورو او له کومو ستونزو سره مخ یوو، دا ټول د خلیل‌زاد د ضعیف ماموریت پایله ده. موږ خپلې ټولې لاس‌ته راوړنې له لاسه ورکړې."

‎۷۰ کلن زلمی‌ خلیل‌زاد په افغانستان زېږېدلی او په کابل کې لوی شوی دی.

هغه وايي، د خپل پېچلي ماموریت په اړه به خپل نظریات راتلونکو ورځو کې خلکو سره شریک کړي.

‎خلیل زاد د افغانستان د سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي ټاکل کېدو وړاندې په افغانستان او عراق کې د متحده‌ایالاتو سفیر هم پاتې شوی دی.

XS
SM
MD
LG